سميع الله تړون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سميع الله تړون

سميع الله تړون يو پښتون شاعر دی.

مخينه

يم د پلار نوم مې حاجي مکرم خان او د نيکه نوم مې محبوب دی په ۱۳۵۹ لمريز کال د کونړ ولايت د وټه پور ولسوالۍ د کرمول په کلي کې زيږېدلی يم کله چې له وطن نه د مهاجرو کاروانونه پېل شول نو مونږ هم ددغې کاروانونو سره ملگری شول او د باجوړ په پنډغالو کی مو واړول لومړی زده کړی می هم هلته پوره کړي او کله چی بېرته وطن ته راستانه شو نو په پېل کې می په خپل کی کې مدرسه شروع کړه او د قرانکري حفظ می هم شروع کړ خو لږ وخت وروسته هغه مدرسه بنده شوه او زه هم اسداباد ته راغلم او د عمراخان په لېسه کی شامل شوم د ليسي په دوران کي می د پښتو ادب سره ډيره مينه وه او کله کله به مو په ليسه کی ادبی مشاعری هم جوړولی په ۱۳۷۴ کال کی می په شعر ليکلو پېل وکړ او تخلص می هم پر ځان ( تړون ) کېښود په ۱۳۷۸ کال کي مي ثانوي زده کړی بشپړی کړی او سم دواره د ننگرهار پوهنتون ته د کانکور د ازموينې لپاره ولاړم په کانکور کی د حقوقو پوهنځي ته بريالی شوم او ښه په شوق مي د حقوقو پوهنځی ولوست

زده کړې

د پوهنځي په جريان کي د شعرونو دوه کتابونه چی د يوه نوم (تاته دي درپاتې وي) او د بل نوم ( زه دې نور نوم په ژبه نه اخلمه ) له چاپه راوتلي وو خو ددې ترڅنگ مي د خوځښت په نوم يوه تونده سياسي مجله هم چلوله چی په سيمه د پوره شهرت درلودونکې وه کله چی له پوهنځی فارغ شوم نو يو شمير دندی مي هم اجرا کړی چی د هغې له جملی نه يوه دنده می د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ دنده وه چی زه هلته ولسوال وم خو خپل فرهنگی کارونه می تر اوسه دوام لري په اوس وخت کی مي د شعرونو بل کتاب د ( بلا لاس) په نوم له چاپه راوتلی دی او د خپل ورځني ژوند لپاره په تجارت بوخت يم

دندې

باندنۍ تړنې