ريس احمدزی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ريس احمدزی

ريس احمدزی د ملي لوبډلې پخوانى کپتان ، په ښي لاس بيټينگ کوي. د ١٩٨٤ کال د سپتمبر په شپږمه نېټه په لوگر ولايت کې زيږيدلى دى او له ١٩٩٧ کال څخه د کريکت لوبه کوي ، په ملي لوبډله کې يو له مهمو لوبغاړو گڼل کيږي ، عمومآ په شپږم نمبر لوبې ته راځي. په دې وروستيو کې يې د افغانستان د ډيرو بريو بنسټ ايښى دى . په څلورم پړاو کې له هانگ کانگ او ايتاليا سره په دوو پرله پسې لوبو کې د لوبې غوره لوبغاړى وبلل شو .

ريس احمدزى په ښي لاس ورو بالينگ هم کوي خو په دې وروستيو کې يې بالينگ کم کړى دى. دۀ تير کال په پېښور کې د يوې دوستانه لوبې په ترڅ کې د مخالفې غاړې د پنځو لوبغاړو کيچونه ونيول چې تر اوسه لا د يوۀ افغان لوبغاړي له خوا په يوه لوبه کې ريکارډ دى. ريس احمدزي تر اوسه د افغانستان له خوا ٦١٧ مندې جوړې کړي تر ټولو ديرې مندې يې په يوه لوبه کې ٧٠ دي او د دۀ د منډو اوسط ٢٩.٣٨ دى. په بالينگ کې يې د ٢٧.٥٧ په اوسط کې اووه لوبغاړي سوځولي دي.