رېږدله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

رېږدله (په انگرېزي: Earthquake) د زمکې رېږدېدنه ده چې د زمکې له لاندې د اېنرژۍ د ناڅاپي پرېښودلو په سبب رامنځ ته کېږي او د سيسميکو څپو جوړولو سبب گرځي.

زلزله (چې د ښورېدو يا لړزې په نامه هم پېژندل کېږی) د ځمکې د سطحې ښورېدل دي، لامل يې د ځمکې په ليتوسفير (د ځمکې ډبرين قشر او پوښ) کې د انرژۍ ناڅاپي خوشې کېدل دي، کوم چې د زلزلې څپې پیدا کوي. زلزلې په بېلا بېلو اندازو کې پېښېږي، ځينې يې هومره کوچنۍ وي چې ان نه محسوسيږي او ځينې يې بيا دومره سختې وي، چې شيان او خلک هوا ته وغورځوي او په ښارونو کې ويجاړۍ منځ ته راوړلای شي. د يوې سيمې زلزله يا زلزله يي فعاليت، په يوه ځانګړي وختي پړاو کې د شويو زلزلو شمېر، ډول او اندازه ده. د لړزې (rumbling) ټکی هغه زلزله يي غورهاري ته هم کارول کېږي چې  زلزله نه وي.  

د ځمکې پر سطحه لړزه او يا د ځمکې په بې ځايه کولو يا بې ترتيبه کولو سره زلزله څرګندېږي. کله چې د يوې سترې زلزلې مرکز د سمندر په څنډه وي، شونې ده چې د سمندر بستر هومره بې ځايه شي چې د سونامي د لامل ګرځېدو لپاره پوره وي. شونې ده چې د زلزلې له امله د ځمکو ښوېدل او کله ناکله اور ويشتونکي فعاليتونه رامنځ ته شي.

په ډېر عمومي مفهوم کې، د زلزلې ټکی، د هر ډول جټکې د تشرېح کولو لپاره کارول کېږي ، که دا طبيعي وي او که د انسان له لاسه وي، کوم چې لړزه راوستونکې څپې پیدا کوي. ډېر ځله زلزلې د ځمکې د درزونو د چاودنو له امله منځ ته راځي، نور لاملونه هم لري، لکه: د اورويشتونکي فعاليتونه، د ځمکې ښوېدل، د ماينونو چاودنې او هستوي ازموينې. د زلزلې د پيل نقطې ته «هايپو سينټر» يا مرکزيت ويل کېږي. د ځمکې پر سر د زلزلې مرکز (epicenter) د ځمکې پر سطحه موجوده هغه نقطه ده، کومه چې نېغ په نېغه د ځمکې لاندې د زلزلې پر مرکز (hypocenter) موقعيت لري.

طبيعي پېښېدونکې زلزلې

تيکتونيکي زلزلې د ځمکې په هره سيمه کې پېښېږي، په هر هغه ځای کې چېرې چې د نرمې انرژۍ پوره زېرمه شوی ځواک موجود وي، تر څو د خرابو تختو په اوږدو کې درزونه خپاره کړي. د درزونو څنډې يو له بل سره په اسانۍ او له جغرافيايي اړخه يوازې هغه مهال مخ په وړاندې تللای شي، کله چې د درزونو د سطحې په اوږدو کې هېڅ راز بد نظمي نه وي، تر څو د سوليدلو مقاومت زيات کړي. ډېرې درزېدلې سطحې دا ډول سختوالي وي، کوم چې د درز دواړو څنډو کې د چټک لرې کېدو چلند منځ ته راوړي. کله چې دا درز بند شي، د تختو تر منځ د نسبي حرکت دوام د فشار د زياتېدو لامل ګرځي او په پايله کې د درز د سطحې په شا اوخوا کې په راټول شوي حجم کې وتونکي انرژي راټولېږي. دا چاره تر هغه وخته دوام پيدا کوي چې دا فشار په ډېره پیمانه جمع شي او بيا له دې سختوالي نه تېر شي، يعنې سختوالی مات کړي، په دې ډول په ناڅاپي ډول په بندو شويو برخو د ښوېدو لاره مومي او هلته زېرمه شوې انرژي بهر وځي. دا انرژي د وړانګو وهلو نرمو برخو د زلزله يي څپو، د درز لرونکو د سطحې د سوليدو له کبله د ګرمېدو او د لويو ډبرو د درز د ټولګې په ډول بهر وځي او په دې ډول زلزله پېښېږي. کله ناکله په ناڅاپي ډول د زلزلې د ناکامۍ له امله په تدريجي ډول د فشار د رامنځ ته کېدو دې پروسې ته نرم شاتګ نظريه ويل کېږي. دا اټکل کېدای شي، چې د زلزلې د ټولې توانايۍ يوازې لس سلنه يا له دې هم کمه اندازه د لړزانده انرژۍ په ډول خپروي. د زلزلې ډېره اندازه توانايي د زلزلې درزونو ته د ودې ورکولو په برخه کې کارول کېږي، يا يو له بل سره د سولېدو له امله په راپيدا شوې تودوخې بدليږي. په همدې بنسټ، زلزلې د ځمکې شته نرمه بالقوه انرژي کموي او د تودوخې درجه يې لوړوي، خو دا په داسې حال کې ده چې دا بدلونونه د ځمکې له ژورو داخلي برخو نه وتونکې تودوخې د رسونکې او وړونکې جريان په مقابل کې ډېر کم دی. [۱][۲][۳]

د زلزلې د درزونو ډولونه

د زلزلې د درزونو درې بنسټيز ډولونه شته، درېيواړه د تختو تر منځ د زلزلې لامل ګرځېدای شي: عادي، معکوس (ترست(دفع کول) او د ضربې ښوېدل. عادي او معکوس درزونه د رېونده ښوېدلو بېلګې دي، چېرې چې له درزونو سره بې ځايه کېدل د رېونده پر لور وي او چېرې چې د دوی پر سر خوځښت کې يو عمودي جز شامل وي. په عمومي توګهً عادي درزونه په هغه ځايونو کې واقع کېږي چېرې چې قشر د کمېدو په حال کې وي، لکه يو بل ته ورته پولې. معکوس درزونه په هغو سيمو کې منځ ته راځي، چېرې چې قشر د لنډېدو په حال کې وي، لکه په يو بل ته نژدې پولو کې. د ښوېدلو درزونه مخ په لوړه جوړښتونه دي، چېرې چې دوه درزونه په افقي ډول يو د بل په څنډو کې ښوېږي، بدلېدونکې پولې د ښوېدو د درز ځانګړی ډول دی. ډېرې زلزلې د درزونو د خوځښت له امله منځ ته راځي، په کومو کې چې د مخ په بره ښوېدو او اوږدو ښوېدو دواړو اجزاوې شاملې وي، دا د رېونده ښوېدو په نامه پېژندل کېږي.  

معکوس د رزونه، په ځانګړي ډول هغه چې يو بل ته د نژدې کېدونکو تختو په پولو کې وي، ډېرې سختې زلزلې، میګا ټرسټ زلزلې له دې سره ملګرې وي، د اته درجې يا له دې نه زياتې ټولې زلزلې په دې کې شاملې دی. ميګا ترسټ زلزلې په نړۍ کې د شويو ټولو زلزلو د پېښو له منځه نږدې د نوي سلنه زلزلو لامل دي. د ښوېدو درزونه، په ځانګړي ډول د لويو وچو بدلونونه، کولای شي تر اته درجې ريکتر په اندازه سترې زلزلې منځ ته راوړي. هغه زلزلې چې د عادي درزونو نه منځ ته راځي، په عمومي توګه د ریکتر په حساب له اووه درجو کمې وي. په ریکتر کې چې هر واحد زياتيږي، نږدې  دېرش برابره زياته خوشې شوې انرژي په کې وي. د بېلګې په ډول: د ریکتر په حساب شپږ اعشاريه صفر درجه زلزله د ریکتر په حساب د پنځه اعشاريه صفر درجې زلزلې نه نږدې دوه دېرش ځله زياته انرژی خوشې کوي او اووه اعشاريه صفر درجې زلزله، د پنځه اعشاريه صفر درجې په پرتله زر خله زياته انرژي خوشې کوي. اته اعشاريه شپږ درجې زلزله، په دويمه نړيواله جګړه کې د کارول شويو بمونو په اندازه له لس زره اتومي بمونو سره برابره انرژي خوشې کوي. [۴][۵]

دا ځکه چې په يوه زلزله کې خوشې شوې انرژي او په دې بنسټ د دې شدت د درز له هغې سيمې سره متناسب دی چې ماتيږي او فشار غورځوي. په همدې بنسټ، د درز د سيمې پراخوالي او اوږدوالي چې څومره پراخ وي، پايله يې هم هومره سخته وي. د ځمکې د قشر تر ټولو لوړه او ژر ماتېدونکې برخه او د ټيکټونيکي تختو يخې تختې، کومې چې ګرم پوښ ته رغړي، زموږ د سيارې يوازينۍ هغه برخې دي، کومې چې کولای شي نرمه انرژي زېرمه کړي او بيا يې په چاودلو درزونو کې بېرته خوشې کړي. د فشار په ځواب کې نږدې درې سوه درجه سانتيګراد (۵۷۲ درجه فارنهايت) ګرمې تودې ډبرې بهېږي، خو دوی په زلزله کې نه ماتيږي. د چاودونو او د نقشه شويو درزونو تر ټولو زيات ليدل شوی اوږدوالی (کوم چې په يو درز کې د ماتېدو وړ وي) نږدې زر کيلو متره (۶۲۰ ميله) دی. بېلګې يې په الاسکا کې زلزله (۱۹۵۷ز)، چيلي (۱۹۶۰ز) او سوماترا (۲۰۰۴ز ) کې زلزلې دي چې ټولې د ډوبېدو سيمې دي. په ښوېدو درزونو کې د زلزلې تر ټولو اوږد درز، لکه د سن انډرياس تېرو تنه (۱۸۵۷ – ۱۹۰۶ز)، په ترکيه کې د شمالي اناتوليا تېروتنه (۱۹۳۹ز) او په الاسکا کې د دينالي تېرو تنه (۲۰۰۲ز) دي، د دوی اوږدوالی نږدې له نيم نه تر يو په درېيمې اندازې اوږدوالی لري، په نسبت د هغو تختو چې د ډوبېدو تختو په څنډو کې دي او هغه چې د عادي درزونو په څنډو کې له دې هم لنډې دي.  [۶][۷][۸]

په يو درز کې د زلزلې تر ټولو زيات شدت د دوو سطحو تر منځ د تقاطع مهم نسبت اداره کوي، د اوږدوالي ډېری اندازه يې نه شته، بلکې د پراخوالی يې شته، ځکه چې پراخوالی د ۲۰ په ضريب سره توپير مومي. د نژدې کېدونکو تختو په اوږدو کې، د ماتېدونکې تختې رېونده زاويه ډېره کمه ژوره وي، په عمومي توګه نږدې لس درجې. په همدې بنسټ، د ځمکې تر ټولو پورته ژر ماتېدونکی قشر کې د هوارو برخو پراخوالی شونی دی چې له پنځوسو نه تر سل کيلو مترو (۳۱-۶۲ ميله) پورې وي، (جاپان، ۲۰۱۱ز)، الاسکا، ۱۹۶۴ز) چې په دې ډول، د ډېرو زورورو زلزلو شونتيا منځ ته راوړي.[۹]

سرچینې

  1. Ohnaka, M. (2013). The Physics of Rock Failure and Earthquakes. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 148. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-35533-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Vassiliou, Marius; Kanamori, Hiroo (1982). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Energy Release in Earthquakes"]. Bull. Seismol. Soc. Am. 72: 371–387. 
  3. Spence, William; S.A. Sipkin; G.L. Choy (1989). "Measuring the Size of an Earthquake". United States Geological Survey. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ سپټمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Stern, Robert J. (2002), "Subduction zones", Reviews of Geophysics, 40 (4): 17, Bibcode:2002RvGeo..40.1012S, doi:10.1029/2001RG000108 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Geoscience Australia
  6. Wyss, M. (1979). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Estimating expectable maximum magnitude of earthquakes from fault dimensions"]. Geology 7 (7): 336–340. doi:10.1130/0091-7613(1979)7<336:EMEMOE>2.0.CO;2. Bibcode1979Geo.....7..336W. 
  7. Sibson, R.H. (1982). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Fault Zone Models, Heat Flow, and the Depth Distribution of Earthquakes in the Continental Crust of the United States"]. Bulletin of the Seismological Society of America 72 (1): 151–163. 
  8. Sibson, R.H. (2002) "Geology of the crustal earthquake source" International handbook of earthquake and engineering seismology, Volume 1, Part 1, p. 455, eds. W H K Lee, H Kanamori, P C Jennings, and C. Kisslinger, Academic Press, کينډۍ:ISBN
  9. "Global Centroid Moment Tensor Catalog". Globalcmt.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)