سونيل شيټي

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

کينډۍ:صاف

دوتنه:Suniel Shetty.jpg
سونيل شيټي

سونيل شيټي (۱۱ د اګسټ، ۱۹۶۱ ز. - ) (هندي: सुनील शेट्टी)، يو هندی لوبګر او د باليووډ فلمي ستوری دی چې د باليووډ په فلمونو کې راڅرګنديږي.

نيوليک

مخينه

شیټي په ۱۹۹۲ ع کال کي د لومړي ځل لپاره د بلوان په نامه فلم کي د بالی ووډ دنیا ته راووت چي د هغه لومړي فلم څه نا څه کامیابه وو.

د هغه دري ښایسته زښت کامیابه فلمونه د 1993ع کال د پهچان، انت، او وقت همارا هی په نومونو وه چي ښاغلی شیټي ته یی دا زمینه برابره کړه چي د بالي ووډ په نړی کي خپلي پښي ښخي کړي. وروسته په همدغه کال کي هغه په یو رومانوي فلم دل والي او کومیډي فلم ګوپی کیشن کي د ډیرو زړونه خپل کړل. هغه په 90 لسیزه کي په زیاتو فلمونو کي را ښکاره شو چي د ده رول په کي تر ډیره حده جنګي وو.

د هغه د ۱۹۹۷ ع کال د بهایی په نامه فلم ددیوالي دجشن په موقع که څه هم د شاه رخ خان د دل تو پاګل هی فلم سره په یو وخت کي راووت خو بیا هم یو کامیابه فلم وو. هغه په خپل باډر فلم کي د یو وطن دوست په رول کي وپیژندل شو چي وروسته همدغه شان په ۲۰۰۱ ع کال کي په ریفیوجي، په ۲۰۰۳ ع کال کي د ایل او سي کارګیل، او همدراز په همدغه کال کي په قیامت فلم کي راښکاره شو.

که څه هم ښاغلی شیټي زیاتره په جنګي فلمونو کي کار کړی خو هغه په ۲۰۰۰ ع کال کي په هیرا پیري ، د ۲۰۰۲ ع کال اواره پاګل دیوانه، د ۲۰۰۶ ع کال د پهر هیرا پیري او د ۲۰۰۹ ع کال د دي دنا دن فلمونو کي د کومیډي رول په کولو سره د خپلو مینوالو په مخونو مسکاوي څه چي خنداوي خپري کړي.

هغه په ۲۰۰۰ ع کال په دهړکن فلم کي د بهترین ورانکاره جایزه ، او په ۲۰۰۹ ع کال کي د جنوبي اسیا د نړیوال فلم فستیوال له خوا د ریډ الرټ فلم لپاره د بهترین لوبغاړي جایزه تر لاسه کړه.


د یو فلم پرودیوسر په حیث هغه د پاپ کارن موشن پیکچرز په نامه د پروډکشن کمپني پرانیستلي چي د ۲۰۰۳ ع کال د کهیل او رخت، او د ۲۰۰۶ ع کال د بهاګم بهاګ په نامه فلمونه یي د تولیداتو ښه بیلګي ګڼل کیږي. په نیږدي کلونو کي ښاغلی شیټي یواځي په فلمونو کي کوچني رولونه اجرا کړي.

سنیل شیټي د باليووډ سره سره په ۲۰۰۷ ع کال کي د ډونټ سټاپ ډریمینګ په نامه اینګلیسي فلم او د ‌B12 په نامه تامیل ( په هند کي یوه بله ژبه چي زیات شمیر هندیان پری ګڼیږي) فلم کي هم کار کړی دی.

شخصي ژوند

سنیل شیټي د مانا شیټی سره واده کړی چي له هغي څخه دوه بچیان لري چي یو يي اهان او بل یي اتیا نومیږي. سنیل شیټي په کیک بوکسینګ کي تور کمربند ترلاسه کړی.

فلموګرافي

  • ۱۹۹۲: بلوان
  • ۱۹۹۳: انت
  • ۱۹۹۳: پهچان
  • ۱۹۹۳: وقت همارا هې
  • ۱۹۹۴: دلوالې
  • ۱۹۹۴: ګوپي کیشن
  • ۱۹۹۴: هم هې بې مثال
  • ۱۹۹۴: مهره
  • ۱۹۹۵: غدار
  • ۱۹۹۵: رګو وير
  • ۱۹۹۵: سرکشا
  • ۱۹۹۵: ټکر
  • ۱۹۹۶: اېک تا راجا
  • ۱۹۹۶: راکشک
  • ۱۹۹۶: ساپوت
  • ۱۹۹۶: وېشواس ګهات
  • ۱۹۹۶: کرېشنا
  • ۱۹۹۶: شسترا
  • ۱۹۹۷: بهایي
  • ۱۹۹۷: بارډر
  • ۱۹۹۷: ډهال
  • ۱۹۹۷: جج مجرم
  • ۱۹۹۷: قهر
  • ۱۹۹۷: پريتوي
  • ۱۹۹۸: اخروش
  • ۱۹۹۸: همسې بدکر کون
  • ۱۹۹۸: سر او ټا کې جييو
  • ۱۹۹۸: وېناشک
  • ۱۹۹۹: بړا دل والا
  • ۱۹۹۹: هو تو تو
  • ۱۹۹۹: کالا سمراجيا
  • ۲۰۰۰: آغاز
  • ۲۰۰۰: ډهړکن
  • ۲۰۰۰: هيرا پيري
  • ۲۰۰۰: کروده
  • ۲۰۰۰: افسر
  • ۲۰۰۰: رېفیوجي
  • ۲۰۰۰: جنګل
  • ۲۰۰۱: ۱۲ بي
  • ۲۰۰۱: احساس
  • ۲۰۰۱: کاکا کویل
  • ۲۰۰۱: کچ کټي کچ میټي
  • ۲۰۰۱: پيار اشق اور محبت
  • ۲۰۰۱: یې تېرا ګهر یې مېرا ګهر
  • ۲۰۰۱: اتفاق
  • ۲۰۰۲: انارت
  • ۲۰۰۲: اواره پاګل ديوانه
  • ۲۰۰۲: جاني دشمن
  • ۲۰۰۲: کانټې
  • ۲۰۰۲: قرض
  • ۲۰۰۲: مسيحه
  • ۲۰۰۳: باز
  • ۲۰۰۳: اېک هندوستاني
  • ۲۰۰۳: کهېل
  • ۲۰۰۳: لاک کارګېل
  • ۲۰۰۳: قيامت
  • ۲۰۰۳: خنجر
  • ۲۰۰۴: اېک سې بړکر اېک
  • ۲۰۰۴: هلچل
  • ۲۰۰۴: کیو هو ګیا نا
  • ۲۰۰۴: لکېر
  • ۲۰۰۴: مې هو نا
  • ۲۰۰۴: رخت
  • ۲۰۰۴: ردراکش
  • ۲۰۰۴: آن
  • ۲۰۰۵: امر جوشي شهيد هوګيا
  • ۲۰۰۵: چاکلېټ
  • ۲۰۰۵: ديوانې هوې پاګل
  • ۲۰۰۵: دس
  • ۲۰۰۵: هوم ډېلېوري اپ کو..ګهر تک
  • ۲۰۰۵: کيو کې؟
  • ۲۰۰۵: پدماشیري لالو پرساد ياداو
  • ۲۰۰۵: پهلي
  • ۲۰۰۵: ټانګو چارلي
  • ۲۰۰۵: بلک مېل
  • ۲۰۰۶: چپ چپ کې
  • ۲۰۰۶: ډرنا ضروري هې
  • ۲۰۰۶: فايټ کلب
  • ۲۰۰۶: پهر هېرا پيري
  • ۲۰۰۶: شادي سې پهلې
  • ۲۰۰۶: اومراو جان
  • ۲۰۰۶: آپ کې خاطر
  • ۲۰۰۶: اپنا سپنا مني مني
  • ۲۰۰۷: قسم سې
  • ۲۰۰۷: کش
  • ۲۰۰۷: ډونټ سټاپ ډريمېنګ
  • ۲۰۰۷: دس کهانيا
  • ۲۰۰۷: شوټ اوټ اټ ولکنډوالا
  • ۲۰۰۸: مېشن استانبل
  • ۲۰۰۸: مسټر وايټ مسټر بلک
  • ۲۰۰۸: مخبر
  • ۲۰۰۸: ون ټو ټري

سرچينې

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې