سولګر
سولګر چي انګريزي ويي يي computer دى د چارو دښوولو يو ټوليز ماشين دی چې اومتوكې (data) په خپلچاري توګه سمبالوي. كه څه هم د سولګر ميكانيكي بيلګې د انسانانو په ژوند كي د ډير پخوا څخه په تاريخ كي ثبت شوي دي خو د لومړي ځل لپاره بريښنايي سولګر ته د شلمي پيړۍ په نيمايي ۱۹۴۰-۱۴۵ كالونو كي پراختيا وركړل شوه. دغخه لومړني سولګر د يوې سترې خونې په كچه لوی وو او د اوسنيو سولګرونو په پرتله ېې د سلګونو سولګرونو برېښنا لګښت درلود.
که چېرې د کمپيوټر پيښليک ته پاملرنه وشي نو په لمړيو کې کمپيوټر د شمير د مسايلو د سرته رسولو لپاره په کار وړل کېده او له همدې کبله د کمپيوټر يا شميرونکي په نامه نومول شوی دی. مګر له شک پرته د نن ورځې کمپيوټرونه د شمير پر مسايلو برسيره په نورو بيلا بيلو برخو کې ،او نژدې د ژوند په ټولو برخو کې د ګټې اخيستو وړ ګرځيدلي او هغه په لاندې ډول تعريفولای شو: کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی چې لمړني ورکړل شوي معلومات
( (Data تر کار ((Process لاندې نيسي د مخکېنيو ورکړل شوو پروګرامونو پر بنسټ لمړني معلومات تحليل او تجزيه کوي او په ډير دقت او چټکتيا سره غوښتل شوي پايلې ساتي او يا هغه ښيې. پورتنی تعريف د کمپيوټر په اړه لاندې ټکي څرګندوي:
- کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی.
- کمپيوټر هر ډول لومړني معلومات چې رقمي ((Digital اطلاعاتو ته د بدلون وړتيا ولري هغه پراسس او مني.
- کمپيوټر هغه ماشين دی کوم چې د پروګرام کولو وړتيا لري.
- کمپيوټر هغه ماشين دی چې د پروګرام کولو وړتيا لري.
- کمپيوټر هغه منطقي ماشين دی کوم چې د لومړنيو معلوماتو دتحليل او تجزيې وړتيا لري.
- کمپيوټر په ډير دقت او چټکتيا سره مسايل حلوي.
- کمپيوټر د ساتنځي(حافظې)لرونکی دی.
- كه چېري په ورکړل شوي پروګرام او يا لمړنيو ورکړل شوو معلومات
( (Data کې کومه غلطي يا اشتباه نه وي نو کمپيوټر حسابي او منطقي مسايل پرته له کومې غلطۍ او اشتباه حلوي.يا په بل ډول ،کمپيوټر مسايل د پروګرام او لمړنيو ورکړل شوو معلوماتو ((Data پر بنسټ حلوي.
کله ناکله به مو کمپیوتر ورو کیږی او سرعت یی ډیر کم وی. نن ورځ اکثرا دا ستونزی د کمپيوټري ويروس له امله منځ ته راځی.
نيوليک |
د کمپیوتر برخی
حافظه
د کنترول برخه
ننی او باندنی غړی
ماخذونه