سړې هوا ته دميوه جاتو اړتیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

راټولوونکی عبدالله امینیار غزنوي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی باغدارۍ څانګه

دميوه جاتوطبقه بندي[سمول]

طبقه بندي دنباتاتو دپيژندلو اسانه لاره ده ترڅو د نبات يو ډول دبل ډول څخه د ځينو ځانکړتياو د لرلو په اساس وپيژندل شي چې د نوموړو ځانکړتياوو په لرلو سره نباتات يو دبل څخه جلا کېږي.

دظاهري خواصو په اساس باندي دميوه جاتو طبقه بندي[سمول]

د ظاهري خواصو په اساس ميوه جات په دري ګروپونو ويشل شوي دي: ١ – ساده ميوې ( Simple Fruits ) ٢ – مجتمع ميوې ( Aggregate Fruits ) ٣ – څو ګوني ميوې ( ( Multiple Fruits ١ – ساده ميوې (Simple Fruits ):ساده ميوې هغه دي چه د يوه تخمدان څخه رامينځ ته شوې يعني ګل د يو تخمدان لرونکې وې لکه زردالو ، شفتالو ، بادام ، نارنج ، مڼه او داسي نوري . ساده ميوې په خپل وار په دوه برخو وېشل کېږي : الف : Berry Fruits ب : Dry Fruits الف : Berry Fruits :هغه ميوې دي چه د هغوې خارجي ، منځني او داخلي برخي نرمي او د خوړلو وړ وې ، لکه مڼه ، ناک ، بهي او نور . ب : Dry Fruit دا هغه ميوې دي چه بهرني برخه يي سخته و ي او د خوړلو وړ نوې چه دا هم بيا په دوه ډوله دي : الف : چاوديدونکې ( ( Dehiscent ب : نه چاوديدونکې ( ( Indehiscent ٢ – مجتمع ( ( Aggregate ميوې :دا هغه ميوې دي چه د يو ګل څخه رامنځ ته کېږي او څو تخمدانونه ولري لکه د ځمکې توتان ، او اناناس .

٣ – څو ګوني ميوې ( Multiple Fruits ) :دا هغه ميوې دي چه څو تخمدانونه سره ډير نژدي واقع شوې وې او يوه ميوه يي تشکېل کړي وې يا په بل عبارت : د يوې ګلي څانګي د پاسه د څو ګلانو د نژدي کېدو يا يو ځاي کېدو له کبله چه هر يو يي خاص تخمدان تشکېل کړي او د يوې ميوې په شکل ښکاره شي لکه انځر ، توت او نور...(م۲.ص۱۷)(م۵.ص۱۰،۱۱)

دپخوالي له پلوه[سمول]

۱ـ Climacteric Fruits : هغه ميوې دي چې دپخوالي دمرحلي څخه مخکې د وني څخه ټوليږي چې د ټولولو څخه وروسته يي د تنفس عمليه چټکه په مخ ځي او دايتلين ګاز ازادوې او پخيږي داډول ميوې په مصنوعي ډول سره هم پخيدي شي لکه ام ،امروت،کليه ...

۲ـ Non Climacteric Fruits هغه ميوې دي چې په پوره پخوالي او سايز کې ټوليږيږ مخکې لدي چې استعمال شي نوبايد په ونه کې پخه شوې اوسي په عمومي ډول سره په دي ډول مېوو کې خوند،کېفيت او جوس زيات وې لکه: ستروس،انګور،انار او داسي نور... (م۵.ص۹)

بوتانيکې طبقه بندي[سمول]

Botanical Classification :

دا ډول ډلبندي دمېوو دبوتانيکې اړيکو،مارفولوژيکې خصوصياتو،ورته والي ،سرچېني او بيولوژيکې خواصوپه اساس تر سره کېږي . ميوې د نباتاتو په علم (Kingdom)او د (Angiospermae) په ډوېژن پوري اړه لري .داډوېژن يا فايلم په دوو مهمو صنفونو کې (Manocotyledaneae)او (Dicotyledoneae)وېشل شوې دي. ميوې اکثراً د (Dicotyledoneae)په صنف پوري مربوطي دي.

دبيلګي په ډول دانګورو او مڼو عملي بوټانيکې ډلبندي په لاندي ډول ده: مڼي انګور

Plant Plant Kingdom Magnoliophyta Magnoliophyta Division Dicotyledone Magnoliopsida Class Rosales Vitales Order Rosceae Vitaceae Family Malus Vitis Genes M.domestica Taifi Species

(م۴.ص۱۲))

دخاوري دزراتو دمشخصوالي له پلوه[سمول]

۱ـ شګلنه خاوره:ددي لپاره مناسب ميوه جات عبارت دي له:الوچې،خرما،مڼه،انځر او دځيني نور... ۲ـ مټينه خاوره:داخاوره دميوه جاتو لپاره مناسبه نده دمېوو ډير کم نباتات کولاي شي چې په دي خاوره کې تحمل وکړي لکه:جامن،انځر،هاک پلانټ،جک پروټ او ستروس. ۳ـ لوم خاوره:داخاروه دټولو ميوه جاتو لپاره مناسبه ښودل شوې ده پدي خاوره کې ميوه جاتو ريښي ډير ښه نفوذ کولاي شي او ډيرميوه جاتو په دي خاوره کې کرل کېږي، او ښه نتيجه ورکوې لکه،انګور،مڼه،ام،نارنج،کېله،ساپوټا،پاپايه. (م۲.ص۱۹)

اوبوته داړتيا له پلوه[سمول]

داوبو داړتيا په اساس ميوه جات په دريو برخو باندي وېشل شوې دي: ۱ـ Hydrophytes : هغه نباتات يا ميوې دي چې دډيرو اوبو په موجوديت کې ژوندکوې لکه:کېلي. ۲ـ Mesophytes : هغه نباتات ياميوې دي چې په هغه ځاي کې ژوند کوې چېرته چې داوبو اندازه مناسبه يعني اوبه نه ډيري وې اونه کمي لکه ستروس،امروت،آم،مڼي ،ناک،الوچې او شفتالو.

۳ـ  Xerophytes: هغه نباتات دي چې دډيرو کمو اوبو په حالت کې ژوندکوې لکه بيري اوkair. (م۵.ص۹)

پاڼه ريژو ميوه جات[سمول]

انسان دخپل پيدايښت په لومړيو وختونو کښي هر هغه شيان (بوټي او حبوبات ) چې خپل نږدي چاپيريال کې موندل دخوړو په حيث يي ورځني ګټه اخيسته.دکرني دتاريخ په ډيرو لومړيوو وختونو کې بوټي او وني ديو کوجني بڼ په شکل کرل کېدلي.په ميسوپتوميا کې له ميلاد څخه ۳۰۰۰ کاله دمخه بابيلونيانو دخرما په بڼونو کې انکور ،انځر انار او مڼي کرلي. همدارنګه په مصر کې هم له ميلاد څخه ۲۴۴۰ کاله د مخه له انګورو څخه د شرابو جوړيدلو رواج درلود. همدارنګه له ميلاد نه ۷۷ کاله وروسته ايلډرپليني په خپل کتاب کې دطبيعت تاريخ کې دزيات شمير ميوو د روزني په هکله باندي معلومات خپاره کړي . دمثال په توګه باندي هغه په خپل نوموړي کتاب کې د ۴ قسمه بهيان ،۶قسمه شفتلان ،۹قسمه ګيلاس او آلوبالو ،۱۲قسمه آلو ،۲۹قسمه انځر او ۴۱ قسمه ناک بيان کړي دي.افغانستان يو زراعتي هيواد دي او ميوي په تيره بيا پاڼه ريژي ميوي دافغانستان دزراعتي توليداتو يو ستره برخه تشکېلوي چې هر کال يي يوه زياته انداززه باندي نورو هيوادونو ته ليږدول کېږي .په افغانستان کې پاڼه ريژي ميوي زياتي روزل کېږي او د افغانستان په ټوله برخو کې شته دي او زيات تجارتي ارزښت درلودونکې دي . دپاڼه ريژو ميوه دروزلو لپاره او د محيطي شرايطو له پلوه افغانستان ته دشني خوني او يا هم د تودي خوني نوم ورکړل شوي دي ځکه دفغانستان محيطي شرايط دپاڼه ريژو ميوو لپاره په زړه پوري دي.(م۱.ص )

هوا او دسړي هواډولونه[سمول]

سړه هوا: دهرې يوې ځانګړې سيمې اقليم دهغې په عمده ترکيبې برخولکه رڼا،تودوخې،لنده بل پورې چې په نسبې توګه ترډېره حده دتودوخې په حالت اوڅرنګوالى،جغرافيائى ابعاد(عرض البد،طولالبد)دسمندر له مخ څخه لوړوالى دهواپه دوران ،پو ښونکونباتاتواونوروشرايطوپورې اړه لري .دلمر انرژي دتودوخې غوره منبع ګڼل کيږي په افغانستان کې لمر پر يمانه دى اودکال په اوږدو کې دهيڅ ډول ميوي آو سبو دپاره دلمر کموالي ستونزه نده مګر تودوخه ،اقلم، دلمر شدت،دوخت اوږدوالى اوکيفيت،سړې هواته اړتيا، لوړه تودوخه اوسړې هوا رطوبت ،اوبادهغه ستر لاملونه دي چې ځينې وختونه په نباتاتوباندې ناوړه اغيزي کوي او دهغوي دله منځه وړلوسبب ګرځي سړه هواکولاى شي ټول نباتات او يا دهغوي ځنې برخې کنگل کړي.دټيټې تودوخې نتيجه معمولاکنګل په ا ندازې پورې اړه لري. پدې صورت کې په حجراتوکې دموجودواوبواندازه ډېراهميت لري.هر څومره چې په نباتاتو کې اوبه ډېرې وي په هماغه اندازه دسړو په مقابل کې لږ مقاومت لري او څومره چې داو بو اندازه په نباتاتو کې کمه وي اودوچ وزن اندازه ئي زياته وي دسرو په مقابل کې ئي مقاومت زيات وي .دباغ دجوړولودځاى په انتخاب کې دمنې ناوخته او دپسرلي دوخته ساړه او په ټيټو ځايونوکې دسړې هوا راټوليدل بايدهرومروپه پام کې ونيول شي ..دباغونو،قوريواوبزغليولپاره بايدداسې ځايونه انتخاب شي چې هلته په مني ، ژمي او پسرلي کې ديخ وهنې امکانات نه وي . د با غونو ، بوزغليو او قوريو لپاره د پسرلي سړه هوا تر نورو زيات تاوان رسوي . اتمو سفير د لمر د وړانګو څخه ډير لږه ه اندازه تو دوخه په مستقيم ډول اخلي او په عمده ډول دهغې تودوخې په واسطه توديږي ،چې د ځمکې دمخ څخه انعکاس کوي . په اتمو سفير کې تل هوا په عمودي او افقي لورو حرکت کوي او په پاى کې د تودوخې ټاکلى رژيم په ډاګه کيږي . په ځمکه کې داتمو سفير تودوخه دلمر وړانګو ددا خېلدو مطابق تغير مومي معمولا د تو دوخې معيار به استوايي (خاره ) بر خو کې تر ټولوړوي . دلته د سړو او تودو مياشتو د منځنيو تو دو خو تر منځ تو پير نشته او يا ډېر لږ دى داستواد کرښې څخه د قطبينو په لور د تودوخې معيار په تدريجي توګه لږوالى مومي او دسړو اوتودو مياشتو د منځنيو تو دو خو تر منځ تو پير نشته او يا ډير لږدى .داستوا دکرښې څخه د قطبينو په لور د تو دوخې معيار په تدريجي تو ګه لږوالى مومي او د سړو او تودو مياشتو د منځنيو تو دو خو ترمنځ تو پير غښـتلى کيږي . دتو دوخې په ريژيم باندې داوبو د زيرمو شتوالى ډيره اغيزه لري داوبو لويې زيرمې لکه سمندرونه او سيندونه دوچې په پرتله وروسته سړيږي او توديږي . له دې امله په ژمي کې دسيندونو د مخ تودوخه د وچې په پر تله ټيټه وي . سمندرونه او سيندونه په سواحلوباندې اغيزي لري ،يعنې دکلنۍ او دشپې او ورځې منځنېودوخې تغيرئي لږوالې مومي خوپه هره اندازه چې دسواحلوڅخه واټن زياتيږي په هماغه اندازه دسمندرونو دغه ډول اغېزې کمزورې کيږي.دسمندرله سطحې څخه پورته والى هم دتودوخې په ريژيم اغيزې لري .يعنې دسمندر دسطحې څخه په هرو 100mلوړيدوسره دتودوخې کلنې منځنې اندازه د(0.5c درجوپورې ټيټيږي .نباتي پوښ هم دتودوخې په ريژيم باندې په خپل وار سره اغيزي لري .يعنې په دوبې کې په هغوې باندې پوښل شوي ساحه کې دتودوخې درجه دبربنډو ساحوپه پرتله ټيټه او په ژمې کې برعکس وي .دساحي ښکته او پو رته والى دنشيب(slope) لورى هم په تودوخې اغيزه لري يعنې نشيبي ساحې دهوارى ساحى په پرتله تودى وي او جنوبي نشيب دشمالى نشيبپه پرتله تودوي،داورښت اندازه ئي هم يو ډول نه وي تر ټولو زيات اورښت په استوائى سيمو کې وي او دقطبينوپه لور ئي اندازه په تدريجې توګه کميږي .پدې عمومې قانو نمندې کې دساحې فزيکي او جغرافيائي شرايطوډير بدلون راوړى يعنې هغه سيمې چې سمندر ته نژدې وي دهغوسيموپه پرتله چې دهغې څخه لرې پرتې وي داورزښت ددرلودلوله پلوه شتمنې وي .درڼاريژيم هم ثابت نه وي يعنې په استوائي سيموکې کومې چې داستوادکرښې په شاوخواکې پرتي وي.دټول کال په اوږدوکې ئي دورځې او شپې اوږدوالى مساوي وي .هر څومره چې شمال خواته نژدې کيږوهغومره په دوبې کې ورځ اوپه ژمې کې شپه اوږديږي . پدې ترتيب ويلى شو چې داقليم دعمده ترکيبي برخو دغه ډول رنګا رنګ والي په ځمکه کې داقليمې شرايطو درنګا رنګ والي سبب کيږي . همدارنګه دځمکې مخ په قطبې ، معتدلو ، نيمه استو ائي او استوائي برخو ويشي . څرنګه چې زمونږخوږافغانستان په نيمه استوايي سيمو کې راځي ،نو ښه به داوي چې لومړى دنيمه استوايي سيمو ځانګړنې ،بايد په ډاګه شي.نيمه استوايي سيمې دځمکې په دواړو نيمو کورو کې ،دمتعدله او استوايي سيمو تر مينځ پرتې دي .يعنې دجنوب عرض البلد د( 20-30 ) درجو او شمالي عرض البد(40-43 )درجوترمنځ واقع دى. داسيمې دلمر له وړانګو او ورښت څخه پرته داستوايي سيمو څخه دنو رو په پرتله شتمني دي، په نيمه استوايي سيموکې د تو دوخې منځنۍ کلنۍ اندازه د (13-15) سانتي ګريد درجو سره سمون لري ، دنيمه استوائي سيمووده ايز پړاو تود او اوږدوي دنيمه استوائي سيمو دنباتاتودډلى څخه هغسې نباتا تو ته دسړو په مقابل کې مقاوم وائي چې وکولاى شى دسانتى ګريډ منفي 15 نه تر منفي 20 درجوپورى ساړه وزغمي نړيوالوتوليدي تجربوښودلى ده چې دنيمه استوائي سيمو نباتات په هغسي سيموکې روزل کيږي چرته چې هغوي په نوبتي توګه دسړو په واسطه زيانمن کيږي.(م۳.ص ۲،۷)

دسړې هواډولونه[سمول]

سړه هواپه دوه ډوله ده

سپينه څله[سمول]

سپينه څله چه په سهار کې ليدل کيږي ديخې شوې پرخې څخه جوړيږي ، ددې ډول يخ منځ ته راتلل دپرخې په نقطې پورې اړه لري .دپرخې نقطه دتودوخې هغه درجه ده جه نسبتي لنده بل په کښې په سلوکې سل برخوته رسيږي کله چې دهواتودوخه دپرخې دنقطې څخه ښکته وي اودسانتي ګراددصفردرجې څخه لوړه وي داوبوبخاردپرخې په څيرراټوليږي سپين يخ هغه وخت پيښيږي چې دهواتودوخه دپرخې دنقطې اودسانتي ګراددصفردرجې څخه ټيټه وي .پدغه حالت کې هوا نبات او دخاوري تودوخه ديخ وهلو درجې ته دوړانګو په ډول دتودوخې دبايللوله امله مينځ ته راځي، ځينې وختونه دباددلګيدوپه اثر ونو باندې ديخ جامدې ټوټې تشکيل شي .په دغه سړه هوا کې هوا په موازي ډول په پام کې نيسي چې په پدې ډول سړه هواکې دغونډيو څوکې سړه هوا او ټيټ ځايونه توده هوا لري .پداسې حال کې چې وړانګيزه سړې هوا په حالت کې سړه هوا په عمودي ډول په پام کې نيول کيږي چې په وروستى حالت کې دځمکې سطحې ته نيږدى هوا سړه او جګه برخه کې توده هوا وي .

توره څڅل[سمول]

که لندبل لږوي ديخ ضررهغه وخت مينځ ته راځي کله چې دتودوخې درجه دسانتي ګريددصفرڅخه ټيټه وي مګر دپرخې دنقطې څخه اوچته وي داحالت دتور يخ په نوم ياديږي .ځکه تاثيرئي هغه وخت ليدل کيږي کله چې بوټي ديخ دضررله کبله تورواوړي .ديخ وهنې په مخنيوي کې دکرنې دځاى انتخاب خورا مهم دى . هغه ځايونه چې نسبتا لوړوي او اړخي سلوپ (slop (ولري او خصوصااړخ ئي دجنوبخواته وي نو بوټي ئي دسړو دضررڅخه خلاص وي ځکه چې داسې ځايونه له يوې خوا دلمر پوره اندازه تودوخه جذبوي او له بلې خوا هلته سړه هوا په ځاى نه پاتې کيږي بلکې سړه او توده هوا يو له بله ګډيږي او جريان پيداکوي .(م۳.ص۸،۱۱)

دسړو په مقابل کې دانساجو تنظيميدل[سمول]

دمقاومت عادي مفهوم دنباتاتو هغه استعداد ته وايې . چې دبيلې بيلې ټيټې تو دوخې او يا دټيټ لنده بل سره يو ځاى نباتات ژوندې پاتې شي، نو دنباتاتو حساسيت کميږ ې لکه ډير مقاوم نباتات چې کله دپسرلي په نيمايې کې دسانتې ګريد په صفر درجه کې کنگل شي . دهغو نباتاتو په پرتله چې دمنې په اخر کې په عين درجه کې کنګل شي ډير ضرروينې ، نو پروتو پلازم دسړو په مقا بل کې دمقاومت لپاره په منې کې ځان چمتو کوي ،نو که چيرې يوه ونه يا بوټى دودې په مو سم کې يخ ووهې دمړه کيدو امکا ن يې ډير زيات دى ځکه چې پروتو پلازم دسړو په مقابل کې دمقاومت لپاره ځان نه وي چمتو کړى دسړو په مقابل کې دنباتاتو دمقاوم کيدلو (hardening ( ميکانيزم تر اوسه پورې په درست ډول معلوم ندي .داسې ښکارې چې لاندې عملي ښايى ورسره ملګرې وي . دمجموعې اوبو په اندازه کې کمښت . دازادواوبو کمښت . دتړلو اوبو داندازې زياتو الى . دقندې موادو او نورو هغو مواد وزياتو الى چې ازموتيکې فعاليت ولري . په ساده قندونو باندې دپو لي سکرايد ونو تبديلول . دنباتاتو په هغوبرخو کې چې ژمى تيروي دډيرو غذائي زيرمه کيدل .

دميتابو ليکې فعاليت ورو کيدل .(م۳.ص۲۹)

سړوپه مقابل کې دنباتاتو مقاومت[سمول]

دنباتاتو دهغو ټولو عواملو په مقابل کې چې دهغوي په وده اغيزه کوي يو نورمال حالت ته اړدي تر څو وکولاى شي خپلې فزيالوژيکي وظيفې په ښه شان تر سره کړي .دټاکلې شوې اندازې څخه ددغه لاملونو ډيروالى يا لږوالى دنباتاتو وده متاثره کوي . او يا داچې ځينې نباتات نشې کولاى چې دخپل ژوندانه کړنې بشپړه کړي او ځان مرګ ته سپارې دهغو عواملو په لړکې چې دنباتاتو په وده تاثير کوي يو دهغوي څخه دتو دوخې درجه ده .نباتات دتودوخې درجې ته دضرورت له پلوه په دوه لويو ډولونو ويشل شويدي اول هغه ډله چې دتودوخې لوړې درجې ته او بله هغه ډله چې دتووخې ټيټې درجې ته ضرورت لري.په دوهمه ډله کې نباتات هم يو دبل څخه تو پير لري او هغه داچې ځينې نباتات کولاى شي چې په ډيره ټيټه درجه کې ژوندى پاتي شي.چې دغه ټاکلې شوي درجه دنورو نباتاتو دټپې کيدو او مرګ سبپ کيږې اوس غواړو چې پدې برخه کې دپخو انيو پو هانو نظريات چې دسړو په مقابل کې دنباتاتو دمقاونت او حساسيت په هکله يې درلودل دلته رانقلولو.دورستې پيړې په اوږدو کې دانسانانو ډير کوښښ داوو چې خپلې پو هې دنباتاتو دمقاومت او حساسيت په هکله چې دسړو په مقابل کې يې لري زياته کړي مګر تراوسه پورې ندى بريالى شوى چې په هغه ټولو عواملو کوم چې دنباتاتو په انساجو کې دسړو په مقابل کې دمقاومت سبب ګرځي ځان پوهه کړي .دسړې هوا په مقابل کې مقاومت په ارثي خواصو پورې اړه لري خو بيا هم که چيرې ونې په تدريجې تو ګه دورځې له خوا د(15c سانتي ګريد او دشپې لخوا (4,4)سانتي ګريدسره مخامخ سي نو دراتلونکي سړو په مقابل کې مقاومت زياتوي دسړو په مقابل کې مقاومت دونو په عمر پودې اړه لري .ځوا نباتات دسړو په مقابل کې زيات حساسيت لري او کله چې عمر زياتيږې مقاومت يې هم زياتيږي . دونو دتنو مقاومت دهغوى دکمبيم په فعاليت پورې اړه لري . (م۳.ص۳۰،۳۱)

دتودې اوسړې هواميکانيزم[سمول]

توده هوا په څلورو مختلفو طريقو ويشل شويده . دجامد جسم په واسطه په ارتباطي تو ګه يا مستقيم انتقال (conduction) په ماليکولي تو ګه انتقال (convection) وړانګيزانتقال (reduction) دتبخير په واسطه انتقال. دمستقيم انتقال په واسطه توده هوا له منځه ځي .چې داټول ماليکولي فعاليت په اساس اجراکيږي .يعنې تود ماليکول ساړه ماليکول ته انرژي انتقالوي او پدې ترتيب دتو دې هوا انتقال ديو ماليکول څخه بل ساړه ماليکول ته انتقال مومي.دماليکولي حرکت په واسطه دتودې هوا انتقال په مايعاتو او غازاتو کې تر سره کيږي کله چې مايع يا غاز تود شي نو پراخ والى مومي او پورته خرکت کوي او ځاى يې ددرندې هواپه واسطه ډکيږي . دوړانګو په ډول دتودې هوا انتقال داسې دى چې ديوه جسم داخلي انرژي په وړانګو انرژي په داخلي انرژي بدليږي يعنې ديوه جسم وړانګې دبل جسم په واسطه جذبيږي . دتبخير په عمليه کې مواد دبخار شکل غوره کوي ،چې تودوخه پکې ګډون لري .کله چې يو جسم بخار کيږي نو انرژي مصرفيږي او کله چې بيرته په مايع بدليږي نو تو دوخه ازاديږي.(م۳.ص۴۷،۴۸)

په سړو باندې درڼااغيزې[سمول]

يادونه کيږې چې پاڼې دغذاجوړولو لپاره دلمر کافي رڼاته اړتيالري نو دا خبره ضرور ې چې روښنايې دنباتاتو دودې لپاره يو ضروري فکتور بلل کيږي.

لمر يوه انرژي ده اودغه انرژي دټولو ژوند يو موجوداتو دبقا لپاره حتمي ده.تاسو په تعجب وکړي چې څرنګه کولاى شو دغه انرژي راساَ دلمر څخه واخلو خو بايد فکر وکړي چې کچالو ،ګازرې ،وريجې  اونور خوراکي شيان چې مونږه دغذاپه توګه ورڅخه کاراخلو .هماغه ذخيره شوي انرژي ده چې دبوټو دپاڼو په ذريعه دلمر په موجوديت کې جوړيږي .کله چې دلمر انرذژي دنباتاتو په پاڼو کې وځليږي نو دپاڼو دغذا جوړ ونې قابليت زياتيږي .ځينې خلک به وايې چې دوي خو غوښي خوري او دغوښو په جوړيدو کې دلمر انرژي څه رول لري خو دابايد ومنو چې پسونه ،غويان او نور دخپل ودې لپاره بوټي اوواښه خوري چې ټول نو موړي شيان دلمر دانرژي په اثر مينځ ته راغلي دي .بايد پوهه شو چې لمر څومره مهم شى دى ،که چيرې دلمر انرژي وجودنه درلودى نو دځمکي پرمخ به هيڅ موجودات نه ليدل کيداى .دلمرڅرک دشدت اندازه دمختلفوشرايطوپه اساس تو پير لري او په ټولو ځايو کې يو شان نه وي .که چيرې حيوانات دنباتاتو ټولې پاڼې په مصرف ورسوي نو دلمر دانرژي لپاره کومه دنده نه پاتي کيږي.(م۳.ص۴۹) 

په نباتاتو باندې درڼااغيزې[سمول]

نوردمهمواکولوجيکي فکتورونو څخه دي ځکه چې دنور څخه پرته دځمکې په کره کې ژوندون ناممکن دى .نور دټولو شنو نباتاتو دانرژي منبع ده او په ايکالوجيکي دوران کې لومړنې پايه تشکيلوي . هغه نباتات چې دنورپه نه موجوديت کې وده کوي په عمومي ډول کم رنګه دي .ظاهري شکل يې تغير کوي او ساقه ئې اوږديږي ،بندونه هم يو له بله سره لرې کيږي پاڼې ئې کوچنې او دفلس په شان کيږي او دنبات غړي دشپې او ورځې په ټولو ساعتو نو کې په يو معين سرعت سر ه نمو نکوي . دنمو کيفيت دشپې او ورځې په 24 ساعتونو کې لرونکى دحد اکثر او حد اقل دي .دنمو زيات سرعت دلمر ختلو يا طلوع په وخت کې او حد اقل يې دورځې په ورستي وخت کې وي.(م۳.ص۵۰)

دسړي هوا ګټي او تاوانونه[سمول]

ګټي تاوانونه ۱ـ (Complete chilling پوره اوکافي سړه هوا کله چې دميوو ونوته په کافي اندازه سړه هوا ورسيږي نو دګل پندکونه به يي قوي وي ، جسمي وده يي زياته وي، دپاڼو سطحه يي پراخه وي، په يوه وخت کې ګل کوي.

۱ـ زياته سړه هوا (Excess chilling) :دسړي هوا تاوان اندازه په دري عواملو پوري اړه لري دهوا دسړيدو اندازه ، دسړي هوا دوخت اندازه ، د يخ شوو نسجونو دبيرته توديدلو دچټکيتا اندازه . ۲ـ دتخمونو داستراحت دلمينځه وړلو لپاره ګټوره تماميدي شي. ۲ـ ناکافي سړه هوا (inadequate chilling): کله چې دزياتي سړي هوا ضرورت لرونکې ورايتي ګاني په ګرمو سيموکې وکرل شي.ياهغه ورايتي ګاني چې لږي سړي هواته ضرورت لري په زياتو يخو سېموکې وکرل شي. ۳ـ دميوه لرونکو ونو څخه دتبخيراتو اندازه کموي. ۳ـ په انساجو کي دغذايي اومعدني موادو دانتقال ممانعت کوي. البته هغه وخت چي دانساجو دننه کنګل کيدنه صورت ونيسي. ۴ـدحاصلاتو راټولول اکثره په يخه هوا کي صورت نيسي. ۴ـ دانساجواوحجراتو موقتي اودايمي ويده کيدنه. ۵ـ دميوه جاتو ذخيره کول معمولاً په يخه هوا کي صورت نيسي. ۵ـ دغذايي موادو په جوړښت کي کموالي. ۶ـ په يخه هوا کي معمولاً دبکترياوو فعاليت کم وي،چي په دي سره ورستيدنه او يو شميرنوري ناروغي ترکنټرول لاندي وي. ۶ـ ديخي هوادزياتوالي په اساس دنباتاتو په مختلفوبرخو کي د Cankerپه شان خوړونکي رامنځ ته کوي. ۷ـ دځينو ميوه جاتو په کيفيت خاصه اغيزه لري.لکه انکور،چي دګرمي هوا په نسبت ديخي هوا حاصلات دښه کيفيت درلودونکي وي. ۷ـ ديخني سره داساسو نباتاتو لمينځه وړل.

دسړي هوا اندازه ګيري[سمول]

( Measuring winter chilling ): ددغه هوا اندازه په دقيق ډول مطالعي ته ضرورت لري . تقريباً اکثره نباتات چې سړي هواته ضرورت لري دفارنهايت د )٣٥- ٥٥( درجي پوري ټاکل شوي ده . اوحد اقل اندازه يي د فارنهايت) ٣٢- ٤٥ (درجو پوري اټکل کيداي شي.د (Chilling requirement) اندازي دمعلومولو لپاره دډيرو باغدارانو څخه بيلابيل نظريات لاس ته راغلي دي خو ښه اوبهتر ه لاره يي داده چې د تجربي ، خپلې سيمي دهوا او نورو جزياتو لاس ته راوړلو پوري اړه لري، چې بايد دباغ داحداث لپاره مخکې په نظر کې ونيول شي .ځيني داسي دليدو وړ علايم په نبات کې شته چي دهغوي دسړي هوا ضرورت د اقليم سره توافق نه ښيي .

سړې هوا ته داړتياميخانيکيت[سمول]

سره له دې چې ژمني يخنې د ميوه لرونکو ونو او نورو نباتاتو لپاره د بدني ودې خنډ واقع کيږي مګر بيا هم دزياتو ميوه لرونکو ونو د ګل پنډک تشکيل او د ګل د غوړيدو لپاره په ټاکلې ډول سړه هوا ضروري ده چې هغه د(۰-۲.۷ ) سانتي ګراد درجو تر منځ ده، دا درجه د مختلفو ميوو لپاره يو معين وخت اړينه ده چې د ځينو ميوو د ضرورت وړ سړه هوا په لاندې جدول کې ښودل شوي. د ميوې ډول له ۲،۷درجې سانتيګرادڅخه ټيټ حرارت ته اړتيا په ساعت انګور بادام زردالو مڼه شفتالو ګيلاس جاپانې آلو اروپايې آلو ناک انار 350-100 600-300 1000-250 2000-800 1000-400 1300-650 1200-600 1100-850 1500-1000 400-200 که چيري د پورتنيو ميوو لپاره ټاکل شوي اندازه سړه هوا ونه رسيږي کيداي شي ګل تويې کړي او کله ميوه هم تشکيل شي بيا وروسته ګل توييږي،لکه اميري زردآلو چې په جلال آباد کې ميوه نه نيسي.

سړه هوا لرونکې ميوه جات[سمول]

دمڼو وني او سړه هوا : دمڼي وني په ژمي کې د ۱۲۰۰ نه تر ۱۶۰۰ ساعتو پوري دسانتګراد د ۲نه تر ۷ درجو څخه ټيټي هوا ته ضرورت لري ترڅو په پسرلي کې بيا د هغوي د ګل پندکونه خپلي غوټي وسپړي او مڼي ونيسي.دافغانستان په کوم سيمو کې چې لږترلږه ۱۲۰۰ ساعته د سانتګراد له ۲نه تر ۷ درجو څخه ټيټه سړه هوا امکان ونه لري هلته بايد د مڼوباغونه جوړ نشي.

دناکو وني او سړه هوا[سمول]

ناک هم لکه د مڼي په شان باندي دژمي سړي هوا ته ضرورت لري.ناک د مڼي په پرتله باندي دژمي سړي هوا په مقابل کې حساسيت لري اودګلانودغوټيو دسپړلو لپاره دژمي لړ سړي هوا ته اړتيالري.ناک دزمي په وخت کې تر (۱۲۰۰)ساعتونوپوري دسانتي ګراد له ۲-۷ څخه ټيټي سړي هوا ته ضرورت لري ترڅو په پسرلي کې دهغوي د ګلانوزخي (پنډکونه) په نورمال ډول غوټي وسپړي او داستراحت دوره يي مکمله شي.

دانارو وني او سړه هوا[سمول]

دمني اوژمي سړه هوا د انارو دونو په روزنه کې د پسرلي دسړي هوا څخه ډير اهميت لري ځکه چې د انارو وني دژمي په ډيره سړه هوا (دسانتيګرادمنفي ۱۶درجو) کې په اساني سره ژوند نشي کولاي خو په پسرلي کې دانارو وني ډيروروسته غوټي سپړي چې تر هغي پوري داناروپه سيمو کې دسړي هوا دخطر امکان لمينځه تللي وي .

دزردالو وني او سړه هوا[سمول]

سړه هواد زردالو لپاره لکه دنورو پاڼه ريژو ميوو پشان هم ګټه لري .ددي لپاره چې په پسرلي کې د زردالو زخي په نورمال ډول وده وکړي او وغوړيږي بايد په ژمي کې ورته له ۸۰۰ نه تر۱۲۰۰ ساعتوپوري سړه هوا (دسانتيګراد له ۷ درجوڅخه ټيټه) ورسيږي.که چېري د قوس او جدي په مياشتو کې هوا توده وي نو ښايي چې د زردالود ونو ځيني دګلانو زخي وريژيږي. په اوړي کې د زردالو دميوو دودي او پخوالي لپاره مناسبه او په زړه پوري تودوخه دسانتيګراد له ۲۲نه تر ۲۷ درجوپوري ټاکل شوي او تردي سړه اوګرمه دواړه تاوان لری

شفتالو اوسړه هوا[سمول]

دشفتالو وني لکه دنورو پاڼريژو ميوو په شان په ژمي کې دسانتيګراد د ۷ درجو څخه ټيټي سړي هوا ته ضرورت لري تر څو چې يي دګلانو زخي په پسرلي کې وسپړل شي.دمثال په ډول باندي دشفتالو وني له ۵۰ته تر ۱۲۰۰ ساعتوپوري د سانتيګراد ۷ درجو څخه ټيټي سړي هوا ته ضرورت لري که چېري د شفتالو ونو ته په کافي اندازه باندي سړه هوا ونه رسيږي نو په پسرلي کې ټولي غوټي يو ځلي ګلان نه سپړي.په نوموړو ونو کې ځيني نودي مېوي لري ځيني زخي غوټي سپړي او ځيني نوري د غوړيدولو ګلانو په حالت کې وي چې په نتيجه کې دشفتالو داسي وني مېوي نشي توليدولي.

آلواو سړه هوا[سمول]

دالو په ټولو دريو ګروپونو(امريکايي،اروپايي اوجاپاني) کې د امريکايي ګروپ قسمونه دسړي هوا په مقابل کې زيات او د جاپاني ګروپ قسمونه لږ مقاومت لري. په همدي ترتيب دسړي هوا لپاره ددري واړو ګروپوو د ضرورت ترمنځ هم توپير موجود دي. دمثال په ډول امريکايي قسمونه ۳۶۰۰ ساعتواروپايي قسمونه د۸۰۰ څخه تر۱۲۰۰ساعتواو جاپاني قسمونه له ۷۰۰څخه تر۱۰۰۰ ساعتوپوري دسانتيګراد د۷ درجوسړي هوا ته ضرورت لري.په عمومي توګه دآلو او آلوبخار مختلف قسمونه د مڼي دونو په اندازه دسړي هوا په مقابل کې مقاومت لري اودشوروي جمهوريتونو دځينو قسمونومقاومت ترټولو زيات دي.

دآلو ونی اوسړه هوا[سمول]

دانځرو وني او سړه هوا: دانځر وني هم له پاڼه ريژو ميوو له ډلي څخه شميرل کېږي ليکن ترنورو ټولو پاڼريژوونوپه پسرلي کې دخپلو غوټيو د سپړلو لپاره په کمه اندازه باندي دژمي سړي هوا ته ضرورت لري.کله چې په پسرلي کې دانځرو وني په وده پيل وکړي اووروسته دمحيط تودوخه سړه شي دانځرو ميوه له منځه ځي او حاصلات يي کميږي.

توتان او سړه هوا[سمول]

په دي باره کې هيڅ ډول علمي څيړني سرته نه دي رسيدلي ليکن داسي څرګنديږي چې دبيدانه قسم توتان دتودو سيمو په پرتله باندي پّ سړو سيموکې ډير عموميت لري او خسکو توتانو ځيني قسمونه لکه تورخسک توتان اوياسپين خسک توتان په تودو سيموکې لکه ننګرهاراوکندهار کې په کمه پيمانه روزل کېږي.دسړو سيمو په نسبت دتودوسيمودتوتانو دپخي مېوي موسم لنډ وي چې ښايي دتوتانو تر قسم پوري هم اړه ولري.دمثال په توګه دبيدانه توتانو دمېوي موسم دخسکې توتانو دمېوي موسم په نسبت اوږد وي.

‌سرچینې[سمول]

۱.شيرزاد.بازمحمد.(۱۳۶۱ ه ش).دافغانستان پاڼريژي مېوي.کابل پوهنتون. ۲.عمري.محمدګلاب.(۱۳۹۱هـ ش).دمېووپوهني اساسات.ننګرهارپوهنتون. ۳.عمری.محمدګلاب.(۱۳۹۰هـ ش).دسړو دضرر څخه دنباتاتو دژغورنی لاری چاری.ننګرهار پوهنتون. ۴.ګلستاني.دادمحمد.(۱۳۹۲ هـ ش).دمېووتوليد.دتخنيکې او مسلکې زده کړو معينيت. ۵.راحل.زيارت ګل.(۱۳۹۵هـ ش).دمېوو دتوليداساسات.ننګرهارپوهنتون.