سوداگري (فلم)

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

سوداګري (په انګرېزۍ کې:Trade) د رولاند امریش او روزلین هلر له لوري جوړ شوى فلم دى چې کارګردان يې مارکو کروزپینتر دى.

لنډيز

کينډۍ:د بدلمنۍ خطر فلم له هغه ځايه پيلېږي چې د مکسيکو د يوې نېستمنې کورنۍ ١٣ کلنه نجلۍ چې ادريانا نومېږي له خپل ورور څخه په خپله کاليزه کې يو بايسکل ترلاسه کوي. د هغې ١٧ کلن ورور جورج ډېره مينه ورسره لري او په خپلې دې ډالۍ سره خپله خور خوشحاله کوي.

د فلم په دوام د ورونيکا په نامه يوه ښځه چې په اصل کې د پولنډ ده او د سيل لپاره مکسيکو ته تللې، د نجونو رانيولو او خرڅولو کار و بار کوي، ١٣کلنه ادريانا هم د دې ښځې ملګرو تښتولې او هڅه کوي د انټرنټ په مرسته ورته رانيوونکي پيدا کړي او په ګرانه بيه يې وپلوري.

په دې وخت کې د نجلۍ ورور چې د خپلې خور په لټه کې دى د يوه بل کس په مرسته په انټرنټ کې د هغې د ليلام عکسونه پيدا کوي او رانيسي يې. کله چې د نجلۍ د ورور ملګرى په هغې پسې ورځي، رانيوونکي پر دې سړي شک پيدا کوي او ګومان کوي پوليس به وي. جګړه نښلي اخر پوليس انسان تښتوونکي نيسي او ورور او خور کور ته روانېږي.

سرچينه

باندنۍ تړنې