سمېع يوسف

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
سمېع يوسف د ۲۰۱۱ زېږيز کال په يوې غونډه کې

سمېع يوسف يا سامي يوسف (Sami Yusuf ) يو له آره دايران د آزربايجاني توکم څخه يو تکړه سندرغاړی دی او لوی شوی په برتانياکې دی. دی په انګرېزي ژبه سندرې وايي او په سندرغاړۍ کې يې خپلې مسلکي لوړې زده کړې ترسره کړي دي . همدا رنګه د يو پوخ سندرغاړي ، سندره جوړوونکي ، شعرجوړوونکي ، او د ډول ډول سازالاتو غږوونکي په توګه پېژندل شوی . دده په سندرغاړۍ کې د اسلامي اخلاقو ، اسلامي هنر او ادبياتو رنګ په لوېديځه ژبه سينګار شوی ، د همدې له کبله ورته د لندن يوه نوموتي پوهنتون روهمپټن د ويوونو د پېېلو اعزازي ډوکټورا بری لیک ورکړ . سمېع يوسف ځان د ايران د آزربايجاني توکمه ګڼي چې په برتانيا کې د درې کلنۍ په عمر مېشت شوی دی . د سمېع يوسف ټوله کورنۍ هنرمنده ده اوپلار يې د سازي الاتو غږولو پخه مخينه لري.

مخينه[سمول]

سمېع يوسف د ايران په پلازمېنه تهران کې ۳۲ کاله پخوا ۱۹۸۰م زېږيز ، يوې آزري توکمه هنرمنده کورنۍ کې زېږېدلی او د درې کلنۍ په عمر له ايران څخه اګلستان خواته کډوال شوي . دی دم مهال د ملګرو ملتونو د WFP اورګان سره په کار بوخت دی .

زده کړې[سمول]

سمېع يوسف په انګلنډ کې خپلې زده کړې ترسره کړي او لوړې زده کړې يې د انګليند د تر ټولو غټې د هنر اکاډمي (دي رايل اکېډمي آف ميوزيک ان لنډن) (The Royal Academy of Music in London) څخه بشپړې کړي .

سندريزه ټولګې يا البومونه[سمول]

د سمېع يوسف لومړنۍ سندريزه تولګه په کال ۲۰۰۳م زېږيز کې د (المعلم) په نوم راووتله ، وروسته ورپسې (My Ommah ) (زما امت) په نوم او بيا د فلسطينيانو سره د خواخوږۍ په تکل (Where ever you are) (هر ځای کې چې يې ) په نوم ۲۰۱۰م زېږيز کې راووتله او همدا رنګه نورې تولګې يې (Never Forget ) ,( The Source) , (Never Forget ) نومېږي .

سرچينې[سمول]

www.samiyusufofficial.com