سیاسي تیوري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سیاسي تیوري دوه کلمې دي چې لومړۍ یې د سیاسي کلمه ده چې د مختاړي په توگه د هغه څه معنی ورکوي چې په سیاست پورې اړه لري او دوهمه کلمه تیوري ده چې په سره یو ځای کیدو سره ځانگړی مفهوم افاده کوي. سیاسي کلمه لکه چې په نورو بحثونو کې هم یاد شول د یوناني له (Polis) کلمې څخه اخیستل شوې ‌چې خپله دا کلمه د ښار او هیواد معنی ورکوي او سیاست د پخواني یونان د بیلابیلو برخو تر منځ د تفکر لارې، احساس او تر ټولو مهم دا چې له یو بل سره تړاو ته ویل کیدل. د سیاسي کلمې بشپړ تعریف ځکه ممکن ندی چې بیلابیل ډوله فعالیتونو ته کاریدای شي خو هغه تعریف چې تر یوې کچې نږدې دی داسې شوی چې: سیاست هغه فعالیت ته وايي چې د ټولیزو نیول شوو تصمیمونو د پلي کیدو او منل کیدو له لارې د بیلابیلو پاړکیو تر منځ د توپیرونو د له منځه وړلو لامل شي. فرانسوي فیلسوف اگست کنت (Comte) تیوري داسې مفهومي لینز (conceptual lense) گڼي چې په وسیله یې موږ گڼ ورځني حقایق ډلبندي کولای شو. تیوري له موږ سره مرسته کوي چې د حقیقتونو بیلابیل سطوح وپیژندلای او ډلبندي کړای شو، له تیوري پرته به موږ د حقایقو بیلابیل سطوح ونشو پیژندلای چې کوم څیز مهم دی او کوم ندی یا هم په ټولو کې حتی حقیقت کوم دی.

که څه هم تر اوسه د ښې تیورۍ او تشخیص (theorizing) په اړه کوم قانون او چلند نشته خو د تیورۍ په توگه د یوې نظریې د شتون په اړه فکرونه شته دي. تر ټولو لومړی تیوریک ارزښت صرفه جويي ده؛ په دې مانا چې د نا اړینو او ډیرو تیت پرک جزیاتو مخنیوی وشي او تیوري باید نیغ په نیغه اصلې موضوع ته د رسیدو رسا لاره هواره کړي. د دې تر څنگ څنگ ساده والی هم تعقیبیږي خو یوه مهمه موضوع دا ده چې هڅه کیږي صرفه جويي هغه جزیات قرباني نکړي چې اړين وي. لدې را وروسته تیوریسټان کره والی خپل بل ارزښت ټاکي او د نړۍ په پیژندلو کې د داسې جزیاتو او توضیحاتو له لارې چې د هدف په موندلو کې مرسته کوي مخ پر وړاندې ځي او کله چې دا دواړه یعنې ساده والی او کره والی منځ ته راغی نو ظرافت رامنځته کیږي او تر ننه هم چط د نړۍ بیلابیل اړخونه پلټل کیږي د تیوري گانو د ظریفو تشریحاتو او شننو له امله دي.

معمولاً د طبیعي تیوریو بحث هم مطرح وي چې پکې د څیزونو طبیعت د همدغه کره والي او ساده والي او ظرافت د پلټنو له امله پرې رڼا اچول شوې روښانیږي. د طبیعي او ټولنیز – سیاسي بحث تر منځ یو شمیر توپیرونو ته په پام سره ځینې پوهان وايي ټولنیز سیاسي پوهان باید تر ډیره تاریخي تړاونه او تمایلات وڅیړي او تر ډیره نوو د څیړنو لارو ته پام وکړي. خو سیاسي تیوري په لویدیځ کې له یوې خوا له سیاسي فلسفې او له بلې خوا له سیاسي تفکر څخه راوتلې ده، خو دا باید روښانه وي چې سیاسي تیوري لدې دواړو سره توپیر لري، ځکه له یوې خوا د بیلابیلو سیاسي تفکراتو د تړاو ځواک پکې نشته او له بلې خوا له تاریخي پلوه هم د سیاسي تفکراتو له اخښنې سره سروکار نلري. په سیاسي تیوري کې له یوه ځانگړي نقطه نظر څخه د بیلابیلو موضوعاتو تنظیمول او ورته کړچار برابرول اصل دی ځکه نو هم سیاسي تیوریستان د سیاسي تفکراتو او ټولنیزو حالاتو تر منځ د مسایلو په اوډنه بوخت وي. سیاسي تیوري په دې وروستیو کې اکاډمیکو زده کړو او بحثونو ته د ننه شوې له دې وړاندې سیاسي تیوریسټان یواځې د یوه فعال په توگه مطرح وو.