سيد محمد طاهر بينا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سيد محمد طاهر بينا (زوکړه ۱۲۹۵ لمريز لېږدي کال د ننگرهار ولايت، د چپرهار ولسوالۍ - مړینه د ۱۳۶۵ ل کال د تلې ۳۰) يو افغان پښتو ژبی شاعر او ليکوال وو.

مخينه

سید محمد طاهر بینا د ارواښاد سید اشرف زوی پر ۱۲۹۵ لمریز کال د ننگرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې زېږيدلی او د سید موسی بټي کوټي له کورنۍ څخه دی، چې په سیمه کې له ځانگړي شهرت څخه برخمنه کورنۍ ده. د سيد محمد طاهر بينا پلار يو مېلمه پال او د ټنگ ټکور ډېر مينه وال وو چې ان خپل ټول شته يې هم ترې ځار کړي دي. سيد محمد طاهر بینا په خپل کلي کې تعلیم پیل کړ، کورنۍ يې ده او د تره زامنو ته خصوصي ملا ونيو. لومړی يې قران کريم ختم کړ، بیا يې پنج گنج، گلستان، بوستان او نور مروج کتابونه ولوستل. پر ۱۳۱۰ ل کال د هنر ښاپيرۍ تر گوتو ونیو او شاعري يې پیل کړه.

بينا پر ۱۳۱۵ ل کال د ماموریت لپاره کندهار ته ولاړ، ورپسې بیا قطغن ته ولاړ او هلته په فواید عامه کې پر دنده وگومارل شو. پر ۱۳۲۶ ل کال ننگرهار ته ولاړ او بیا يې په کونړ کې دنده واخسته. تر دې وروسته په ننگرهار کې د اداري مدیریت د سر کاتب په توگه وگومارل شو. پر ۱۳۳۷ ل کال يې په کابل راډیو کې په دنده پيل وکړ، دا هغه مهال وو چې د پښتو ولسي او ملي شاعر ملنگ جان په يوه ظاهرا ترافيکي پېښه کې ووژل شو او دی د هغه پر ځای د راډيو د پښتو موسيقۍ د منتظم په توگه وگومارل شو. تر دې وروسته يې د ننگرهار ولايت د سوداگرۍ خونې په اداره کې د کنټرولر په توگه په دنده پيل وکړ. یو کال وروسته د یاد ولایت د مطبوعاتو ادارې ته ولاړ. پر ۱۳۴۵ ل کال د ننگرهار د اوښ غونډۍ د موزیم مامور شو. نوموړی پر ۱۳۵۱ ل کال تقاعد شو او په شخصي کار و بار يې پیل وکړ. خو له ۱۳۵۹ نه تر ۱۳۶۳ کاله يې په هېواد ورځپاڼه او د راډيو تلوېزيون د موسیقۍ په څانگه کې دنده پر مخ يووړه. د سید محمد طاهر بينا د شعرونو کلیات پر ۱۳۹۱ ل کال د ننگرهار ولايت د ژورناليستانو او لیکوالو خپلواکې ټولنې له خوا په دوو ټوکو کې چاپ شو، چې «خولې نه مې قسم ختلی دی» نومېږي. د هغه ځينې نور اثار هم چاپ شوي چې زه او زما ژوند، او کرکیله نومېږي.

ليکوال او شاعر سيد محمد طاهر بینا ځينې ناچاپ اثار هم لري، چې يو په کې د ماشومانو لوبې نومېږي او د چپليار د ماشومانو لوبې په کې پېژندل شوې دي. کونډه غر ته ختل او د قزاقستان خاطرې د هغه دوه يونلیکونه دي.

دندې

  • ۱۳۱۹ په قطغن کې د فوايد عامې کاتب.
  • په ۱۳۲۰ کې د قطغن مستوفي.
  • په ۱۳۳۲ کې د مالياتو د ادارې کاتب.
  • په ۱۳۲۷ کې د کونړ ولايت سرکاتب.
  • په ۱۳۲۸ کې په اداري مديريت کې او په ۱۳۳۲ کې د قلم مخصوص سرکاتب.
  • په ۱۳۲۷ کې د راډیو افغانسنتان د تهيې څانگې غړی او د پښتو موسيقۍ د منتظم په توگه دنده.
  • په ۱۳۳۹ کې د ننگرهار د نشراتي موسسې د پاڼو ځای د مامور په توگه دنده.

په پښتو موسقۍ کې د بینا د شعر ځای او چار (نقش)

اړينه ده وويل شي چې په پښتو موسیقۍ کې د سید محمد طاهر بينا شعر يو ځانگړی او په زړه پورې ځای لري. لکه څنگه چې بينا صيب يو خوږژبی شاعر وو، هماغسې يې د شعر د خوږوالي ښېگڼه په پښتو موسیقۍ کې هم جوته او اغېزناکه ده. پر دې بنسټ ويلای شو چې بینا صيب په خپلې شاعرۍ سره په پښتو موسيقۍ کې لوی چار لوبولی دی.

د بينا صيب يو گڼ شمېر شعرونه زموږ د هېواد افغانستان يو گڼ شمېر سندرغاړو کمپوز کړي او د ټنگ ټکور په څپو کې يې ويلي، چې د ملي راډيو په ارشيف کې خوندي دي. له دغو سندغاړو څخه يې د ځينو نومونه دا دي لکه شاه ولي، محمد ايوب، طلا محمد، سپين بادام، کمرگله، تور بادام، نعمت الله، عبدالرحمان رحماني، عبدالحميد کندهاری، حسن شيدايي، حيات گردېزی، محمد اعظم، فضل الرحمان نيريز، سيد علم او داسې نور.

د شعر بېلگې يې

مړينه

د افغاني فرهنگ دغه خدمتگار د ۱۳۶۵ لمریز کال د تلې پر ۳۰ د ۷۰ اويا کالو په عمر له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- خولې نه مې قسم ختلی دی (د سید محمد طاهر بینا شعري کلیات)، د دانش خپرندویې ټولنې د ۱۳۹۱ لمريز لېږدي کال چاپ.

۲- کرکيله، د ۱۳۹۱ لمریز لېږدي کال چاپ.

۳- زه او زما ژوند.

ناچاپ نښيرونه يې

۱- د ماشومانو لوبې.

۲-کونډه غر ته ختل (يونليک).

۳- د قزاقستان خاطرې (يونليک).

اخځليک

1- http://lawang.blogfa.com/post/447

2- http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00-%2E%2E%2E00--off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-----dte--0-1l--11-en-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00-0-0-11-10-0utfZz-8-00&a=d&c=areu&cl=CL5.44&d=HASH05ae8d07b83311ca9948a9

3- د ملي راډيو ارشيف.

4- http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00-%2E%2E%2E00--off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-1l--11-prs-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00&a=d&c=areu&cl=CL5.38&d=HASH05ae8d07b83311ca9948a9

5- http://lawang.blogfa.com/post/447