سرخاني خان الكوزى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له نېكه مرغه، چې په اتلسمه پېړۍ كې په داغستان جمهوريت كې د سرخاني خان يا سرخايي خان الكوزي په نامه يوه پښتانه حكومت كړى دى. سرخاني خان هم لكه د ازاد خان په څېر يو غښتلى پښتون دی. سرخاني خان له يو شمېر الكوزو سره هلته پادشاه شو. دده له حكمروايي څخه چې الكوزي خبر شول، كرار كرار ورپسې ورتلل. دا څرگنده خبره ده، چې الكوزي به هلته ډېر وي {...} د سرخاني خان الكوزي په باب خورشيد جهان د ميرزا مهدي تاريخ جهانگشايان له قوله يو لړ په زړه پورې مالومات وړاندې كوي. ددغه عاجز په فكر ښايي دغه ميرزا مهدي به د نادر افشار منشي وي. كه چيرې داسې وي، د هغه خبرې، چې په هغه مهال كې له هرې خبرې خپرېده، ډېر مهم سند دى. اوس به دا وڅېړو چې سرخاني خان څنگه دغه لوړ مقام ته ورسېد.

د ازاد خان په برخه كې موږ نه پوهيږو، چې كه ده د كندهار په دفاع كې برخه اخيستې وي، نو څنگه د نادر افشار جنرال شو؟ كېداى شي دده د غښتلتوب له كبله يې دى جنرال ټاكلى وي. خو د سرخاني خان ژوندليك روښانه دى. يوازې دده هوښياري او گړنديتوب كافي وو. وايي چې سرخاني خان الكوزى له يو شمېر الكوزو سره د روم سلطان ( عثماني پادشاه ) ته ولاړ. لکه څرنگه چې ده خپل كارونه په ډېر كفايت سره سرته رسول، نو د سلطان له خوا د داغستان د والي په توگه مقرر شو. د دوى يو لقب پاشا دى، چې جنرال يا والي ته وايي. دده د پادشايي په دوران كې ډېرو الكوزو هلته زمكې تر لاسه كړي. سرداري او زمينداري يې ونيوله. څرنگه ”شمخان“ ”جارو“ ډېر استعداد درلود، نو د داغستان ښه ځايونه يې ونيول.

سرخاني خان د الكوزو او نورو ابدالي پښتنو په مرسته ټول ياغيان له غرو راكوز كړل. د ترك له عثماني امپراتور سره د هغه ډېر قدر وشو، د داغستان ټول واك او واگ دده شو. دا هغه مهال دى چې نادر افشار د ۱۷۲۹ ز كال په حدودو كې د عثماني تركيې پر متصرفاتو بريدونه كول. د تركيې عثماني امپراتور د نادر شاه يو لړ شرطونه ومنل. كله چې امپراتور په دې اړه خپلو واليانو يا پاشايانو ته خبر وركړ، نو ټولو ومنل، خو سرخاني خان الكوزي دا شرطونه ونه منل او نادر افشار ته يې په توره او مېړانه ځواب وركړ. د سرخاني خان دغه مېړانه چې نورو ”پاشايانو“ وليده، نو دوى هم د الكوزي په لاره ولاړل. سرخاني خان الكوزي سربېره پر هغه د موسى خان په لاس نادر افشار ته سخت ځواب وركړ چې: ”ما د داغستان او شېروان هېوادونه د الكوزو په توره فتح كړي. عثماني شاهنشاه سلطان احمد خان (هغه مهال تركيه د روم په نامه يادېده، ځكه چې شرقي روم وو) حق نه لري، چې ماته ستا په برخه كې مثال راكړي. (مثال-فرمان). نادر افشار چې دا خبره واورېده، په غوسه شو، نو له ډېرو لښكرو سره يې د داغستان په لور حركت وكړ او سملاسي يې بريد وكړ. د جگړې په پايله كې سرخاني خان په دې بريالى شو، چې د هغه يو څه پوځ ونيسي يا يې په شاه وتمبوي.

يوه پلا سرخاني خان سوله وغوښته، نادر افشار وويل چې سرخاني دې پخپله راشي. په سرخاني باندې دا خبره بده ولگېده، ويي ويل، ما نه غوښتل چې دواړو خواوو ته مسلمانان مړه شي، خو ته ډېر مغروره يې، زه به دې غرور مات كړم.

وروسته له دې نادر افشار ته دا فكر ورغى، چې راځه پښتون په پښتانه ووهه، نو الكوزي ته يې الكوزيان ورولېږل، داسې چې عبدالغني خان الكوزى يې له الكوزو او ابدالي لښكرو سره داغستان ته ولېږه. دلته نو د سرخاني لپاره ډېره گرانه شوه، چې مخكې مسلمانان ول، يانې ايرانيان، خو اوس يې خپل پښتانه الكوزي وروڼه درته راوايستل.

كله چې يې د جگړې په ډگر كې خپل الكوزي وليدل، نو يې له جگړې لاس واخيست، هغه وو چې برى د نادر په برخه شو. په دې ډول چې تيږه يې په تيږه ووهله. الكوزي يې په الكوزو ووهل. ميرزا قوام الدين قزويني ددغې پېښې تاريخ د ابجد په حساب په يوه بيت كې داسې راوستى دى:

چو خواندندالخير فيماوقع بريدند شاهان زشاهي طمع له تاريخي پېښو داسې ښكاري، چې نادر افشار د سرخاني له ماتې وروسته كندهار ته خوځېدلى وي، چې سيدال ناصر له شاه حسين سره د مرستې لپاره هلته تللى وو. د شاه حسين هوتك زوى، چې محمد نومېد، له نوميالي سپه سالار سيدال ناصر سره يو ځاى په ډگر كې جنگېده. سرخاني د نادر لاس ته ورنغى، خو نادر افشار دده خزانې د قموق په ښار كې تر لاسه كړې. نادر هغه الكوزي چې ده يرغمل نيولي وو، وبښل. له سرخاني خان نه وروسته دده قوم، يانې الكوزي يو ځل بيا د نادر مخې ته ودرېدل، خو دا ځل نادر له ځان سره پښتانه درلودل. د كندهار د ښار فتح، چې لس مياشتې اوږده شوه، دغه مهال بيا هم نادر درې سوه ابدالي پښتانه پر دېوالونو وروخېژول.

احمد شاه بابا عبدالغني خان الكوزي سره، له دې چې دده خپل وو، هغه يې د بې پښتوگۍ يانې له پښتونولۍ سره مخالفت په جرم اعدام كړ. له هغې جملې د سرخاني خان الكوزي ټكول او نورې داسې خبرې چې له عاطفې څخه لري وې.

اصلي كيف د پښتنو خوځښت دى، چې په اتلسمه پېړۍ كې ميرويس نيكه وخوځول. په پاى كې اسلام خان په تهران كې، ازاد خان په اذربايجان كې او سرخاني خان په داغستان كې د خپلواكۍ رپي ورپول. احمد شاه بابا هم په ډپلي كې. داغستان او شيروان څنگ په څنگ پراته دي، خو شيرواني او الكوزي هلته نشته، هغوى په افغانستان كې دي.

د تاريخي تحليل له مخې ازاد خان سلېمانخېل او سرخاني خان دواړه افغان اتلان دي، چې يو يې غلځى او بل يې ابدالي وو. لكه د نادر افشار په مهال كې، لومړى د هرات ابدالي وټكول شول، بيا د كندهار غلځي. هغه څوك چې تاريخي فكر لري، دواړه پښتانه دي او د غليم لپاره يو دي. سرخاني خان ته خپل الكوزي ودرېدل. د كندهار پر ښار ابداليان د نادر افشار لپاره وروختل. لكه څنگه چې په دغه وخت كې په كندهار كې احمد شاه بابا او ذوالفقار خان بنديان ول، كېداى شي پر كندهار باندې د ابداليانو ورختل هم د دوی په خاطر شوي وي.

كه دا ومنل شي، چې تاريخ د راتلونكي لپاره د عبرت درس دى، نو دغه نيمگړتياوې بويه سمې شي او دا د ځوان نسل كار دى.

اخځونه

  1. قدرت الله حداد ( فرهاد ) ، د افغان ملي تاريخ ، ۲۵۳ -۲۵۶ مخونه ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .