سايکلوفوسفمايډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سايکلوفوسفمايډ (په انگرېزي: Cyclophosphamide) (سوداگريز نومونه اېنډوکسان, سايټوکسان, نيوسار, پروسايټوکس, رېويميون), چې د سايټوفوسفين په نامه هم يادېږي،[۱] د نايتروجن موستارد يو القلي توکی دی[۲] او د اوکسازافوسفينانس له ډلې څخه شمېرل کېږي.

يو القلي توکی د الکيل ډله (CnH2n+1) ډي ان اې کې ورگډوي. دا درمل د ډي ان اې د گوانين بېز کې د اماډوزول کړۍ ۷ شمېر نايتروجن اټوم کې د الکيل ډله ورنښلوي. دا تعامل د يو انټراسټرانډ او انټرسټرانډ تېربېرتړنې ډي ان اې په جوړښت کې د ډي ان اې د ريپلېکېشن خنډ گرځي.

سايکلوفوسفمايډ درمل د سرطان او د معافيتي نظام په بې نظميو کې کارېږي. د يو نافعال او يا نيمه فعال درمل په توگه، دغه درمل په لړمون کې د سايټوکروم پي ۴۵۰ انزايم په مرسته ۴-هايډرواکسي سايکلوفوسفمايډ ته اړوي او د کېمودرملنې له خاصيت څخه برخمن دی.[۳]

سايکلوفوسفمايډ شديد جانبي عوارض لري. په دغو عوارضو کې حاد مايولويډ ليوکېميا، د سپوخسې سرطان، هېمورېجېک سيسټايټس او د ډېرې زياتې کچې کارېدو سره تلپاتې بې يېبروري شامله ده. د معافيتي ناروغيو د حاد حالت په وخت کې ډاکټران اکثراً لږ-زهرجن درمل لکه مېټوټرکسات يا ازاتيوپرين کاروي.[۴]

دا درمل د روغتيا نړېوال تنظيم اهمو درملو لړليک کې د هغو درملو په کتار کې شمېرل کېږي چې د يو بنسټيز روغتيايي سيستم کې اهم گڼل کېږي.[۵]

سرچينې

  1. د سرطان ملي قاموس: سايکلوفوسفمايډ
  2. Takimoto CH, Calvo E. "Principles of Oncologic Pharmacotherapy" Archived 2009-05-15 at the Wayback Machine. in Pazdur R, Wagman LD, Camphausen KA, Hoskins WJ (Eds) Cancer Management: A Multidisciplinary Approach Archived 2010-02-28 at the Wayback Machine.. 11 ed. 2008.
  3. Huttunen et al. (2011) Prodrugs—from Serendipity to Rational Design. Pharmacol Rev 63:750–771
  4. Kasper, Dennis L; Braunwald, Eugene; Fauci, Anthony; et al. (2005). Harrison's Principles of Internal Medicine, 16th ed. New York: McGraw-Hill. د کتاب پاڼې 2066. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07-139140-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Explicit use of et al. in: |author= (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  5. "WHO Model List of EssentialMedicines" (PDF). World Health Organization. October 2013. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)