سور كانگرو

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
Macropus rufus
سور كانگرو
RedRoo.JPG
Red kangaroo.jpg
مملکه ژوی
شاخه شمزۍ لرونکي ژوي
طایفه تی لرونکی ځناوران
ډله کڅوړه لرونکي ژوي
تیره كانگرو

سور كانگرو (په لاتين: Macropus rufus) د کانگروگانو او کڅوړه لرونکي ځناورانو څخه تر ټولو لوی ځناور دی چی په آسټراليا کی ژوند کوي نوموړي ځناور خوندور غوښه لري او د دي لپاره د انسانانو لخوا ښکار کېږی. آستراليا د كانگرو گانو اصلي وطن دى. دغه ځناور له هغه وروسته بيخي ډېر شو چې كابو دوه سوه شل كاله پخوا جوپه جوپه اروپايان استراليا ته راغلل او دلته يې ځنگلي سيمې په چمنونو بدلې كړې. كانگرو په ورښوگانو كې ښه څري

توصيف[سمول]

سور کانگرو اسټراليايى ځناور دی چې دشاپښىيى لويى دى ، اوږد ټوپ وهى ، پنډه اوږده لكى لرى اوښځه يى په نس كى كڅوړه لرى. پوست یی سور رنگ لري. اوږدوالي یی ۱،۴ مټره ده او وزن یی ۸۵ کيلوگرامو ته رسېږي.طبيعی دښمن یی ډينگو سپی او عقاب دی.