سردار علي ټکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سردار علي ټکر

شاليد
زېږون نوم سردار علي ټکر
زېږېدنه مارچ 7, 1956(1956-03-07)
پېښور, پښتونخوا
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات تبله, باجه
د فعاليت کالونه 2004– تر اوسه

سردار علي ټكر د كوزې پښتونخوا يو تكړه سندرغاړې دى، چې دده كوډگر غږ په لر او بر څه چې په ټوله نړۍ كې ډېر زيات مېنان لري.

دې په ۱۹۵۶ز كال د ټكر په كلي كې زېږېدلې دى.

تراوسه پورې د ټكر سلگونه البومه د پښتو ژبې سندريزه مينه والو ته وړاندې كړې دي.

مخينه او زده کړې

سردار علي ټکر په 1956ز. کال کې د مردان د تخت بايي سيمې د ټکر په کلي کې سترگې نړۍ ته پرانيستي دي. نوموړی تر لسم ټولگي خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کلي کې سر ته رسولي او بيا يې د مردان په دولتي پوهنڅي کې په ساينسي مضامينو کې د څوارلسم ټولگي بريليک ترلاسه کړی. تر دې وروسته د پېښور پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځی ته ولاړ او هلته يې د ماشيني تخنيک په ځانگه کې انجنيري کړې. کله چې له انجنيري يې په برياليتوب سره سر ته ورسوله نو بيا يې د برتانيې او کاناډا هېوادونو کې څينې ځانگړي کورسونه بشپړ کړل.

د هنر ډگر

کله چې سردار علي ټکر په پوهنتون کې زده کړيال وه نو په هماغه وخت کې ورته د خپل د پټ استعداد د څرگندولو موقعه برابره شوه. په لومړيو ورڅو کې يې خپل استعداد د خپلو دوستانو په ډله کې محدوده ساتلی وه او د پوهنتون او ملگرو د موسيقۍ په بېلابېلو غونډو او لمانڅنو کې يې گډون کاوه. خو کله چې په ۱۹۸۲ ز. کال کې د پېښور د اېډورډ پوهنڅي د تاريخ د ځانگې يو پروفيسر، يار محمد مغموم د پښتو ژبې فلسفي شاعر غني خان لپاره يې يو محفل جوړ کړی وه او په هماغه مهال نوموړی پروفيسر د يوه داسې سندرغاړي په لټه وه چې د غني خان شعرونه په سندرو او موسيقۍ لا نور ښکلي کړي، نو په همدې وخت کې سردار علي ټکر په دې خبر شو او د څان سره يې دا پرېکړه وکړه چې دی به په دغه غونډه کې سندرې وايي. دا هماغه غونډه وه چې سردار علي ټکر يې د لومړي څل لپاره د گڼو خلکو په مخ کې خپل فن او هنر ښکاره کړ چې ډېرو خلکو د هغه د سندرو کسټونه ثبت کړل او ډېر لږ وخت وروسته همدا ټيپي کسټونه په بازار کې مينوال وموندل او سردار علي ټکر نوم او شهرت پيدا کړ. تر دې وروسته د لومړي څل لپاره سردار علي ټکر د پېښور راډيو په يوه خپرونه کې چې د زلمي کول په نامه يادېده، دوه غزلې وويلې. په راډيو کې د سندرو ويلو وروسته يې د پاکستان ټلويزون پي ټي وي ته لار وموندله او هلته يې هم سندرې ثبت کړې. په ۱۹۸۴ کال کې سردار علي ټکر افغانستان ته ولاړ او افغانستان ته سفر کولو سره يې د هغو شاعرانو د شعرونو ويلو چانس ترلاسه کړ، کوم چې پاکستان کې ورباندې بنديز لگېدلی وه. په افغانستان کې پاتې کېدل او هلته په ټلويزون کې سندرې وييل نور هم د سردار علي ټکر په شهرت کې زياتونه وکړه.

د پښتو موسيقۍ په ډگر کې د نه هېرېدونکو خدمتونو په پايله کې سردار علي ټکر گڼ شمېر لاسته راوړنې لري. نوموړي ته د پاکستان د حکومت لخوا د پرايډ آف پرفارمنس يا د وړاندې کولو وياړ جايزه ورکړل شوه.