سکندر خان خټک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سکندر خان خټک (زوکړه ۱۰۶۸ سپوږميز کال - مړینه اټکلي ۱۱۱۶ سپوږميز کال) د پښتو ژبې تکړه شاعر، لیکوال او د ستر شاعر خوشال خان خټک زوی دی.

مخينه

د سکندر خان خټک د زېږېدو کال او نېټه نه ده مالومه، خو پوهانو چې کومې څېړنې کړې له هغو داسې راجوتېږي چې هغه پر ۱۰۶۸ سپوږميز کال زېږېدلی او تر ۱۱۱۶ پورې یې ژوند يقيني دی. سکندر خان خټک هم یو تکړه شاعر او په شعر کې یې د خپل پلار پیروي کړې ده. د شعر بېلگه یې دا ده:

ستا د زلفو مار چیـــــــــچلی نه رغېږي په بستانو په زیـــــــــــارتونو په دم هم
تا چې مخ وته ښکاره کړ لیونی شوي پاس د غرونو په سر گرځي په سم هم

کورنۍ او مدني اکر

د سکندر خان خټک د زامنو له شمېره د انور خان او منور خان په نومونو دوه زامن درلودل چې منور خان يې د (منگل) په نامه هم ياد کړى دی. تر دې مهاله نور داسې مالومات لاس ته نه دي راغلي چې د پښتو ژبې دغه ډېر ښه شاعر به په ټوله کې څو زامن درلودل.


ليکلي او چاپ شوي نښيرونه يې

۱- د سکندر خان خټک دېوان.

۲- مهر شدی دیوان.

۳- د لیلی او مجنون مثنوی.

۴- دلی او شهۍ.

۵- شمايلنامه او پندنامه.


اخځليک

۱- http://hotakonline.com/uploads/Maqalay/Top/New/da.sikandar.khan.khatak.da.zamano.pa.ara.pdf Archived 2020-10-22 at the Wayback Machine.

۲- https://rohi.af/news/35