سميع الله شينواری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سميع الله شينواری

ښى لاسى ورو بالر او منډه جوړونکى د ١٩٨٧ کال د دسمبر په ٣١ نېټه په ننگرهار کې زيږيدلى دى . تير کال سميع الله شينواري خپل توان هغه وخت په ماليزيا کې له نيپال سره وښود چې دوه لوبغاړي يې وسوځول او بيا يې تر پنځوسو ډيرې مندې وکړې چې د لوبې غوره لوبغاړى وبلل شو . سميع شينوارى په فيلډينگ يا توپ ټولولو کې هم يو له تکړه لوبغاړيو څخه گڼل کيږي . دى ليگ بريک ورو بالينگ کوي او تيزې منډې جوړوي .

سميع الله شينواري تر اوسه ٢٣٧ منډي کړي چې اوسط يې ١٨.٢٣ جوړيږي د دۀ تر ټولو ډيرې منډې ٥١ وې . دۀ ١٠ لوبغاړي د ٢٤.٥٠ په اوسط سوځولي او غوره بالينگ يې د اتو منډو په بدل کې د دوو لوبغاړو سوځول و .