سکايپ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له سکایپ ډانلوډ کول نه مخ گرځېدلی)
لومړی ځل راوتلاګست 2003 (2003-08)
چليز غونډالد کاريالونو-ورپورې
موندل کېږي پهگڼو ژبو
بڼهد انټرنټ پروټوکول پر مټ غږ،
چټک پيغام لېږل, ويديويي کانفرانس
منښتليکProprietary, ځينې ځانتياوې په پيسو
منښتليکProprietary, ځينې ځانتياوې په پيسو
وېبپاڼهwww.skype.com

سکايپ (په انگرېزي کې: Skype) د کمپيوټر يو سافټوېر يا پروگرام دى، چې کارکوونکي يې کولاى شي له خپل مقابل لوري سره د د غږ او تصوير تماس ونيسي، دغه راز ليکنۍ خبرې اترې يا چټ وکړي. دغه پروگرام په وړيا ډول له انټرنټ څخه ترلاسه کېدى شي.

د دې تر څنگ د دې پروگرام کارکوونکي کولاى شي په خپلو موبايل ټليفونونو کې هم دغه پروگرام وکاروي. په ځينو هېوادونو کې د دې پروگرام پر کارولو بنديز لگول شوى دى.

په ٢٠١٠ز کال کې سکايپ ٦٦٣ مليونه راجسټر شوي کاروونکي درلودل. د سکايت پر مرکزي دفتر په لوکزامبورک کې دى.

د ٢٠١١ز کال د مې په ١٠مه مايکروسافټ کمپنۍ ومنله چې د سکايپ مخابراتي خدمات به په ٨.٥ مليارده ډالره رانيسي. تر دې وروسته به د مايکروسافټ د يوې څانگې په توگه فعاليت لري. تاسو کولی شئ ترې ګټه واخلئ ، د ډانلوډ کولو لپاره لاندې لینک کلیک کړئ

https://play.google.com/store/apps/details?id=com.skype.insiders