شاهد اپریدی

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
شاهد اپریدی

محمد شاهد خان اپرېدی ( په اوردو ژبه صاحبزادہ محمد شاہد خان آفریدی ) (په انګرېزي ژبه Shahid Afridi) د کرېکټ لوبې يو وتلی لوبغاړی دی.دی د کوهاټ په نوم د خيبر پښتونخوا سيمه کې يوې پښتني کورنۍ کې زېږېدلی ، خو ځان پاکستانی ګڼي. شاهد اپريدي د پاکستان کرېکټ لوبډلې ته ډېرې لاسته راوړنې راوړي .

مخينه

شاهد خان اپريدی چې په اوردو ژبه په افريدي نوم باندې يادېږي په کرېکټ کې يو د ولوليزې ځانتيا لرونکی لوبغاړی دی ، په لوبه کې تل په ولولې سره لوبېږي او د توپ ډنډه په ډېره تېزه سره کاروي .

زده کړې

شاهد خان اپريدي خپلې لومړنۍ زده کړې تر ۹م پورې ترسره کړي نورې لوړې زده کړې نه لري او بيا يې کرېکټ لوبې ته مخه کړې .

لاسته راوړنې

کله چې دی په لومړي ځل د کرېکټ په يوې ورځينۍ نړېوالې لوبې کې ورګډ شو نو يې د سريلانکا سره په لوبه کې په ۳۷ ګېندونو د سلو شمېرې يا منډې جوړې کړي ، چې دا د تر ټولو تېزو منډو ريکارډ دی .