سلطان بن سلمان بن عبد العزيز ال سعود
سلطان بن سلمان بن عبد العزيز ال سعود | |
---|---|
د سلطان بن سلمان بن عبد العزيز ال سعود انځور
| |
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۲۷ جون ۱۹۵۶[۱][۲] Riyadh, Saudi Arabia |
هېواد غړيتوب | سعودي عربستان |
پلار | سلمان ابن عبدالعزیز آل سعود [۳] |
خور/ورور | |
کورنۍ | سعودي کورنۍ (آل سعود) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | Fighter pilot |
مورنۍ ژبه | عربي ژبه |
کاروونکي ژبه | عربي ژبه |
پوځي خدمت | |
مقام | Colonel, Royal Saudi Air Force |
سمول |
سلطان بن سلمان بن عبد العزيز ال سعود (انگلیسي: Sultan Bin Salman Bin Abdulaziz Al Saud) – (زوکړه: ۲۷ جون ۱۹۵۶) د سعودي عربستان د هوايي ځواکونو یو پخوانی الوتگر (پیلوټ) دی چې په امریکايي تشیال ماکو (Space Shuttle) ایسټيایس-۵۱-جي ماموریت کې یې د باروال کارپوه (payload specialist) په توگه برخه واخیسته. نوموړی د ال سعود د شاهي کورنۍ غړی دی؛ او لومړنی مسلمان، لومړنی عرب او د شاهي کورنۍ لومړنی کس دی چې تشیال ته تللی دی.
مخکینی ژوند
[سمول]سلطان بن سلمان ال سعود د ۱۹۵۶ د جون پر ۲۷مه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې زېږېدلی او د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبد العزیز ال سعود دوهم زوی دی. مور یې سلطانه بنت ترکي بن احمد السدیري نومېده چې د ۲۰۱۱ په جولايي کې مړه شوه. سلطانه د ترکي بن احمد السدیري، چې د عصیر پخوانی والي وو او د عربستان د پاچا سلمان بن عبد العزیز تره (کاکا) هم کېږي، لور وه. شهزاده سلطان د فهد، احمد، عبد العزیز او فیصل سکه ورور دی.
زدهکړې
[سمول]شهزاده سلطان خپلې لومړنۍ او منځنۍ زدهکړې په ریاض کې بشپړې کړې دي. د امریکا له ډنور پوهنتون (University of Denver) څخه یې په ډلهییزو اړیکو (mass communication) کې لوړې زدهکړې ترسره کړې؛ او په ۱۹۹۹ کې یې له سیراکیوز پوهنتون (Syracuse University) څخه په ټولنیزو او سیاسي پوهنو کې ماسټري ترلاسه کړه.
پخوانۍ تجربه
[سمول]شهزاده سلطان بن سلمان خپل کارژوند په ۱۹۸۲ کې د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزارت د نړیوالو اړیکو په څانگې کې د څېړونکي په توگه پیل کړ. دې دندې یې تر ۱۹۸۴ پورې دوام وکړ. د سعودي د اتلانو د هغې ډلې د رسنیزې کمیټې مرستیال مشر وو چې د امریکا په لاس انجلس کې یې د ۱۹۸۴ په دوبني اولمپيک کې گډون کاوه.
دندې
[سمول]غړیتوب
[سمول]نور ولولئ
[سمول]- ↑ http://www.scta.gov.sa/en/AboutSCTA/HRHCV/Pages/PrinceHomePage.aspx
- ↑ http://www.spacefacts.de/bios/international/english/alsaud_salman.htm
- ↑ دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
- مخونه د غیر شمېريزو فارمیټینم دلایلو سره
- Use dmy dates from August 2015
- Articles with invalid date parameter in template
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P22
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P3373
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P53
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- ستورمزلي
- مسلمان ستورمزلي
- عرب ستورمزلي
- اسیاسي ستورمزلي
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه