سوري

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

سوريان يا زوريان د پښتنو يوه لر غو نې قبيله ده چې د اوسيدو اصلي ځای يې دغور تاريخي سېمه ده چې په مرکزي افغانستان کې پر ته ده ٠ دغه قبيله په اصل کې د لوديو پښتنو يوه پښه ده او د پښتنو د نسب په عنعنوي شجرو کې کښل شوي دي چې د لودي زوی سياڼي دوه زامن درلودل چې يو يې اسماعيل او بل يې پړانگی نومېدل چې د اسماعيل له دريو زامنو نه يې مشر سور نومېده چې د ده نسل د سور، سوري او يا زوري په نامه ياديږي٠[1]

دغه خلک په پيل کې د مرکزي افغانستان د غور په غرونو کې اوسيدل، خو وروسته د شمېر ډېروالي او باهم جگړو او ځينو نورو عواملو دېته اړايستل چې يو شمېر خلک يې له دغې سيمې نه په لېږدېد پيل وکړي٠ ځينې يې د هرېرود په واديو کې مېشته شول، ځينې يې غزني ته وليږديدل او ځينې يې هم د سليمان د غره ختيز د دامان په سېمه کې مېشته شول٠ همدا اوس هم د دامان په سيمه کې سوري پښتانه استوگنه لري٠ د دغې قبيلې خلک په غور، بادغيس او هرات کې د زوريانو په نامه سره مشهور دي چې اوس هم ډېر شمېر زوريان يا سوريان په دغو ولايتونو کې مېشته دي ٠ ځيني يې هندوستان ته وليږديدل٠ د سوري واکمنانو لړۍ چې له اره له غوره پيل شوې ده په هندوستان کې يې يوه ستره واکمني رامينځ ته کړه چې سوري شېرشاه يې بنسټ ايښودونکی گڼل کيږي٠

د افغا نستان نوميالی مؤرخ او مشهور ليکوال لوی استاد ارواښاد علامه عبدالحی حبيبي د "پښتو ادبياتو تاريخ" په نامه اثر کې د سوري پښتنو په اړوند داسې کښلي دي :

"سوري يا زوري دپښتنو شاهانو يوه لر غونې کورنۍ ده چې له دوی نه دپښتو ژبې داسلامي دورې ډېر اثار موږ ته راپا تې دي اودغه سوريان دپښتنو په تاريخ کې ډېر اهميت لري٠ سوري دغور يوه مشهوره قبيله ده چې اوس هم شته او زوري يې بولي اودا نوم خورا زوړ او لر غونی دی او عربو تاريخ او جغرافيا ليکونکو هم سور دزور يا زوري په بڼه راوړی دی٠ "[2]

په اسلامي دوره کې لو مړنی مؤرخ چې د سوريا زور د نامه يادونه يې کړې ده احمد بن يحيی مشهور په البلا ذري دی چې د٢٥٥ هجري کلو نو په شا او خواکې او سېده ٠ ورپسې نورو مؤر خينو لکه احمد بن سهل بلخي (مړ٣٢٢ هجري) په خپل اثر کتاب الاشکال يا صورالاقاليم کې چې په٣٠٩ هجري کې يې کښلی دی، اصطخري په ٣٤٠ هجري کې په خپل کتاب المسالک والممالک کې او ياقوت په معجم البلدان کې دسور او زور يا دونه کړې ده.[3]

د اسلام دمخه هم سوريان دغور واکمنا ن تېر شوي دي چې ددوی يوه کورنۍ دشنسبيانو په نامه يا دېدله ،ځکه چې دشنسبيانو دشاهي کورنۍ لوی نېکه شنسب نومېد چې دخرنک زوی و٠

پردې سر بېره د اسلام په پيل کې دسوري کورنۍ يو بل واکمن ماهوي سوري نو مېد چې په مرو کې واکمن واو دساساني امپراتورۍ وروستنی واکمن دريم يزدگرد يې چې عربان يې يزدجرد بولي وواژه٠

دمخه مو يادونه وکړه چې په غور کې دسوريا نو دشنسب کهول داسلام په پيل کې دغور په غر ونو کې واکمني کوله چې په دغو واکمنانو کې يو هم امير پولاد و چې دابو مسلم معاصر او دهغه ملگری پا تې شوی دی چې مشهور مؤرخ منهاج السراج جوزجاني هم د منتخب تاريخ نا صري په حواله کښلي دي چې امير پولاد دابو مسلم ١٣٩ هجري معاصر و٠ دامير پولاد زوی امير کروړ نومېد چې دجهان پهلوان په نامه يادېده چې دتاريخ سوري ليکوال محمدبن علي البستي هم دده ستاينه کړې ده او ليکي چې امير کروړ جهان پهلوان ډېر زړور،اديب او دقلم او تورې څښتن و٠

که څه هم تاريخ سوري اوس نشته، خو دپټې خزانې مؤلف محمدهوتک د شيخ کټه متي زی غورياخېل د "لر غوني پښتانه" په حواله دامېر کروړ سوري په اړوند داسې ليکلي دي :

"امير کروړ دامير پولاد سوري زوی و چې په١٣٩ هجري کال د غور په مندېش کې امير شو او جهان پهلوان يې باله او دغور کلا گاني او دبالشتان، خيسار او تمران ماڼۍ او بر کو شک يې ونېول او درسالت له کهوله يې په خلافت کې ډېر کومکو نه وکړل٠ امير کروړ ډېر غښتلی پهلوان او په يوه تن له سلو جنگياليو سره جنگېده، نو ځکه يې کروړ باله چې معنی يې ده کلک او سخت٠ امير کروړ په ١٥٤ هجري کال د پو شنج په جگړو کې ووژل شو٠ "

دلته به بېځايه نه وي چې د امير کروړ جهان پهلوان دهغې وياړنې لومړني بيتونه رانقل کړو چې دخپلو سوبو په اړوند يې ويلې ده:[4]

زه يم زمری پردې نړۍ له ما اتل نسته
په هندوسند وپر تخار او پر کابل نسته
بل په زابل نسته، له ما اتل نسته

د غور د شاهي کورنۍ نو ميالي

دغور په سوري واکمنانو کې دالانديني کسان ډېر مشهور واکمنان او نو ميالي تېر شوي دي[5]

  1. شنسب د خرنک زوی د٤٠ او ٨٠ هجري په شا اوخواکې
  2. امير پولاد د شنسب زوی د١٣٠ هجري په شاوخواکې
  3. امير کروړ جهان پهلوان د امېر پولاد زوی ١٣٩-١٥٤هجري
  4. امير ناصر د اميرکروړ زوی د١٦٠ هجري په شااو خواکې
  5. امير بنجي دنهاران زوی د١٧٠ هجري په شااوخواکې
  6. امير سوري د٢٥٣ هجري په شااوخواکې
  7. امير محمد سوري د٤٠٥ هجري کال په شا او خواکې
  8. امير بو علي د محمد سوري زوی د٤٢٥ هجري ه شا اوخواکې
  9. عباس دشيش زوی او دبو علي وراره د٤٥٠ هجري په حدودو کې
  10. امير محمد دعباس زوی د٤٥٠ هجري په شا او خواکې
  11. قطب الدين حسن دمحمد زوی د٤٦٠ هجري په شااوخواکې
  12. ملک الجبال عزالدين حسين د قطب الدين حسن زوی د٥١٠ هجري کال په شااوخوا کې
  13. قطب الدين محمد د عزالدين زوی مړ٥٤١ هجري کال
  14. بهاؤالدين سام دعزالدين زوی (٥٤٤ - ٥٥٤ هجري)
  15. ملک شهاب الدين خرنک دعزالدين زوی د٥٥٠ هجري په شااو خواکې
  16. ملک شجاع الدين دعزالدين زوی د٥٥٠ هجري په شااوخواکې
  17. سلطان علاؤالدين حسين جهانسوز عزالدين زوی (٥٤٤ - ٥٥١ هجري)
  18. سلطان سيف الدين دعزالدين زوی (٥٤٣ - ٥٤٤ هجري)
  19. ملک فخرالدين مسعود دعزالدين زوی د ٥٤٠ هجري کال په شا او خوا کې
  20. سيف الدين محمد دجها نسوز زوی د ٥٥١ هجري کال په شا او خواکې
  21. سلطان غياث الدين محمد سام (٥٥٨ - ٥٩٩ هجري)
  22. سلطان معزالدين محمد سام (٥٦٩ - ٦٠٢ هجري)
  23. سلطان غيا ث الدين محمود دغيا ث الدين محمد زوی (٥٩٩ - ٦٠٧ هجري)
  24. سلطان بهاؤالدين سام د محمود زوی ٦٠٧ هجري
  25. علاؤالدين اتسز دجها نسوز زوی (٦٠٧ - ٦١١ هجري)
  26. علاؤالدين درغور (٥٩٩ - ٦١٢ هجري)
  27. ملک ناصر الدين کزيو د شهاب الدين خرنک زوی د٦١٨ هجري کال په شااوخواکې
  28. سلطان شمس الدين محمد د فخرالدين مسعود زوی د٦٥٠ هجري کال په شااو خواکې
  29. سلطان بهاؤالدين سام د شمس الدين محمد زوی (٥٨٧ - ٦٠٢ هجري)
  30. جلال الدين ابوعلي دبهاؤالدين سام زوی (٦٠٢ - ٦١٢ هجري)
  31. علاؤالدين مسعوددبهاؤ الدين سام زوی (٦٠٢ - ٦١٢ هجري)
  32. علا ؤالدين مسعود دشمس الدين محمد زوی د٦١١ هجري په شا او خواکې

د سوريانو دقبيلې مشهور مؤرخين، ليکوال او شاعران :

دسوريانو قبيلې په خپلې غيږ کې پياوړي مؤرخين، ليکوال او شاعران روزلي دي. دلته به بيځايه نه وي چې د ځينومشهورو کسانويادونه يې وکړو:

  1. محمد بن علي البستي دتاريخ سوري مؤلف: دغه تاريخ او مؤلف يې موږ ته دپټي خزانې مؤلف محمد هوتک دلرغوني پښتانه په حواله راپيژني. په دې تاريخ کې د لرغونو پښتنو په اړوند په تيره بيا د امير پولاد او دهغه د زوی د امير کروړ جهان پهلوان١٣٩ هجري په اړوندډېر گټور معلو مات لري.
  2. شيخ اسعد سوري مړ٤٢٥ هجري: د پښتو ژبې يو ډېر ښه شاعر و. دپلار نوم يې محمد و. دی په غور کې اوسيده او د غور په سوري شاهي کورنۍ کې دډېر درناوي نه بر خمن و. نو موړي د امير محمد سوري په وير نه کې دا قصيده ويلی ده چې يوازې يو بيت يې رااخلو: دفلک له چارو څه وکړم کوکار - زمولوي هر گل چې خاندي په بهار
  3. ښکارندوی غوري٥٨۰ هجري: ښکار ندوی د غور و او پلار يې احمد د غور د فيروز کوه کوټوال و ده يوه بوللۀ په لاندې ډول ده:[6] دپسر لي ښکلوونکو بيا کړه سينگارونه - بيا يې ولونل په غرونو کې لالو نه
  4. د دې کبله چې غوريان سوري پښتانه ول د دوی اولاده وروسته دغور دغرونو نه دافغا نستان په بېلا بېلو بر خو کې مېشته شول او ځينو يې په هندو ستان کې سترې سوبې کړي دي چې يو له هغو نه هم سلطان شهاب الدين غوري وچې د٥٧١ هجري کال نه يې د٦۰٢ هجري کلونو پورې يې په هندو ستان باندې يې هم خپل راج چلاوه.

ښاخونه او څانگې

د سوري دقبيلې دځينو ښاخونو او څانگو نو مو نه په لاندې ډول دي :[7]

شاهوخېل، الاخېل، يونس خېل، تره کي، محمودزي، شېر خېل، دولت خېل، شادي خېل، داؤد خېل، اتمان، کوټي ،بهرام، نورا خېل اونور٠٠٠

استو گنې سيمې

لکه چې دمخه مو وويل په پيل کې دسوريانو دقبيلې اصلي ټا ټوبی دغور تاريخي سيمه وه چې وروسته دشمېر دډېر والي او ياهم دنورو ير غلگرو ځواکونو دبريدونو او يا هم دنورو عواملو له کبله نورو ځا يو نو ته وليږ ديدل٠ په اوسني وخت کې سوريان دافغانستان دغور،بادغيس او هرات په ولا يتونو کې استو گنه لري چې په دغو ځايونو کې يې خلک دزوري يا زوريانو په نامه يادوي ٠همداراز دسليمان غره ختيز ته ددامان په سيمه کې دپاکستان دراولپنډۍ په چهچه کې او دهندو ستان د پنجاب دايالت په بيجواره،د هريانا په ايالت اوداتهراپراديش او بيهار په ايالتونوکې هم ددغې قبيلې خلک شته ٠

بايدووايو چې دهندوستان په هندوانواو سکهانو کې هم دسوري په نامه قبيلې شته چې دکهتري اوکوهکران په کاسټونو پورې اړه لري او په پنجاب کې اوسيږي٠

هندوستان کې دسوريانو واکمني

په هندوستان کې د پښتنوسوريانو دواکمنۍ بنسټ ايښودونکی فريدخان و چې وروسته په شېرشاه سوري مشهور شو ځکه چې دزمري سره په يوازې وجنگيد اوزمری يې مړ کړ نو ځکه دشير خان لقب ورکړل شو او کله چې دهندوستان واکمن شو نو بيا يې دشېرشاه سوري لقب غوره کړ ٠ شير شاه دحسن خان سوري زوی او دابر اهيم خان سوري لمسی دی٠

په هندوستان کې د پښتون واکمن سلطان بهلول لودي په خت کې ډېر شمېر پښتانه دروه له سيمې نه هندو ستان ته راغلل، ځکه دغه پښتون واکمن دروه يا د افغا نستان پښتنو ته يو فرمان ليکلی و چې که هر پښتون هندو ستان ته ورشي نو دی به منصبونه، خلعتو نه او جاگيرونه او په خپل پوځ کې به لوړ لوړ منصبو نه ورکوي٠ هماغه و چې دبهلول لودي ددغه فر مان سره سم د فريد خان يا شير شاه سوري نېکه ابراهيم سوري دخپل زوی حسن خان سوري سره يو ځای د بهلول لودي په واکمنۍ کې دمنصبونو دتر لاسه کولو لپاره هندو ستان ته لاړل اوڅه موده يې دحصار فيروزه په کلا کې تېره کړه ٠دغه سيمه اوس يوازې دحصار په نا مه يا ديږي [8] چې دشمالي هند دهريانا دايا لت يوه ولسوالي ده ٠

هريانا نن ورځ دشمالي هندوستان يو ايالت دی چې دپنجاب،ډيلي،راجستهان،اتهر کهنډ،هيما چل پراديش اواتهراپراديش دايا لتو نوسره گډه پوله لري٠

سوري شير شاه په ١٤٧٩ عيسوي کال کې په حصار فيروزه کې چې دهند دهريانا په ايالت کې موقعيت لري دې نړۍ ته ستر گې پرانيستلې او پلار يې فرېد خان نوم پرې کېښود٠ د هند دپښتون واکمن بهلول لودي دواکمنۍ په وخت کې کله چې جمال خان ته دجو نپور حکو مت لاس ته ورغی نو هغه دفريد خان پلار حسن سوري ته دخواص پور او ټانډه سيمې دجاگير په ډول ورکړې او دپنځه سوه ژوبله ورو او جنگياليو مېړو مشر يې وټا که٠

فريد خان وروسته بيا اگرې ته لاړاو هلته دولت خان لودي ته چې په هغه وخت کې دسلطان ابر اهيم لودي دسترو امراوو نه وورغی٠ دولت خان لودي نو موړی سلطان ابر اهيم ته وروپېژاند او کله چې دفريدخان پلار حسن سوري مړ شو نو فريد خان ته دخپل پلار دجاگير فر مان ورکړل شو٠ کله چې لودي سلطان ابر اهيم دمغولي بابر له لاسه دپاني پت په جگړه کې ووژل شواو پهاړ خان لواڼی چې دلودي سلطان ابر اهيم له خوادبيهار دا يالت صوبه دار واو خپلسری او ياغی شوی او خپل ځان ته يې دسلطا ن محمد لقب غور ه کړی ونو فريد خان هغه ته ورغی او دهغه له خوا منصب ورکړل شو ٠يوه ورځ فريد خان له سلطان محمد سره يو ځای ښکار ته لاړل چې ناببره يو زمری را ښکاره شو٠

فريد له زمري سره مقا بله وکړه او پخپله توره يې هغه وواژه٠سلطان محمد دده دزړورتوب نه ډېر خوشاله او ده ته يې دشير خان لقب ورکړ او سلطان محمدورځ په ورځ دده موقف لوړاوه څو چې يې دخپل زوی جلال خان استاد وټا که٠ شيرخان وروسته خپل ځواک ډېرکړ او دپښتنو په مر سته يې مغولي واکمن همايون مات کړ٠همايون ايران ته وتښتيداو شيرشاه دهندوستان واکمن شو اود حضرت اعلی لقب يې غوره کړ٠

شير شاه په هندوستان کې دپښتنو ديوې داسې پياوړي واکمنۍ بنسټ کېښود چې دهندوستان تاريخ پرې وياړي او دده تلپاتي خد متونه يادوي٠ دشير شاه له مهمو کارونو نه يوداو چې دبنگال دسونارگاون نه يې ترافغانستانه پورې سړک جوړ کړ او دسړک په دواړو غاړو ته يې ونې کښينولې څو مساپران ځانونه دگر مۍ نه خوندي کړي٠ همداراز يې په لاروکې کاروان سرايونه او جوماتونه جوړ کړل او څاه گانې يې وکيندلې چې مساپران ترې گټه واخلي٠ دشيرشاه بل مهم کارداوچې دپوستې او ډاگ سيستم يې په داسې ډول تنظيم کړ چې ډېر چټک او گړ ندی و، ان نن ورځ هم هنديان په دې معتقد دي چې دشير شاه دډاگ او پو ستي سيستم تر اوسني سيستم هم غوره و٠ شير شاه په هند کې دځمکو داسې اصلاحات رامينځ ته کړل چې دده دځمکې داصلاحاتو دسيستم نه اوس هم گټه اخيستله کيږي٠

شير شاه په هندوستان کې تقر يباشپږ کلونه په ډېر عدل اوانصاف سره واکمني وکړه چې دده عصر دهند په تاريخ کې يوطلايي عصر گڼل کيږي٠ په پای کې د٩٥٢ هجري کال دربيع الاول دمياشتي په دولسمه نېټه دکالنجر دکلا دنيولو په وخت کې دباروتوداور له کبله ټپي او بيا وروسته مړشواو دهندوستان دبيهار ايالت په سهسرام کې ښخ شو٠ دده زيارت ته اوس هم گڼ شمير خلک ورځي اوددغه عادل واکمن روح ته دعقيدت نذرانې ډالۍکوي٠دشيرشاه تر مړينې وروسته يې زوی سليم شاه پا چا شوچې بيا وروسته يې دولس کلن زوی فيروزخان ته واکمني په لاس ورغله، خو نو موړی دنظام خان دزوی مبارز خان له خوا چې دسوري شير شاه وراره و ووژل شو او نوموړي دمحمدشاه عدلي يا محمد شاه سوري په نامه ځواک تر لاسه کړ٠ ترهغه وروسته ددغې کورنۍ نور واکمنان لکه ابر اهيم شاه سوري، سکندرشاه سوري او عادلشاه سوري په هند کې واکمني چلولې ده٠

د شير شاه دزمانې مشهور کسان چې دسوريانو په قبيلې پورې يې اړه درلوده:[9]

احمد خان سوري چې د شير شاه ميرنی ورورو، قطب خان سوري، بر مزيد خان سوري اوکمال خان سوري چې د شيرشاه د واکمنۍ ستر اميران ول٠ جلال خان سوري، سکندر خان سوري، سيد خان سوري، غازي خان سوري، مبارک خان سوري، فتح خان سوري، محمد خان سوري، نظام خان سوري، مبارز خان سوري، مدا سوري د شير شاه مير نی ورور

سوريانو دواکمنۍ په اړوند مشهور کتا بونه

  1. تاريخ داودي چې مؤلف يې عبدالله له اره پښتون او د مغولي واکمن جهانگير معاصر دی.[10]
  2. تاريخ شير شاهي دعباس خان سرواڼي ليکنه چې ډې کلونه وړاندې په پښتو ټولنه کې د ارواښاد دکتور دولت محمد لودين له خوا ژباړل شوی و٠
  3. تاريخ شاهي داحمد ياد گار اثر چې ماددې مقالې ليکوال تر جمه کړی، خو لا چاپ شوی نه دی٠
  4. شير شاه اور ان کا عهد د پروفيسر کالکارنجن قانو نگواثر په اردو ژبه.[11]
  5. افسانه شاهان هند [12]

ماخذونه

  1. تاريخ حيات افغاني،٣٠٤ مخ ،دپېښور چاپ
  2. عبدالحی حبيبي، دپښتو ادبيا تو تاريخ،لومړی او دويم ټوک،٤٣٢مخ،ددانش خپرندويه ټولنه،٢٠٠٥ کال،پېښور
  3. نو موړی اثر،٤٣٣ مخ
  4. محمد هوتک، پټه خزانه،٣٤ مخ،د١٣٣٩ کال چاپ کابل
  5. عبد الحی حبيبي، تاريخ مختصر افغا نستان از ما نه های قديم تا استقلال،١٦٥-١٦ مخونه،کابل١٣٦٨٠
  6. پټه خزانه، ٣٨ او ٤٨ مخو نه
  7. پښتني قبيلې،١٧٨ مخ، دپېښور چاپ
  8. تاريخ حيات افغاني،٣٠٤ او ٣٠٥ مخونه
  9. احمد يادگا، تاريخ شاهي،دبينگال ايشيا ټيک سوسائټي،داسماالرجال فهرست،٤٠٩-٤٤٦ مخونه،کلکته،هندوستان
  10. داکتاب ماددې مقالې ليکوال د١٣٦٨ لمرېز کال دلړم په مياشت کې له اردو نه پښتو ته ژباړلی وچې بيا په١٣٧٠ لمرېز کال د افغانستان د علومو اکيډيمۍ د پښتو څيړنو د نړيوال مرکز له خوا د اريانا په مطبعه کې د٤٠٠٠ ټوکو په شمېر چاپ شو، خو په١٣٧٢ لمرېز کال کې دکابل په تنظيمي جگړو کې وسوځيد او څه ټوکونه چې پاتې ول نو په هټيوکې دوکاندارانو دپوړيو کار ځيني اخيست٠ دغه اثر وروسته بيا دويم ځل لپاره دانش خپرندو يې ټولنې په ٢٠٠٧ عيسوي کال کې په پېښور کې د١٠٠٠ ټو کو په تېراژ خپور کړ٠
  11. دغه اثرما په کابل کې تر جمه او يوه کاپي مې دافغا نستان دعلو مو اکيډيمۍ دپښتو څيړنو بين المللي مر کز ته ورکړه، خو کله چې تنظيمي ټو پکيان پر کابل مسلط شول نو د چايونو ددمولو لپاره يې سوځولی وا و له بده مرغه ما يې بله کاپي نه درلودله،خو خبر شوم چې ښاغلی دکتور نثار احمد صمد هم دغه اثر له اردو نه پښتو ته ژباړلی دی٠
  12. دغه اثر چاپ شوی نه دی، يوازې يوه قلمي نسخه يې دبريتانيا په بريټش ميوزيم کې خوندي ده مولف يې محمدکبير دشيخ اسماعيل زوی دی. کله چې زه په هندو ستان کې وم زما يوه دوست ددغه کتاب دقلمي نسخې مايکروفيلم زما په واک کې راکړ٠کله چې اسټراليا ته راغلم نو داکتاب مې وژباړه اوس راسره دی او که خدای کول ډېر ژر به چاپ ته چمتو شي