زغوپرواژی

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د زغوپرواژي پاشنه

زغوپرواژی (په انګرېزي: Pesticide) يو ډول کيميايي مرکبونه دي چې د بوټو د ساتنې او د زغوپرونو د وژلو په موخه کارېږي. زغوپرواژي د زهرجنتوب او کارېدنې له مخې په بېلابېلو ډلو وېشل شوي چې يو څو يې په دې ډول دي.

آرپوهه

زغوپر په پښتو ژبه آفت ته وايي په انګرېزي کې ورته Pest وييل کېږي. زغوپرواژی د دوه پښتو لغتونو يو تړنګنوم دی چې زغوپر د آفت په مانا او واژی د وژلو د فعل وروستاړی دی چې مانا يې آفتوژونکی دی.

ډلبندۍ

د بېلابېلو زغوپرونو د وژلو لپاره بېلابېل زغوپرواژي جوړ شوي چې د ځينو ډلبندۍ يې په دې توګه دي.

د زغوپرواژي ډولونه بېلابېل زغوپرونه
غنواژي غنی
Algicides or Algaecides Algae
Avicides مارغان
باکټرياواژی باکټريا
چڼاسواژی چڼاس او Oomycetes
خځدکواژی خځدکې
واښواژی واښه
Miticides or Acaricides Mites
Molluscicides Snails
چنجنواژي چينجی
مږواژي مږکان
ويروسواژي ويروس

جوړښت

زغوپرواژي په بېلابېلو بڼو جوړېږي. خو عامې بڼې يې په لاندې توګه دي:

  1. د پوډرو په بڼه (دا ډول په دوه توګو کارېږي: پوډر هم په اوبو کې تر حل کېدو وروسته په زغوپروهل شويو بوټو او کرکېلو پاشل کېږي او يا همداسې په وچه بڼه پاشل کېږي)
  2. د دانو په بڼه
  3. اوبلنه بڼه
  4. لوګنه بڼه (د ګاز او لوګي په بڼه)