زرغونه انا

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

زرغونه انا د لوی احمد شاه بابا مور وه . زرغونه انا په خټه الوکوزۍ وه . د خپل وخت يوه پوهه او هوښياره مېرمن وه . د دې د پاره دا وياړ بس وو چي نه يوازي يې د احمد شاه بابا روزنه په کوچني والي کي کړې وه بلکي په لويوالي کي يې هم کله چي احمد شاه بابا د يوې لويي جرګې له خوا زموږ د هيواد د مشر او ساتونکي په توګه و ټاکل شو د يوې لويي مشاوري په توګه د هغه سره مرسته کوله .

وايي کله چي په ١١٧٤ هـ ق يا ١٧٦١ م کال کي احمد شاه بابا د دولت مشران راټول کړه څو د کندهار د نوی ښار جوړ کړي او د دښمن د احتمالي حملې د مخنيوي د پاره لازمي چاري و سنجوي نو تر ډېر و خبرو وروسته دا خبره و منل سوه چي د ښار پر شا و خوا دي اوه دېوالونه او اوه خندقونه را و ګرځول شي څو لدې لاري د ښار خلک د دښمن د حملې څخه و ژغورل سي .

کله چي زرغونه انا له دې حاله خبره سوه نو سمدستي يې احمد شاه بابا را وغوښت او ورته و يې ويل :

” زويه! دا خبره ټينګه په غوږ کي و نيسه ، چي افغانان هيڅکله د خاورو په دېوالونو او د اوبو په خندقونو ځانونه نه ساتي .

پدې خندقونو او دېوالونو به يوازي زه او ته و ژغورل شو ، هغه ستا نور وروڼه او خويندي چي تر دې دېوالونو او خندقونو څخه د باندي پاتي دي ايا هغه له تا څخه ساتنه نه غواړي او نه هغه افغانان دي ؟ او بل دا چي ته بايد دومره انتظار و نه باسې چي دښمن د ملک تر سرحدونو راتېر شي او ستا ښار ته را و رسيږي ” .

د زرغونې انا د مړيني کال نه دئ معلوم ، داسي ويل کيږي چي د ١١٧٤ هـ ق او

١١٨٦ هـ ق کلونو تر منځ به وفات شوې وي . قبر يې د کندهار د ښار د کوهک په کلي کي دئ .

ښاغلى بېنوا يې داسې راپېژني

استاد عبدالروف بېنوا په دې باب په خپل کتاب (پښتنې مېرمنې) کې ليکي:

زرغونه انا د اعليحضرت احمد شاه بابا مور وه، چې دا پښتنه مېرمن د دې هسكو غرو په لمنو كي د پښتونوالي يوه ښه محركه بلله كيږي. زرغونې انا د دې پاكي خاوري د خدمت او لوړ والي دپاره يو داسي نابغه زوى لكه احمد شاه بابا د پښتانه و ملت ته تقديم كړ.

او لكه احمد شاه بابا چې د "بابا" لقب وړى دى هم دغه رنګه دې پښتنې مېرمني د "انا" لقب ګټلى دى. او تر اوسه پوري يې په پښتني دنيا كي نوم ژوندى دى.

زرغونې انا تل د خپل نابغه زوى سره په ښو ښو افكارو كي مرسته كوله لكه په خپلو پاكو شيدو كي چې يې د پښتونوالي غذا وركوله، هم دا شان يې د پښتونوالي او غيرت درس په خوله ورښووه.

په (1174 هـ) چې احمد شاه بابا د پښتنو مشران او نور اركان را وبلل چې د كندهار د نوي ښار د جوړولو دپاره يوه سمه صحيحه نقشه طرحه كړي، تر ډېرو نظريو وروسته دا نظريه خوښه شوه چې ښار بايد اوه ديوالونه او څو خندقونه ولري چې د دښمن له حملې څخه خوندي سي. دا نظريه ټولو و منله مګر په دې حال كي "زرغونه انا" خبره سوه، اعليحضرت احمد شاه بابا يې كور ته و غوښت ورته وې ويل: _ "زويه! دا خبره ټينګه په غوږ كي ونيسه . . . چې پښتون هيڅكله د خاورو دېوالو ته پناه نه وړي، او نه په خندق ځان له غليمه خوندي كوي. پښتون د خداى(ج) په مرسته او په خپل وچ موټ ځان او وطن ساتي.

كه ته پښتون وې _ او په حقيقت كي د پښتانه د غيرته ډكي ويني تر تا پوري را رسېدلي وې، نو په خپل پښتني همت او استقامت به ځان، پښتون او وطن وساتې. . . خوشي دېوالونه او خندقونه مه جوړوه!!

په دې دېوالونو او خندقونو به يوازي زه او ته خوندي شو هغه پښتنې ورېندارګاني او پښتانه وروڼه چې د دې خندقونو او دېوالونو و ها خوا ته دي هغه نو له تا څخه ساتنه نه غواړي؟ او زموږ پښتانه نه باله كېږي؟؟ او ته هم بايد دومره انتظار و نه باسې چې دښمن تر ښاره پوري را ورسېږي!"

هغه و، چې د احمد شاه بابا له مغزو څخه هغه دباندينۍ مفكوره وو تله، او يوه معمولي كلا يې جوړه كړه.

همدا شان نقل كوي چي: _ په 1174 هـ كال د احمد شاه بابا د ماتي ږغ په درواغو (خلاف له واقع) كندهار ته را ورسېد، خلك د احمد شاه بابا له ماتي او د عسكرو د پو پنا كېدو له آوازې څخه وارخطا ښكارېده، څو دا خبره زرغونې انا ته ورسېده، دې مېرمني وويل: _ "برى او ماتې د تقدير په لاس دى، مګر "احمد" ځان وژني او ماتې نه كوي!"

زرغونه انا د الكوزو ټبر ته منسوبه وه كه څه هم د دې انا د مړيني او اوفات تاريخ څرګند نه دى، خو دوني ښكارېږي چې تر(1174 هـ د كندهار ښار د جوړولو تر تاريخ) وروسته او د احمد شاه بابا په ژوند وفات سوې ده. څنګه چې احمد شاه بابا په (1186 هـ) وفات سوى دى نو د دې مېرمني وفات د (1174هـ او 1186 هـ) كلونو تر منځ واقع سوى دى. او د ارغنداو د رود پر غاړه د كوهك په كلي كي يې مزار دى _ (خداى دې وبخښي)

نو كه زرغونه انا د دې د ننګيالي زوى احمد شاه بابا د زېږېدو په وخت (1135 هـ) د شلو كالو و بولو او مرګ يې هم مثلاً د 1180 هجري په حدودو كي و ګڼو، نو ويلاى شو چې د دې پښتنې انا ژوند د شپېتو، او د اويا كالو په منځ كي و.