سهېل خان
د ويکيپېډيا لخوا
| سهېل خان | |
Sohail Khan playing for Mumbai Heroes at Celebrity Cricket League |
|
| زېږېدنه | سهېل خان 20 ډيسمبر 1970 ممبای, مهاراشترا, هند |
|---|---|
| نور نومونه | خان بهايي سهېل |
| مسلک | لوبغاړی, ډایرکټر, ليکوال, پروډيوسر |
| د فعاليت کالونه | 1984-1986, 1988, 1997–تر اوسه |
| ماندينه/خاوند | سيما سچدېو خان |
| ماشومان | نيروان خان اسلم خان |
| پلار و مور | سليم خان (پلار) سلما خان (مور) هېلن (ناسکه مور) |
| خپلوان | سلمان خان (ورور) ارباز خان (ورور) الويرا خان اګنيهوتري (خور) ارپيتا خان (خور) اتول اکنيهوتري (اوښی) |
سهېل خان (۲۰ د ډسمبر، ۱۹۷۰ ز.) (هندي: सोहेल ख़ान)، د هند یو وتلی فلمي لوبغاړی، توليدونكى، ليکونکی او ډايرکټر دی. هغه د سلمان خان وړوکی ورو هم دی.
نيوليک |
پخواني وختونه
سهېل خان د ۱۹۶۷ ع کال د ډسمبر د میاشتې په ۲۰ مه د هند هېواد د مهاراشترا ايالت د ممبی په ښار کې زېږېدلی دی. د سهېل پلار چې سليم خان نوميږي هم د هندي فلمونو يو لوبګر او فلم ليکونکی دی او مور یې، سلما (سوشيلا چرک) يوه براهمن هندوه ده. د هغه نېکه يا د سليم خان پلار د افغانستان د پښتنو څخه وو چې د هند د مدهېه پردېش ايالت کې مېشته شوی وو.[1]
شخصي ژوند
سهېل خان د سيما سچدېو سره واده کړی چي له هغي څخه دوه بچیان لري، نېروان او اسلم.
خان دوه ورونه چې سلمان خان او ارباز خان نوميږي او دوي خویندې الويرا خان او ارپيتا خان لري.