شمالي کوريا
شمالي کوريا | |
---|---|
بیرغ | نښان |
Area controlled by the Democratic People's Republic of Korea shown in green
| |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | ۴۰°شمال ۱۲۷°ختیځ / 40°شمال 127°ختيځ [۱] |
پراخوالی | 120540 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | پيونګيانګ |
رسمي ژبې | کوريايي ژبه |
مشرتابه | |
حکومت ډول | يو گونديز حکومت ، جوچه ، مرکزي حکومت [۲]، سوسياليستی دولت [۲]، ولسمشريزه [۲] |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۹ سپټمبر ۱۹۴۸ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن ، 17 کلن |
نور مالومات | |
تګلوری | ښي لورۍ |
هېواد کوډ | KP |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +850 |
شمالي کوریا، په رسمي توګه د کوریا د خلکو ديموکراتيک جمهوريت دی، چې په ختيځه آسيا کې پروت هېواد دی. دا د کوریا ټاپووزمې شمالي نیمه برخه جوړوي. په شمال کې د چین او روسیې سره، د یالو (امنوک) او تومین سیندونو سره او د سویلي کوریا په سویل کې د کوریا بې وسلې شوي قلمرو سره ګډه پوله لري. د هیواد لویدیځ سرحد د ژيړ سمندرله خوا رامنځ ته شوی ، پداسې حال کې چې ختیځ سرحد یې د جاپان سمندر لخوا تعين شوی دی. شمالي کوریا، د خپل جنوبي سیال په څیر، د ټولې ټاپو وزمې او نږدې ټاپوګانو د مشروع حکومت ادعا کوي چې پیونګ یانګ يې پلازمېنه او لوی ښار دی.
کوريا په ۱۹۱۰ ز کال کې، د جاپان امپراتورۍ سره یوځای شوه. په ۱۹۴۵ ز کال کې، د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د جاپان له تسلیمیدو وروسته، کوریا د ۳۸ موازي په اوږدو کې په دوو منطقو وېشل شوی ده، چې د شوروي اتحاد له خوا يی شمال او د متحده ايالاتو لخوا يې سويلي برخه اشغال شوی و. د بیا یوځای کیدو په اړه خبرې اترې ناکامې شوې دي، په ۱۹۴۸ ز کال کې، جلا جلا حکومتونه رامنځ ته شول: په شمال کې سوسیالیست ،شوروي اتحاد او د کوريا د خلګو دیموکراتيک جمهوريت په سويل کې کپيټالست او له ختيځ سره يوځای شوی د کوريا جمهوريت و. په ۱۹۵۰ ز کال کې د کوریا جګړه د شمالي کوریا په برید سره پیل شوه، او تر ۱۹۵۳ ز کال پورې یې دوام وکړ. د کوریا د اوربند تړون یو اوربند رامنځ ته کړ، او یوغیر پوځي سیمه یی تاسيس کړه. مګر د سولې تړون هيڅکله لاسليک شوی نه دی.
د دولتي اساسي قانون د لومړۍ مادې له مخې، شمالي کوریا یو "خپلواک سوسیالیستي دولت دی."
ټولټاکنې ترسره کوي، مګر د خپلواکو څارونکو له خوا د شرمونکو ټاکنو په توګه نومول شوي دي، ځکه چې شمالي کوریا د کيم کورنۍ په شاوخوا کې د خپل مشروح کلتور سره یو استبدادي دیکتاتور دولت دی.
د کوریا د کارګرانو ګوند، چې مشري یې د واکمنې کورنۍ د غړي په غاړه ده، يو واکمن ګوند دی او د کوریا د بیا یوځای کیدو لپاره د دیموکراتیک جبهې مشري کوي، چی یوازینی قانوني سیاسي حرکت دی. د اساسي قانون د دریمې مادې له مخې، جوچ د شمالي کوریا رسمي ایډیالوژي ده. د دولت لخوا پرمخ وړل شوي تصدۍ او راټول شوي فارمونو له لارې د توليد وسيلې د دولت ملکيت دی. ډیری خدمتونه لکه روغتیا پاملرنې، تعلیم، کور، او د خوړو تولید د دولت لخوا تمویل شوي دي. له ۱۹۹۴ ز کال څخه تر ۱۹۹۸ ز کال پورې، شمالي کوریا له قحطۍ سره مخ شوه چې په پایله کې یې د ۲۴۰۰۰۰ او ۴۲۰۰۰۰ ترمنځ خلک مړه شول او اوس لا هم خلک خوارځواکۍ سره مخامخ دي.[۳][۴]
شمالي کوریا د کوریا د خلکو د اردو لپاره سونګون، یا "پوځي لومړی" پالیسي تعقیبوي. اټومي وسلې لري، شمالي کوريا هغه هیواد دی چې د پوځي او نیمه پوځي پرسونل دوهم لوړ شمیر لري، په ټولیز ډول د ۷.۷۶۹ ميلیون فعال، ریزرو، او نیمه پوځي پرسونل، یا د دې نفوس نږدې ۳۰٪ سره د ۱،۲۸ ملیون سرتیرو فعال ماموریت اردو په نړۍ کې څلورم لوی پوځ دی چې د نفوس ۵٪ جوړوي. په شمالي کوریا کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د ملګرو ملتونو له خوا د ۲۰۱۴ ز کال تحقیقاتو پایله داسې اعلان کړه چې: "د دې سرغړونو شدت، پیمانه او ماهیت داسې یو دولت څرګندوي چې په معاصره نړۍ کې هیڅ موازي نه لري،" د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار اداره ورته نظرونه لري. د شمالي کوریا حکومت دغه سرغړونې ردوي. شمالي کوریا له ۱۹۹۱ ز کال راهیسې د ملګرو ملتونوغړیتوب سربیره، د بې طرفه حرکت جي ۷۷ او د آسيان د سيمه ییزو ټولنو غړيتوب هم لري.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
کيږي
اټکل کيږي چې د شمالي کوریا وسله وال ځواکونه، یا د کوريا د خلکو پوځ ۱۲۸۰۰۰۰ فعال او ۶۳۰۰۰۰۰۰ احتياط او نيمه پوځي ځواکونه لري. چې په نړۍ کې يوه ستره پوځي اداره جوړوي. د يوه فعال ماموريت اردو په لرلو سره چی ۵٪ نفوس جوړوي د کوريا د خلکو پوځ له چين هند او متحده ايالاتو وروسته په نړۍ کې څلورم لوی فعال پوځي ځواک دی. شاوخوا ۲۰ سلنه نارینه چې عمرونه یې ۱۷ـ۵۴ کالو پورې دي په منظمو وسله والو ځواکونو کې خدمت کوي، او نږدې په هرو ۲۵ اتباعو کې یو یې په لست کې شامل عسکر دی.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
په شمالي کوریا باندې د ملګرو ملتونو بندیزونو د کوریا د خلکو اردو ته د عصري تجهیزاتو پیرود یا پراختیا ستونزمنه کړې ده، چې په پراخه کچه د سړې جګړې د وخت په پخوانیو موادو تکیه کوي. له بلې خوا، په یوه برخه کې د شمالي کوریا د سونګون، یا "پوځي لومړي" پالیسي، او په وسله والو ځواکونو کې د ډير شمير پرسونل له امله د یوه پیاوړي پوځي ځواک په توګه لیدل کیږي.[۱۶][۱۷]
د کوریا د خلکو پوځ په پنځو څانګو ویشل شوی دی: ځمکنی ځواک، سمندری ځواک، هوایی ځواک، د ځانګړو عملیاتو ځواک، او د راکټ ځواک. د کوریا د خلکو د پوځ فرماندهي د کوریا د کارګرانو د ګوند دپوځ مرکزي کمېسيون او د دولت د چارو خپلواک کمیسیون کې موقعیت لري، چې د خلکو د وسله والو ځواکونو وزارت کنټرولوي.[۱۸]
د کوريا د خلکو د پوځ په ټولو څانګو کې، ځمکنۍ ځواک تر ټولو لوی ځواک دی، چې شاوخوا يو ميليون پرسونل لري چې په ۸۰ پياده لوا، ۳۰ توپخانې لوا، ۲۵ ځانګړي جنګي لوا، ۲۰ ميخانيکي لوا، ۱۰ ټانک لوا او په ۷ ټانک کنډکونو وېشل شوي دي. دا په ۳،۷۰۰ ټانکونو، ۲۱۰۰ زغره والو پرسونل او د پياده جنګي وسایطو، ۱۷،۹۰۰ توپخانې، ۱۱۰۰۰ د الوتکې ضد ټوپک او شاوخوا ۱۰،۰۰۰ مين پیدونه او د ټانک ضد توغنديو باندې سمبال دي. اټکل کیږي چې هوایي ځواک (د ۵۴۵ - ۸۱۰ ترمنځ د جنګي مبارزينو سره)، شاوخوا ۱،۶۰۰ الوتکې لري. پداسې حال کې چې سمندري ځواک يې په نړۍ کې تر ټولو لويی تحت السمندري بيړۍ په شمول نږدې ۸۰۰ بېړۍ چلوي. د کوریا د خلکو د پوځ د ځانګړو عملیاتو ځواک هم د نړۍ تر ټولو لوی ځانګړی ځواک دی.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
شمالي کوریا یو اټومي وسله لرونکی دولت دی، که څه هم د دې وسلو ډول او ځواک ناڅرګند دی. د ۲۰۱۸ ز کال په جنورۍ کې، د هايدروجن د بمونو په شمول د شمالي کوریا د اټومي وسلو اټکل د ۱۵ او ۶۰ بمونو ترمنځ و، د راکټ ځواک له خوا د سپارلو وړتیاوې چمتو شوي دي، کوم چې شاوخوا ۱۰۰۰ بالستیک توغندي لري، چې تر ۱۱۹۰۰ کیلومترو (۷۴۰۰ میل) پورې واټن لري.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
شمالي کوريا د ۲۰۰۴ ز کال د سویلي کوریا د ارزونې له مخې، د کیمیاوي وسلو زیرمه هم لري. چې د ۲،۵۰۰-۵۰۰۰ ټنو ترمنځ اټکل کیږي. د اعصابو، ټوخی، وینی، او التهاب کولو ایجنټان،د بیولوژیکي وسلو په شمول د انتراکس او د ټوخي کولريا د تولید توان لري. شمالي کوریا د خپلو اټومي او توغندیو ازموینو په پایله کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۶۹۵ ز کال پریکړې له مخې د ۲۰۰۶ ز کال د جولای، ۱۷۱۸ ز کال د اکتوبر، ۲۰۰۶ ز کال، د ۱۸۷۴ ز کال د جون، ۲۰۰۹ ز کال، د ۲۰۸۷ ز کال د جنورۍ، د ۲۰۱۳ ز کال او د ۲۰۱۷ ز کال په ډسمبر کې ۲۳۹۷ بندیزونه ولګول.[۳۰][۳۱][۳۲]
د نورو دولتونو لهخوا په شمالي کوریا د وسلو پلورل د ملګرو ملتونو د بندیزونو له خوا منع شوي دي، او د کوریا د خلکو د اردو دودیزه وړتیاوې د ناکاره تجهیزات، د تیلو ناکافي اکمالات، د ډیجیټل کمانډ او کنټرول شتمنیو کمښت په شمول د یو شمیر فکتورونو له مخې محدود دي. د کوريا د خلکو د پوځ له خوا د دغو نیمګړتیاوو د جبرانولو لپاره، د پرسونل ضد ړندو لیزرونو، جي پي ایس جیمرونو، د اوبتلونو او د انسان تورپیډو، سټیلټ پینټ، او سایبر وارفیر واحدونو په شمول د غیر متناسب جنګي ټیکنالوژۍ پراخه لړۍ ځای په ځای کړې ده. په ۲۰۱۵ ز کال کې، شمالي کوریا راپور ورکړی و چې د چین څخه بهر د سایبر وارفیر واحد کې ۶۰۰۰ پرمختللي کمپیوټري امنیتي پرسونل ګماري. د کوریا د خلکو اردو واحدونه په ۲۰۱۴ ز کال کې د سوني عکسونو د هک کولو لپاره تورن شوي دي. او ادعا یې کړې چې د سویلي کوریا پوځي سپوږمکۍ یې بندې کړي دي.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
ډیری تجهیزات چې د کوریا د خلکو اردو لخوا کارول کیږي د کورني دفاعي صنعت لخوا ډيزاين او تولید شوې دي. په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۸۰۰ وسلې د ځمکې لاندې د دفاعي صنعت په فابریکو کې تولیدیږي. چې ډیری یې په چګنګ ولایت کې موقعیت لري. دفاعي صنعت د دې وړتیا لري چې د مستقلې او د کنټرول لاندې وسلې، توپخانې، زغره وال وسایط، ټانکونه، توغندي، چورلکې، سب میرینونه، د ځمکې لاندې کولو او نفوذي الوتکې او یاک ۱۸ روزونکي تولید کړي، تر دی چې د جیټ الوتکو د تولید محدود ظرفیت لري. د شمالي کوریا د دولتي رسنیو په وینا، په ۲۰۱۰ ز کال کې پوځي لګښتونه د دولتي بودیجې ۱۵،۸ سلنه وو. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اټکل کړی چې، د شمالي کوریا نظامي لګښتونه د ۲۰۰۴ ز کال څخه تر ۲۰۱۴ ز کال پورې خپل ناخالص کورني محصول ۲۳٪ په اوسط ډول مصرف کړی دی چې په نړۍ کې ترټولو لوړه کچه ده. شمالي کوریا د ۲۰۲۱ ز کال د اکټوبر په ۱۹ نېټه په بریالیتوب سره د اوبتل په واسطه یو نوی ډول بالستیک توغندی ازمویلی دی. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]
شمالي کوریا د توغندیو سیسټمونو پراختیا لپاره د متحده ایالاتو تر بندیزونو لاندې ده، که څه هم له ۲۰۱۹ ز کال راهیسې ، د شمالي کوریا سویل ختیځ ساحل ته نږدې د السوم ټاپوګانو ("السوم" معنا "د هیڅ سړي ځمکه") په نښه کولو له ۲۵ څخه ډېرې ازموینې شوې. [۴۶]
بریښنا
• د شمالي کوريا په ټوله خاوره ددې هېواد د دولت له لوري برېښنا د شپې په ۱۱ بجې قطع کېږي ،د شپې لخوا يې هېواد ټول تياره وي ، ( د ځينو دولتي او نظامي ځايونو ماسوا) او سهار بيرته په ۶ بجې برېښنا راځي ؛ د سترو لاسپيکرونو له لارې چې هر ځای نصب شوي دي، خلک راپاڅول کېږي.
پولي
• دا هېواد چې خپلې پولې په ډېر دقيق ډول کنترول کوي، دولت یې په اساني سره څوک باندنی وګړی نه ورپرېږدي او نه هم په اسانه خپل وګړي ته اجازه ورکوي چې بهرني هېواد ته سفر وکړي.
• هغه کم کسان چې شمالي کوريا ورته د ورتګ اجازه ورکړې ده د خپل سفر د خاطرو په لړ کې وايي ، کله چې شمالي کوريا ته ورسېدې ، نو مجبور يې چې موبايل دې بند کړې ځکه چې نه پکې رومينګ شبکه کار کوي او نه هم ددې هېواد يوازينی دولتي مخابراتي شرکت بهر ته د زنګ وهلو اسانتيا لري.
==انټرنټ کارونه==
• تاسې به هېڅوک هم په موبايل کې د خبرو کولو او يا هم انټرنيټ کارولو پر وخت ونه وينئ، ځکه په دې هېواد کې يوازې اويوازې لوړ رتبه دولتي چارواکي ، د هغوی کورنۍ او ماشومان، د دولتي ميډيا ژورناليستان او هېکران چې شمېر يې تر يوولس سوه زيات نه دی د انټرنيټ اسانتيا لري ، نور نه پکې انټرنيټ شته اونه هم څوک انټرنيټ پېژني. لپ ټاپ ، اې پېډ او سمارټ فون درلودل خو پکې بېخي لرې خبره ده.
ولسمشر ته درناوی
• ددې هېواد هېڅ وګړی نشي کولای چې د خپل رهبر کېم جونګ اون، د هغه د پلار کېم جونګ اېل او د نېکه یې کېم جونګ سونګ نوم پرځان کېږدي.
امنیتی اندیښني
• کله مو بخت کار وکړ او شمالي کوريا دولت خپل هېواد ته د ننوتلو اجازه درکړه، تاسې ته يو لارښود او يو موټر چلوونکی چې ددې هېواد د امنيت کسان دي، ځانګړی کېږي، او تر هغو به له تاسې سره وي چې بیرته یې په پوله نه وئ را اړولي. تاسې نه شئ کولای د لارښود له خبراوي ماسوا له هوټل څخه راووځئ. تاسې هره ورځ يوازې دوه تر دريو د سيل ځايونه ليدلی شئ ، چې په زياتره ځايونو کې یې عکس اخيستل ممنوع دي.
==رسنۍ==
• په هوټل کې (چې د بهرنيانو لپاره وي)يوازې بي بي سي، د چين څو تلويزيوني شبکې او د روسيې (اين ټي وي) کتلی شئ.
==ترانسپورټ==
• د عام ولس لپاره یې په ډېر کمه اندازه د موټرو او موټر سايکلو لپاره ډيزل او پترول پيدا کېږي، نو ځکه پکې ډېر کارونه له انساني ځواک څخه په کار اخيستلو تر سره کېږي.
==ساحلونه==
• د شمالي کوريا په ساحلونو باندې برېښنا لرونکی اغزن سیم راګرځول شوی دی چې پر امنيت سربېره یې وګړي د لامبو وهلو جرائت ونه کړي او تاسې د داسې ځايونو څخه د عکس اخيستلو اجازه هم نه لرئ.
==عسکری==
• د نفوس ۱۰ سلنه خلک یې په پوځ کې خدمت کوي هر يو اوسېدونکی یې د عادت له مخې ځان د جنرال په لقب سره یادوي دا ځکه چې کله ،کله پکې عسکري اجباري خدمت تر ۱۰ کلونو هم اوړي.
==له سویلي کوریا سره پوله==
• له سويلي کوريا سره په پوله یې د پُل پر سر د دښمن د حملې او يرغل لپاره داسې سترې ،سترې ډبرې تيارې اماده ايښي دي چې لارې ته په راغورځولو سره به د دښمن د ټانکونو مخه پرې ونيسي.
• د شمالي کوريا هر وګړی مجبور دی د هېواد د اوسني رهبر کېم جونګ اون د نېکه (کيم جونګ سونګ) نښه پر خپله سينه ښکاره وټومبي، او سرغړونه ترې قانوني جرم دی، يوازې کوچني ماشومان او هغه خدمتګاران چې په خپلو اصلي جامو نورې جامې اغوندي ترې مستثنی دی. خو بهرنی وګړی نشي کولای دا نښان وپېري.
• تاسې نشئ کولای په شمالي کوريا کې ازادنه وګرځئ، هر ځای چيک پوسټونه، پراته دي، ستاسې د موټر پر سر به ځانګړې نښه وي چې ددې ښکارندوي کوي چې تاسې بهرنیان يئ.
• په ښارونو او سړکونو يې چې ډېر پاک او سوتره ساتل کېږي کم خلک او موټر ليدل کېږي، خلک يې پياده ،او په بايسکلونو ګرځي، ځينې ځينې وخت له ملي بسونو څخه هم کار اخلي.
• پر لارو باندې ټرافيکي برېښنايي نښې نه لري ، کار ټول د ټرافيک پر غاړه دی.
• د شمالي کوريا زياتره خلک په لاره د تګ پر مهال لاسونه شاته قات کوي؛ ډېر کم خلک یې روښانه رنګ لرونکي جامې اغوندي.
• ټول باندني وګړي د نندارې او سيل لپاره د دوی اصلي پارک ته بيول کېږي، چې خپل خلک یې هلته د ورتللو اجازه نه لري.
د کور بدلول
• د شمالي کوريا هر وګړی چې په کوم ولايت کې اوسي د ژوند تر پايه باید هلته ګوزاره وکړي، د خپل اوسېدنې له سيمې څخه بلې سيمې ته د تګ حق نه لري خو که یې په خپل هېواد کې بلې سيمې ته د تګ لپاره زړه وشو، بايد حکومتي اجازه ولري ، له هغه ماسوا قانوني مجازات کېږي.
• د شمالي کوريا اوسېدونکي اړ دي چې هر سهار د ورځني کار له پيل مخکې ددې هېواد د ستر لارښود کيم جونګ سونګ اود هغه د زوی کيم جونګ اېل مجسمو ته د درناوي مراتب وړاندې او خپل سرونه ټيټ کړي. او دوی بايد هر سهار په خپلو رسمي جامو کې له کوره راووځي ، په خپلو سينو بايد د پورته دواړو يادو شويو رهبرانو ډيزاين شوي نښې چپ طرف ته د زړه په خوا کې راځوړندې کړي.خو يوازې دا هم نه ده، کار ته بايد له ټاکلي وخت لس دقيقې مخکې ورسېږئ، او په هغه سرلين کې برخه واخلئ ،چې ۵ دقيقې پکې جذباتي ويناوې اورول کېږي، له وينا اورېدو وروسته بايد ۵ دقيقې د شمالي کوريا د دښمنانو پر ضد شعار ورکړئ. له هغه بعد مو ورځنی کار پیل کولای شئ.
• د شمالي کوريا په پلازمېنه پيونګ يانګ کې هر دوه ساعته وروسته د سترو سترو لاسپيکرونو په واسطه چې ډېر قوي او هر ځای ځای پر ځای شوي دي، د نظامي مارش چيغې (ارام سئ !او تيارسئ!) اورېدل کېږي، تر څو د هېواد د پوځي جنرالانو د ځواک او دبدبې زور په خلکو کې تل پاتې وي.
• هېڅ کورنۍ پکې د خوب ليدلو حق نه لري، د مثال په ډول که چېرته يو مور او پلار د شپې لخوا کوم خوب وويني او سهار یې يو بل ته ووايي، د دوی زوی يا لور اړه ده چې د مور او پلار په ليدلي خوب سربېره خپل خوب هم هغه کس ته ووايې چې د دوی په ښوونځي کې د امنيت لخوا ګومارل شوی دی.
• په شمالي کوريا کې هېڅ خصوصي رسنۍ نش
نور ولولی
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ https://books.google.com/books?id=LccRAwAAQBAJ&pg=PA642
- ↑ "DPRK Socialist Constitution". www.naenara.com.kp.
- ↑ Spoorenberg, Thomas; Schwekendiek, Daniel (2012). "Demographic Changes in North Korea: 1993–2008". Population and Development Review. 38 (1): 133–158. doi:10.1111/j.1728-4457.2012.00475.x.
- ↑ Amnesty International (2007). "Our Issues, North Korea". Human Rights Concerns. خوندي شوی له the original on 29 March 2007. بياځلي په 1 August 2007.
- ↑ "Report of the Commission of Inquiry on Human Rights in the Democratic People's Republic of Korea, Chapter VII. Conclusions and recommendations", United Nations Office of the High Commissioner for Human Rights, p. 346, 17 February 2014, خوندي شوی له اصلي څخه په 27 February 2014, بياځلي په 1 November 2014
- ↑ Kay Seok (15 May 2007). "Grotesque indifference". Human Rights Watch. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 September 2007. بياځلي په 1 August 2007.
- ↑ "Human Rights in North Korea". hrw.org. Human Rights Watch. 17 February 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 April 2011. بياځلي په 13 December 2010.
- ↑ "North Korea defends human rights record in report to UN". BBC News. 8 October 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 November 2014. بياځلي په 8 October 2014.
- ↑ Taylor, Adam (22 April 2014). "North Korea slams U.N. human rights report because it was led by gay man". The Washington Post. بياځلي په 23 April 2014.
- ↑ "KCNA Commentary Slams Artifice by Political Swindlers". kcna.co.jp. the Korean Central News Agency (KCNA). 22 April 2014. خوندي شوی له the original on 29 July 2014. بياځلي په 17 August 2015.
- ↑ Bureau of East Asian and Pacific Affairs (April 2007). "Background Note: North Korea". United States Department of State. بياځلي په 1 August 2007.
- ↑ "The State of the North Korean Military". Carnegie Endowment for International Peace. 2020.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Armed forces: Armied to the hilt". The Economist. 19 July 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 July 2011. بياځلي په 28 July 2011.
- ↑ "Army personnel (per capita) by country". NationMaster. 2007. خوندي شوی له the original on 17 February 2007. بياځلي په 1 August 2007.
- ↑ "Force Index | National Rankings by Military Strength". militarywatchmagazine.com. بياځلي په 28 July 2020.
- ↑ "2021 Military Strength Ranking". بياځلي په 8 August 2021.
- ↑ Country Study 2009، م. 239.
- ↑ "Worls militaries: K". soldiering.ru. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 October 2014. بياځلي په 23 May 2014.
- ↑ "The State of the North Korean Military". Carnegie Endowment for International Peace. 2020.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Country Profile 2007، م. 19 – Major Military Equipment.
- ↑ Country Study 2009، مم. 288–293.
- ↑ Country Study 2009، م. 248.
- ↑ Country Study 2009، م. 247.
- ↑ "Armed forces: Armied to the hilt". The Economist. 19 July 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 July 2011. بياځلي په 28 July 2011.
- ↑ Anthony H. Cordesman (2011). The Korean Military Balance (PDF). Center for Strategic & International Studies. p. 156. ISBN 978-0-89206-632-2. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 11 October 2011. بياځلي په 28 July 2011.
The DPRK has implosion fission weapons.
- ↑ Deirdre Hipwell (24 April 2009). "North Korea is fully fledged nuclear power, experts agree". The Times. London. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 May 2010. بياځلي په 25 April 2009.
- ↑ Albert, Eleanor (3 January 2018). "North Korea's Military Capabilities". Council on Foreign Relations.
- ↑ Ryall, Julian (9 August 2017). "How far can North Korean missiles travel? Everything you need to know". The Telegraph. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 January 2022. بياځلي په 9 August 2017.
- ↑ Country Study 2009، م. 260.
- ↑ "New Threat from N. Korea's 'Asymmetrical' Warfare". English.chosun.com. The Chosun Ilbo (English Edition). 29 April 2010. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 December 2010. بياځلي په 13 December 2010.
- ↑ "UN Documents for DPRK (North Korea): Security Council Resolutions [View All Security Council Resolutions]". securitycouncilreport.org. بياځلي په 2 October 2015.
- ↑ "North Korea's military aging but sizable". CNN. 25 November 2010. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 September 2014. بياځلي په 23 May 2014.
- ↑ "N.Korea Developing High-Powered GPS Jammer". The Chosun Ilbo. 7 September 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 September 2012. بياځلي په 8 September 2012.
- ↑ "North Korea Appears Capable of Jamming GPS Receivers". globalsecurity.org. 7 October 2010. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 July 2014. بياځلي په 23 May 2014.
- ↑ "North Korea's Human Torpedoes". DailyNK. 6 May 2010. خوندي شوی له اصلي څخه په 30 August 2014. بياځلي په 23 May 2014.
- ↑ "North Korea 'develops stealth paint to camouflage fighter jets'". The Daily Telegraph. 23 August 2010. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 September 2014. بياځلي په 23 May 2014.
- ↑ "N.Korea Boosting Cyber Warfare Capabilities". The Chosun Ilbo. 5 November 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 December 2013. بياځلي په 23 May 2014.
- ↑ Kwek, Dave Lee and Nick (29 May 2015). "North Korean hackers 'could kill'". BBC News.
- ↑ "Satellite in Alleged NK Jamming Attack". Daily NK. 15 November 2012. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 October 2014. بياځلي په 12 December 2012.
- ↑ "Defense". Federation of American Scientists. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 June 2013. بياځلي په 11 October 2013.
- ↑ "North Korea Confirms Test of New Type of Submarine-Launched Ballistic Missile – October 20, 2021". Daily News Brief (in American English). 20 October 2021. بياځلي په 20 October 2021.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "N. Korea ranks No. 1 for military spending relative to GDP: State Department report". Yonhap. 23 December 2016.
- ↑ "Report on Implementation of 2009 Budget and 2010 Budget". Korean Central News Agency. 9 April 2010. خوندي شوی له the original on 29 April 2011.
- ↑ Country Study 2009، م. 272.
- ↑ Lee, Jeong-ho (6 February 2022). "Kim Jong Un Keeps Aiming His Missiles at This 'Most Hated Rock'". Bloomberg. بياځلي په 8 February 2022.
- Pages using the JsonConfig extension
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P41
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P94
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- د P625 کاروونکي مخونه
- د جغرافیې اړوند توکي د ويکي ډېټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2046
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P36
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P37
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P122
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P571
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P3000
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1622
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P297
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P474
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- کوريا
- شمالي کوريا
- جغرافيه ويکي ډېټا
- CS1 errors: empty citation
- CS1 errors: unsupported parameter
- CS1 errors: archive-url
- CS1 American English-language sources (en-us)
- نخشه لرونکي مخونه