زو – ۲۳ – ۲
د ويکيپېډيا لخوا
| زو – ۲۳ – ۲ зенитная установка калибра 23 мм |
|
|---|---|
| هېواد | |
| جوړونکی | |
| وزن | ۹۰۰ کیلوګرامه |
| اوږدوالى | ۴،۵۷ متره |
| سور | ۲،۸۸ متره |
| کارتوس | ۲x۲۳ م.م. |
زو – ۲۳ – ۲ (په روسي کې:зенитная установка калибра 23 мм) د الوتکو ویشتونکی توپونو څخه دی چی د الوتکو، هلیکوپترونو (چورلکو) او نورو هدفونو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. دغه توپ د مځکنی هدفونو پر ضد هم کارېدلای سی. دغه وسله په ۶۰ کلو کی په شوروي اتحاد کی طرح شوه او شوروي پوځ د ۱۹۶۵ کال څخه راهسی د رو – ۲۳ – ۲ توپ رسمی ډول کار اخلی. په اوس وخت کی دغه د الوتکو ویشتونکی توپ تر ټولو پراخه شوی وسله ده.
توصیف
د زو – ۲۳ – ۲ الوتکو ویشتونکی توپ د دوو ۲۳ م.م. د توپ لولو څخه تشکیل کېږي. د ټول وسلې وزن ۹۰۰ کیلوګرامه ته رسېږي. دغه توپ د ۱۵۰۰ مترو څخه تر ۲۵۰۰ مترو پورې واټن ویشتونکی وهلی سی. د زو – ۲۳ – ۲ د کارتوس وزن ۱۹۰ ګرامه دی. دغه وسله د چېک په جمهوریت کی او په پولنډ، فېنلانډ او ایران کی عصری شوه.