سټېنګر FIM-92
سټېنګر FIM-92 یا ستنګر ( دکندهار لهجه ) د مځکې نه هوا ته یوه ډول لاسی د توغندی سیستم دی چې د اوږې څخه توغېږی. دغه د توغندی سیستم د الوتکو او هلیکوپترونو د منځه وړولو لپاره کارېږی.ستنګر په امریکا کې جوړ شو او د دغه سیستم څخه په رسمی ډول په ۱۹۸۲ کال کې کار واخیستل شو.
نيوليک |
تاریخ
د ستنګر د راکت سیستم تر ۱۹۸۴ کال پورې یوازې د ناتو په پوځونو کې کارېده. په ۱۹۷۹ کال کې شوروی پوځ پر افغانستان برید وکړ او خلکو د شوروی پوځ په مقابل کې قیام وکړ. روسی پوځ د برید د هلیکوپترونو څخه د مجاهدینو پر اډو د يرغل کولو لپاره کار واخیست. مګر مجاهدینو هیڅ عصری وسلې نه لرل. د دی لپاره مجاهدین نسوای کولای د عصری پوځ په خلاف جګړه وکړی. په ۱۹۸۵ کال کې امریکایی حکوت تصمیم وونیو چې د ستنګر د راکت سیستم مجاهدینو ته ورکړی. په ۱۹۸۵ کال کې لمړی شوروی هلیکوپتر میل می ۲۴ د ستنګر په واسطه د منځه یوړل شو. په افغانستان کې تر۱۹۸۹ کال پورې نژدې ۲۰۰ شوروی هلیکوپترونه د منځه یوړل شو. امریکایی حکومت د ستنګر د راکت سیستم هم په افریقا او جنوبی امریکا کې د قیام ډلو ته ورکاوه.
توصیف
د ستنګر د توغندې سیستم د توغندی، د توغندی پوښ، بترۍ او لارښونکی سیستم څخه تشکیل کېږی. د ستنګر د سیستم ټول وزن ۱۵،۷ کیلوګرامه دی. د چټکتیا اخری حد یی ۲۵۲۳ کلومتره په ساعت کې ده. دتوغندې انداخت حداکثر ساحه ۸ کلومتره ده.هره توغنده د سون سخته مواد لری. په راکت کې د انفرا رید پلټونکی سینزور نصبیږی. دستنګر د راکت سیستم پر موټر باندی نصبېدلای سی. د ستنګر د خاص ماډل چې د آتاس په نوم یادېږی پر هلیکوپتر باندی نصبېږی. تر ټولو عصری ماډلونه کولای سی د لیزر انداز ولری.
د ستنګر موډلونه
- FIM-92A
- FIM-92B POST
- FIM-92C
- FIM-92D