شايفنكم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شايفينكوم
شايفنكم
د بنسټ کال۲۰۰۵
قاهره, مصر
سياسي اندونهإداري فساد,
وېبپاڼه

[۱]

شایفنکم (Shayfeencom) یا ( زه دي وینم) یو غیر سیاسي او بې پلوه خوځښت دی چې په مصر کې د سیاسي اصلاحاتو ، ډیموکراتیکو بنسټونو د ټینگولو او د ډیموکراسۍ پر اساساتو د ولسي خلکو د پوهې د کچې د لوړولو لپاره کار کوي.

په مصر کې دا خوځښت اول وار په ۲۰۰۵ (میلادي) کال کې د دریو تنو ځوانو مصري ښځو (د ټلویزیون د یوې پيژندل شوې خبریالې، د پوهنتون د یوې استادې او د مارکیټنگ د یوې ماهرې) په ابتکار پيل شو ی وو . شایفینکم (Shayfeencom) یو پیژندل شوی تحریک دی چې د مصریانو د گډون له مخې دې هیواد د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو د شفافیت ، مشروعیت او خپلواکۍ څارنه کوي.

د شایفینکم (Shayfeencom) اساسۍ موخه دا ده چې د ولسي مصریانو په مرسته د دې هیواد په حکومتي او نا حکومتي ادارو کې د اداري فساد په وړاندې مبارزه وکړي، عامه ذهنیت وروزل شي او په ریښتیني ډول د ډیموکراسۍ په اساساتو وپوهیږي.

شایفینکم (Shayfeencom) په ۲۰۱۰ (میلادي) کال کې تر ولسي پاڅون وروسته د لومړیو ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو څارنه وکړه . د فعالیت په لمړۍ میاشت کې لږترلږه پينځه زره مصریان په خپله خوښه له دې خوځښت سره د همکارۍ لپاره مخکې شول . ډیرو کسانو د انټرنټ له لارې (Online) د ټاکنو د بهیر دڅارنې ، د درغلیو او د رایې ورکولو په مرکزونو کې د وروستیو پرمختگونو څخه د خلکو د خبرولو هڅې پیل کړې. په ټول مصر کې د ټاکنو پر مهال د شایفینکم زرو تنو رضا کارانو د معلوماتو د راغونډولو لپاره په انتخاباتي مرکزونو کې حضور درلود . اوسمهال لس تنه د دې نا حکومتي او خپلواک خوځښت د رهبرۍ په ډله (بنسټ ايښوودونکو ) کې شامل دي او زرهاوو تنه د رضاکارانو په توگه کار ورسره کوي. شایفینکم (Shayfeencom) ټینگار کوي چې دا غیر سیاسي ، ناحکومتي او خپلواک خوځښت دی چې تر شا یې هیڅ ډول سیاسي یا اقتصادي نظریه نشته . شایفینکم (Shayfeencom) د خپلو فعالیتونو لپاره مالي مرستې د ولسي مصریانو څخه ترلاسه کوي.

شایفینکم (Shayfeencom) دری بنسټیزې موخې لري . لومړی : د ټولو دولتي او شخصي ادارو څخه د خلکو د څارنې په مرسته د اداري فساد ورکول. دوهم : د بې پلوه معلوماتو د خپرولو په مرسته خلکو ته له اداري فساد سره د مبارزې د لارو چارو ښوودل. دریم: په ټاکنیزو او قضايي چارو کې د اصلاحاتو راوستل . شیفینکم خپلو دریو بنسټیزو اهدافو ته د رسیدلو لپاره په لاندې مسلو باندې کار کړی دی :

  • په حکومت کې اداري فساد
  • د پولیسو په لیکو کې اداري فساد
  • په قضايي سیسټم کې اداري فساد
  • په سترو سازمانونو کې اداري فساد
  • په ټاکنو کې درغلۍ
  • د یو شمیر قدرتمندوانو لخوا د عامه شتمنیو غل

لارې چارې[سمول]

رپوټ ورکول[سمول]

شایفینکم د ټولنیزو رسینیو د بیلا بیلوډولونو څخه کار اخلي او د بیړنیو اړیکو د ټینگولو لپاره د ځانگړې برخه یې هم فعاله کړې ده چې په مټ یې د مصر له هر گوټ څخه د اداري فساد په اړه دخلکو معلومات را غونډوي. دا معلومات تر دقیق چاڼ وروسته په رپوټونه بدلیږي او ځانگړو ادارو ته چې د ادارې فساد ادعا ورباندې شوې ده استول کیږي. که چیرې دا ادارې پر وخت ځواب ونه وايي شایفینکم رسنیو ته د هغوي د خپرولو اجازه ورکوي، پر ضد یې لاریونونه تنظیموي او حتي د اړتیا په وخت کې د پټې خولې اعتراضي مظاهرې کوي.

Social Media[سمول]

  • Awareness Campaigns
  • Advocacy Evaluation
  • Non Violent Protests
  • Demonstrations
  • Sit-Ins
  • Occupations
  • Online Activism

مستند فلم جوړول[سمول]

شایفینکم په ۲۰۰۷ (میلادي) کال کې د مستندو فلمونو جوړونکې جهان نجم او شریف الکاتشا د شایفین ډاټ کام فلم خپور کړ . دا مستند فلم د ولې ډیموکراسي د پروژې یوه برخه وه .

غړي[سمول]

  • أبيه بنهاوي
  • أحمد حافظ
  • شريف التابعي
  • داليا سامي
  • إنجي الحداد
  • هبة هلال
  • ليلى أميري
  • محمد يحى
  • بثينة كامل
  • مصطفى حجازي
  • نعمت خليل
  • راجيا عمران
  • شيرين التوني
  • صابرين أبو سبعة
  • محمد عبد العزيز
  • أحمد رفاعي
  • أكمل قرطام

هیره دي نه شي چې شایفنکم زرهاوو رضاکار غړي لري چې د ورته موخې لپاره مبارزه کوي خو د دې کسانو د شخصي معلوماتو او له سیاسي څارنې د هغوي د خوندیتوب په خاطر د دې یې دقیق شمیر او د هغوي نومونه نه شي په ډاکه کیدلای .

تاریخ[سمول]

د عربو تر پسرلي مخکې[سمول]

د شایفینکم کار د جمهور ریس محمد حسنی مبارک تر دې اعلان وروسته پيل شو چې تر لږترلږ څلرویشت کلونو حکومت وروسته به د ولسمشرۍ لپاره د جمهور ریس بیا کاندیدۍ ته اجازه ورکړي. د دې اعلان په وړاندې د مصر په بیلا بیلو برخوکې مصریانو لاریونونه وکړل او دا یې له شرمه ډک کار وباله . د مصریانو د دې اعتراض په ځواب کې د مبارک رژیم په تشدد لاس پورې کړ، د خلکو پر اعتراضونو یې بندیز ولگاوه .

هغه مهال د شایفینکم درې واړو بنسټ ایښوودونکو بثينة كامل ،غادة شهبندر اوإنجي حداد پریکړه وکړه چې د داسې بې عدالتۍ په وړاندې پټه خوله نه شي پاتې کیدلای او د دې خوځښت بسنټ یې کیښود . دوی د ۲۰۰۵ کال د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال خپلو پلویانو او کارکونکو ته د فلم اخیستلو لپاره ویډیويي کمرې ورکړې او هغوی یې د ټاکنو د څارنې لپاره بیلا بیلو ټاکنیزو مرکزونو ته واستول . دې کسانو په ټاکنیزو مرکزونو کې د انتخاباتو په پروسه کې د درغلیو په اړه ویډیويي فلمونه واخیستل او د خپلو سترگو لیدلی حال یې په کې څرگند کړ . د ټاکنو په لومړي بهیر کې د اخوان المسلمین ډلې پلویانو ښه ونډه واخیسته او په دوهم دور کې د مصر امنیتي ځو اکونو د راییو مرکزونو ته د خلکو د ورتگ د مخنیوی هڅې پيل کړې. په دریم دور کې د رایې ورکونکو غصه او مایوسي دې حد ته ورسیده چې خلک لارو سرکونو ته ووتل . د پولیسو اوخلکو ترمنځ سختې نښتې هم وشوې. سره له دې چې په ټاکنو کې د رایې ورکونکو شمیر په خواشینونکي ډول لږ (دیرش فیصده) وو د شایفینکم (Shayfeencom) مشران د دوو قاضیانو له دې پریکړې خوشحاله شول چې د دوی د ملگرو له خوا د انتخاباتو په بهیر کې د درغلیو د اتلسو ثبت شویو پيښو په اړه څيړنه وکړي. قاضیانو د درغلیو شواهد تر لاسه کړل او خلکو ته څرگنده شوه چې قاضیان په دې اړه څومره اغیزناک کار کولای شي. تر دې پيښې وروسته شایفینکم (Shayfeencom) د خپلواک او ازاد قضايي سیسټم د رامنځ ته کیدو لپاره مبارزه پيل کړه . سره له دې چې په مصر کې تر ۵ د زیاتو کسانو پر را غونډیدلو او سیاسي بحثونو بندیز لگیدلی وو د مصر د قاضیانو د ټولنې په وړاندې گڼ شمیر خلک را غونډ شول او خپل ملاتړ یې څرگند کړ . هغه مهال د محمود حمزه محمود حمزة په گډون گڼ شمیر قاضیان او د هغوي ملاتړ کونکي ونیول شول، وټکول او ووهل شول . هغه مهال د شایفینکم (Shayfeencom) دریو بنسټ ایښودونکو پریکړه وکړه چې یو لنډ مستند فلم جوړ کړي چې د BBC له خوا خپور شو . دوی همدا راز د ټولو انټرنټي امکاناتو او راډیو گانو له لارې خلک د ۲۰۰۶ (میلادي) کال د (May) د میاشتې د پينځه ویشتمې د اعتراض ملاتړ ته را وبلل چې په مصر کې د ازادې قضايه قوې د رامنځ ته کیدو لپاره تر سره کیدونکی وو . په مصر کې د یو شمیر قاضیانو له خوا تر دې پيل شوی مارش وروسته زرهاوو ولسي مصریان ونیول شول او تر میاشتو په توقیف ځایونو کې پاتې شول . شایفینکم (Shayfeencom) د مالي ستونزو سربیره او سره له دې چې خپلو لومړیو اهدافو ته د لاس ته راوړ په برخه کې له ستونزو سره مخامخ وو خپل کار ته دوام ورکړ . تر دې وروسته د دریو بسنټ ايښودونکو له ډلې څخه إنجي الحداد د امریکا د پخواني ولسمشر جورج واکر بوش په گډون د نړۍ له یو شمیر مشرانو سره وکتل او د ملگرو ملتونو په سازمان U.Nکې یې په مصر کې د سیاسي ازادۍ پر نشتوالي خبرې وکړې.

د ۲۰۰۷ (میلادي) کال په پسرلي کې شایفینکم (Shayfeencom) په مصر کې د بیړنیو حالاتو په قانون (حاکم قانون) کې په څلور دیرش مواردو کې د تعدیل او اصلاح لپاره کمپاین پيل کړ.

د عربو تر پسرلي وورسته[سمول]

په مصر کې د ۲۰۱۱ (میلادي) کال تر ولسي پاڅون وروسته د شایفینکم (Shayfeencom) خوڅښت یو وار بیا په جوش کې فعالیت پيل کړ او د کار لارې چارې یې په بې سارې ډول بدلې کړې. دې خوځښت د لومړي ځل لپاره په مصر کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ځان تیار کړ ، زرهاوو رضاکاران یې را غونډ کړل تر څو د مصر په ټولو ۲۷ ولایتونو کې د ټاکنو د بهیر څارنه وکړي. شایفینکم (Shayfeencom) دا وار د ټاکنو په مرکزونو کې د خپلو استازو لپاره یوه میاشت کې منظم روزنیز پروگرامونه پيل کړل. دې کسانو ته د YouTube او مخامخ سیمینارونو په ترځ کې زده کړه ورکړ شوه چې په څه ډول د درغلیو په اړه ترلاسه کړي معلومات خپاره کړي. د مصر د ټولنې دې فعالو غړو د خپله دنده وگڼله چې د ټاکنو د بهیر څارنه وکړي او که چیرې له کومې درغلۍ سره مخامخ کیږي د بیړنیو حالاتو لپاره د ځانگړو اړیکو د شمیرې Hotline په مرسته ، پر فیس بوک، ټویټر او د ایمیل له لارې یې خبر ورکړي. د درغلیو رپوټونه د شایفینکم (Shayfeencom) پر پاڼه د نا تایید شویو معلوماتو په توگه خپریدل او له دې سره سم به رسمي انتخاباتي څارونکو یا تایید کړل او یا هم رد . د مصر د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړیو دوو ورځو کې د درغلیو د تر ۱۰۰۰ زیاتو پيښو خبر ورکړ شو . شایفینکم (Shayfeencom) د څارونکي او د اداري فساد ضد حرکت په توگه خپل کار ته دوام ورکوي.

پورٹ سعید[سمول]

د مصر په Port Said سیمه کې د شایفینکم (Shayfeencom) خپله لمړۍ څانگې په دې ښارگوټي کې د Port Said Stadium Riot څخه وروسته د ۲۰۱۳ کال د اپریل په میاشت کې پرانیستله .

ماخذونه یا سرچینې[سمول]

1. ^ http://www.pbs.org/independentlens/classroom/women/resources/shayfeen_discussion.pdf 2. ^ a b Hassan, Abdalla F. Muslim Woman Seeks Egyptian Presidency New York Times. June 15, 2011. 3. ^ a b c d Giovanna Loccatelli (May 28, 2012). "In Egitto votano anche i morti e al primo turno hanno scelto il candidato islamico". Linkiesta. Retrieved 28 May 2012. 4. ^ Nebila (Sep 26, 2011). "FILM SCREENING Egypt: We are Watching You". femnet. Retrieved 26 September 2011. 5. ^ Hafez, Ahmed (22 Aug 2012). "An Interview with Ahmed Hafez, Co-Founder of Egyptian Movement, Shayfeencom'". Muftah (Washington DC). 6. ^ http://www.youtube.com/watch?v=g9ZcIAh2QRk&feature=player_embedded 7. ^ http://www.youtube.com/watch?v=xMPnSbEwnls&feature=player_embedded#! 8. ^ http://www.youtube.com/watch?v=i_QiIlO-W6Q&feature=player_embedded#! 9. ^ http://www.youtube.com/watch?v=bAK6gdJEw_g&feature=player_embedded بهرنۍ کړۍ (External Links) :

• Twitter account: https://twitter.com/shayfeencom • Facebook Page: http://www.facebook.com/shayfenkom • Website: http://www.shayfeencom.org/ بهرنۍ کړۍ (External Links) : • Shayfeencom's History • Shayfeencom in Referendum • Shayfeencom in PortSaid events