ستورپېژندنه
د ويکيپېډيا لخوا
| لطفاً د دې ليکنې په غځولو سره دا ليکنه پياوړې کړۍ. د دې ليکنې په اړه نور مالومات تاسې د خبرواترو مخ کې موندلی شی. |
ستورپېژندنه د عقايدو او دودونو د نظام يو داسې ډګر دی چې د دغې پوهې په مرسته د اسماني اجرامو د نسبي موقعيت او د هغوي اړونده تفاصيلو له مخې د انساني کړو وړ، شخصيت او نورو زمکنيو مسايلو مالومات رابرسېره کېږي. د ستورپېژندنې د پوهې خاوند او عملي کوونکي ته ستورپوه يا منجم وايي.
ستورپېژندنې ته په عربي ژبه علم النجوم او په انګرېزي ژبه آسټرولوجي (Astrology) وايي. د انګرېزي ژبې وييکه آسټرولوجي د يوناني ژبې د لغتونو αστήρ, αστρός (astér, astrós)، چې مانا يې ده "ستوری" او λόγος, λόγου (lógos, lógou) چې مانا يې ده "وييکه" يا "کلام") نه راوتلې.