سارک

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

سارک یا د سویلي اسیا لپاره د سیمه ایزی همکارۍ ټولنه د ۱۹۸۵ میلادی کال د دیسمبر په اتمه نیټه د بنگلادیش د ډاکا په ښار کې د اوو (۷) سویلي اسیا هیودونو په غړیتوب جوړه شوه. د سویلي اسیا دغه اووه هیوادونه ( هندوستان، بنگلادیش، پاکستان، بوتان، نیپال، سریلنکا او مالدویس) دی چی وروسته بیا د ۲۰۰۷ م کال د اپریل په دریمه نیټه افغانستان هم د سارک ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ. چې په دې توگه په اوسنی وخت کې د سارک ټولنه اته (۸) غړی او نهه (۹) څارونکی (Observers) لری.

د سارک څارونکی هیوادونه (استرالیا، چین، ، ایران، جاپان، موریشیس، برما، سویلي کوریا، اروپایی ټولنه او د امریکا متحده ایالات) دی. د یادلو وړ ده چې ځینې هېوادونه لکه چین، ایران او برما د سارک ټولنې د غړیتوب لیواله دی همدارنگه ځینې هېوادونه لکه روسیه او اندونیزیا غواړی چې د سارک ټولنې د څارونکو دنده په غاړه واخلی.

موخه

د سارک ټولنې لمړنۍ او اساسی موخه د غړو هېوادونو تر منځ د همغږۍ او گډکار له لارې د وټه ییز (اقتصادی) او ټولنیز پرمختگ چټک کول دی. په ټولیز ډول د جنوبی اسیا هېوادونه د اقتصاد له پلوه کمزوری او د اقتصاد اصلی برخه یې کرهڼه جوړوی، له بل پلوه دا هم لیدل کیږی چې په نړۍ کې د اقتصاد اوسنۍ کړنلاره د وروسته پاتې هېوادونو په گټه نه ده. ددی ستونزی عمده لامل دا دی چې د شتمنو هېوادونو تر منځ (Protectionism) یا د ساتنې پالیسۍ(۱) ورځ په ورځ زیاتیږی. ددغې ستونزی د اوارولو لپاره د سارک غړی هېوادونه غونډی کوی، د ستونزو په لارو چارو غور کوی او هڅه کوی چی داسې پریکړې وکړی چې نه یوازی دوی سره د اقتصاد په چټک پرمختگ کی مرسته وکړی بلکه د د سارک غړو هېوادونو تر منځ اقتصادی واټن هم کم کړی. د سارک هیوادونه په خپل منځ کې د همکارۍ او همغږۍ لمن ورځ په ورځ پراخوی. ددوی ډیری هڅې د ټکنالوجۍ رواجول، د اقتصادی پرمختگ چټک کول، د معلوماتو خپرول، د ټولنیزو ستونزو له منځه وړل او د نشه یی توکو او ترهگرۍ ورکول دی. اما په دی ټولو کی دسارک د پام وړ دنده د سوداگریزو مرستو او همغږۍ ډېرول دی. د سارک په ټولنه کې د اقتصاد، سوداگرۍ، او صادراتو او وارداتو موضوعگانو ته د لمړیتوب په سترگه کتل کیږی.

که څه هم تر ۱۹۹۵ م کال پوری د سارک غړو هېوادونو ترمنځی سوداگرۍ د نړۍ د سوداگرۍ پنځه (۵) سلنه برابروله، خو بیا هم د سارک له خوا د ساپتا(۲) (SAPTA) منځ ته راتلل د سارک د ټولنې ریښتینې پېل بلل کیږی.

د سارک ټولنې د کار ډول

د سارک ټولنه د ۱۹۸۵ م کال راهیسې هرکال یا هر دوه کاله وروسته غونډه کوی، چې لمړنۍ ناسته یې د ۱۹۸۵ م په پای کی د ډاکا په ښار کې وشوه او راتلونکې غونډه به یی په ۲۰۱۰ م کال په بوتان کې ترسره کیږی. دغه غونډی د غړو هېوادونو د مشرانو په راټولیدو د غړو هېوادونو د ښارونو څخه په یو ښار کې کیږی. دسارک ټولنه په خپل تشکیل کې دولس (۱۲) کاری او تخصصی ډلی لری، چې هره یوه یی په خپلو غونډو کی په اړونده راولاړو شوو ستونزو غږیږی، او د اوارولو هڅې یې کوی.

ستونزې

د سارک ټولنې د پیل څخه شا او خوا (۲۴) کاله تیریږی، چی په دې ترڅ کې د ټولنې بریالیتوب او لاسته راوړنې د هیلو څخه ډېرې کمی وې. ددې ټولنې د نامؤثریت دلیل په تېرو کلونو کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د سیاسی اړیکو خرابوالی گنل کیږی. ډیر ځله په دغه غونډه کې د سوداگریزو مسایلو پرځای سیاسی شخړو او سیمه ایزو نا ارامیو بحثونو ته ځای ورکړل شوی، نو په همدې اساس د سارک ټولنه په اقتصادی او سوداگری چارو کې د خنډونو سره مخ ده. د سارک ټولنې ته اوسنی چلنج په سیمه کې د لوږې د منځه وړل دی او د همدې ستونزی د اوارولو لپاره د سارک غړی هېوادونه خپلمنځی همکارۍ ته تر هرڅه لمړیتوب ورکوی.

  1. د لگښت ساتنې پالیسی یا (Protectionism): دا یو ډول پالیسی ده چې د یو هېواد په سوداگریز مارکیټ کې په بهرنیو مالونو دومره دروند محصول ایښودل کیږی چې باندنی هېوادونه په دغه مارکیټ کی تجارتی رقابت ونشی کړای.
  2. ساپتا يا SAARC Preferential Trading Agreement هغه تړون دې چی په ۱۹۹۵ م کال کی د سارک غړو هېوادونو له خوا د خپل منځی سوداگرۍ د چټک کولو لپاره لاسلیک شو.