سمنګان ولايت

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل

Noia 64 apps wp.png دا يوه نابشپړه ليکنه ده. ددې په بشپړولو کې تاسو د ويکيپېډيا سره مرسته وکړی.

د سمنګان ولايت د بلخ او بغلان ولايتونو ترمنځ پروت دی. سمنګان ولایت د هیواد په شمالی سیمه کی موقیعت لری چی تاجیکستان او ازبکستان سره شریکه پوله لری. ددې ولایت جنوب لورته د هندوکش د چنغور غاښ او د ایبک په برخه کې هوارې زراعتی ځمکې اوشمال لورته د آبدان میر علم شګلنې دښتې، د آمو د سیند شاوخوا ساحه پوښلې ده. ددي ولایت خلک له بزکشی او د غرڅو له ښکار سره ډیره مینه لري. دا ولایت د شفتالو، پستی، آلو،زردالو او بادام ډیر باغونه لري. د هغی سیمی خلک د غالیو او لاسي صنایعو په ګنډلو کې ډیر مهارت لري.

نيوليک

تاريخ

دا ولایت یو روښانه او لرغونی تاریخ لري. حضرت سلطان،دخلم غونډی، د بودیزم په سبک لوی سوړی او غارونه د سرخرنګ خټینې مجسمې او تخت رستم ددې ولایت مهم تاریخې ځایونه دی. د کشفیاتو له مخې ډیرې سوړې او مغارې موندل شوي دي او دا ثابتوي، چی د سمنګان نوم هم ازبکي او تاریخي ریښه لري، ځکه چې په ازبکې کې(سومونګ،ایان) دی، چې مانایې د سوړو اوسیدونکیو په مفهوم ده. تر میلاد(۵) پیړی وړاندی د رستم تخت له تیږی څخه جوړ کړای شوی دی. د خلم د ښار شمال لور ته په ۸ کیلومتری کې له غونډی څخه یو شمیر مجسمې ترلاسه شوي دي، چې دا ټول څیزونه د سمنګان لرغونتوب ثابتوی.

هوا

ددې ولایت هوا ګرمه او وچه ده. په اوړي کې د تودوخی لوړه درجه ۲۵ او ۳۰ درجې سانتی ګرید وی او په ژمی کې -۵ او -۱۰ ته راښکته کیږی. د کلني اورښت اندازه یط د ۳۰۰ او ۴۰۰ ملې مترو په شاو خوا اټکل شوې ده.

توليدات

الوبخارا، الو، پسته،چارمغز، زردالو او زیره یې مهم پیداواردی. غنم،وریجې، وربشې او جوار پکې ښه حاصل ورکوي. په دی ولایت کې هندواڼې په یو ځانګړي کیفیت تولیدیږي او د پزکشی آسونه په فني دود روزل کیږی. د تاشقرغان(سمنګان) سیند یې د ابو ستره منبع ده. دا ولایت(۲۲۲۰۰۰) اکړه آبی او (۷۳۰۰۰) اکړه للمی ځمکه لري. ددې ولایت(۶۸۸۵۰۰) جریبه ځمکه د چنار، پنجه چنار،توت، زردالو،الو، الوبخارا او شفتالو ونو نیولې ده.

اداري جوړښت

ددې ولایت اداری واحدونه په لاندې ډول دی.

ولسوالۍ پلازمېنه وګړي د شمېر د اټکل کال
ایبک د ولایت مرکز ۹۰۵۸۵ ۱۹۹۰
حضرت سلطان علاقه داري ۲۵۹۸۱ ۱۹۹۰
خلم ولسوالی ۵۹۶۲۷ ۱۹۹۰
دره صوف ولسوالي ۹۶۱۷۳ ۱۹۹۰
روی دواب ولسوالي ۲۸۶۸۹ ۱۹۹۰

ټول مساحت ۱۶۲۰۰ ۳۱۲۵۲۴ ټول نفوس