سيلاني کارغه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Corvus frugilegus
سيلاني کارغه
مملکه ژوی
شاخه شمزۍ لرونکي ژوي
طایفه مرغان
ډله Passeriformes
کارغان
کارغه
Corvus frugilegus

سيلاني کارغه (په لاتين: Corvus frugilegus) د کارغانو د دلې څخه دي چی په اروپا او آسيا کی ژوند کوي. نوموړي کارغه په اروپا کی تر ټولو گڼ شمير لرونکي مرغه دي. سيلاني کارغه اجتماعی مرغه دي چی په لویو رمو کی ژوند کوی او هره رمه کولای سی لس زره سیلانی کارغان ولري. نوموړي کارغه حشرات، چينجيان او مېوې خوري او کوچني تی لرونکي ژوي هم ښکار کولای سی.اوږدوانی یی ۴۵ - ۴۷ سانتیمتر دي او وزن یی ۶۲۵ گرامو ته رسېدلای سی. د وزرونو پلنوالي یی د ۸۱ سانمامترو څخه تر ۹۴ سانتیمترو پورې دی. ټول بدن یی د تورو بڼکو لخوا پوښ شوي دی. نوموړي مرغه خړه مښوکه لري. دغه مرغه د مرغانو په ټولنو کی ژوند کوی او خپله ځالگی پر ونو باندی جوړوي. د سيلاني کارغو ښځينه هر کال ۳ - ۵ هگی لري چی نسواری رنگ او تور داغونه لري.


د سيلاني کارغې ډولونه[سمول]

  • C. f. frugilegus - اروپا او لويديځي آسیا.
  • C. f. pastinator - آسيا.