سهيلا صديقي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډاکټره سهيلا صديقي

جنراله ډاکټره سهيلا صديقي (۱۹۳۹ - )، چې د جنرال سهيلا په نامه هم پېژندل کېږي، يوه افغانه متقاعده سياستواله ده. هغه د ۲۰۰۱ ز. کال د دېسمبر نه تر ۲۰۰۴ ز. کال پورې د افغانستان د عامه روغتيا وزيره هم پاتې شوې. د وزارت له دندې مخکې هغې د افغانستان په يوه پوځي روغتون کې د جراحې په توگه دنده ترسره کوله.

مېرمن صديقي د افغانستان د لومړنيو ښځينه جنرالانو له ډلې نه ده. هغې د افغانستان د وروستني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ نه راپدېخوا په رسمي دندو بوخته وه او په ۲۰۰۴ ز. کال کې يې تقاعد وکړ.