روهتاس

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د روهتاس كلا ور

د روهتاس كلا د جهلم ولسوالۍ يوه تاريخي كلا ده، چې د دينه له ښارگوټي سوېل په اووه كيلومترۍ كې پرته ده. دا كلا د گهان او كس سيندونو په څنگ اړخ كې جوړه شوې ده. د روهتاس د كلا ډبره د ځمكې له كچې درې فوټه پورته پرته ده. دا كلا د افغان روڼ اندي او پوه واكمن شېر شاه سوري د واكمنۍ يو اريانوونكې او نادره نمونه ده، چې د څلور سوه كلونو په تېرېدو سره، سره يې هم خپل تېر تاريخ او برم ساتلې دى. ددې كلا دروازې د دومره مودې په تېرېدو سره له ماتېدو او يو څه خراپېدو سره بيا هم تردې دمه خپل شتون ساتلې او د سلگونو سېلانيانو نومونه يې په خپل ځان رېكارډ كړې دي. كه څه هم ددې كلا د جوړوونكو نومونه پرې نشته خو د الله جل جلاله او محمد صلى الله عليه وسلم سپېڅلي نومونه پرې كيندل شوې دي. ددې كلا د اوبو ذخيرې چې په ځايي ژبه ورته باولي وايي د تعمير د فن يوه نادره نمونه ده. دلته يو تاريخي ابهام هم پيدا كېږي، چې د كلا په جوړښت كې ټول مواد له ځايي ډبرو او سېمېنټو څخه گټه اخيستل شوې. مگر په باولۍ كې د كارول شويو پخو خښتو دا ابهام راپيدا كړې، چې د اندركوټ په باولۍ د كلا په بنسټونو جوړه شوې ده، چې لدې څخه دا په زبات رسي چې دا باولۍ د كلا له جوړښت څخه مخكې جوړې شوې وى. مگر د خښتو كارولو څخه داسې ښكاري چې باولۍ دې له كلا څخه وروسته جوړه شوې وي. په كوم ځاى چې دا كلا ودانه ده، دلته په پخوا وختو كې د منډي په نامه يوه لرغونې ابادي وه.

د روهتاس كلا يو اړخ

د روهتاس د ويى مانا او د كلا نومول

د روهتاس كلا د افغان واكمن شېرشاه سوري لخوا د يو لښكركوټ په څېر د هند د بهار د روهتاسگړ په نقشه جوړه شوې ده. دا كلا نږدې څلور كيلومتر مربع سيمه رانيولې، چې د پښتون او هندو د ودانۍ جوړونې فن پكې په ښه ډول انځور شوې.

د روهتاس د مانا په اړه ډول، ډول نظريات دي، څوك وايي چې د هوار غريزه ډگر په مانا دى، څوك وايي چې د سپينې هگۍ په مانا دى. لكه څرنگه چې دا كلا هم د هگۍ په څېر بېضوي شكل لري، او د جوړښت څخه وروسته د سپين رنگ لرونكې وه. نو لدې وجې دا كلا له سپينې هگۍ سره تشبېه كوي. مگر دا خبره يقيني ده، چې ددې كلا نوم د هند د بهار ايالت د روهتاس گړ د كلا په نامه اېښودل شوې. دا كلا د بهار د ايالت په دننه كې وه، او ددې كلا دننه نږدې دوه سوه تالابونه او ډنډونه ول. او څو چينې هم وې. او د مساحت له مخې دا كلا د جهلم روهتاس كلا څخه څو ځلې ستره وه.

د روهتاس كلا د نومونې كيسه داسې ده، چې كله شېر شاه سوري د هند د بهار ايالت مشهوره كلا روهتاسگړ له هري كرېشن راى څخه په ۱۵۳۹ز كال ونيوله، نو په همدې نامه يې د جهلم ولسوالۍ كې يوه كلا بنسټ ډبره كېښوده او په لنډه موده كې يې بشپړه كړه.

د بهار ايالت روهتاس كلا د هارېش چندرا (د لمر د ټبر څخه و) او ده خپل زوى په روهتاساوا په نامه ياد كړ، چې د وخت په تېرېدو سره ددې كلا نوم په روهتاس گړ بدل شو.


د بهار ايالت د كلا په اړه (د مسلمانو شخصياتو انسايكلوپېډيا) كې داسې ليكلي:

(د سختو لوړو غرونو پر سر دا كلا پر څوارلس كوس سيمه ولاړه ده. دننه يې څومره چينې راخوټېږي، كركيله پكې كېږي، په برسات موسم كې دوه سوه تالابونه د جامونو په څېر له اوبو ډك وي، ځړوبي د جنت او فردوس په څېر ښكاري) [د مسلمانو شخصياتو نسايكلوپېډيا ۲۳ مخ] د روهتاس يوه مانا دا هم وه، چې (د رود پر غاړه ابادي). داسې روايت هم شته چې دا كلا د يوې راڼي (ورهت) په نامه نومول شوې ده. دا كلا لدې وجې هم د اهميت او ځانگړې پام وړ ده، چې دا كلا د هغه خوړ پر غاړه جوړه شوې كومه چې سكندر اعظم ترې تېر شوې و او خپلې بېړۍ يې همدلته پرېښې وى.

د جوړونې علت

شېر شاه سوري دا كلا پس له هغې جوړه كړه، كله چې يې د هند مغولي واكمن همايون ته په قنوج كې سخته ماتې وركړه. دا كلا د پاكستان په زوړ جي ټي لوى لارې په څنگ كې پرته ده. ددې كلا دا ښه والې و چې چا به هم د مركزي اسيا يا پارس له لورې په هند بريد كاوه، نو دلته به يې مخه نيول كېده. ......

موقعيت

د روهتاس كلا له جهلم څخه ۱۶ كيلو متره شمال لوديځ اړخ، او ۷ كيلو متره له دينه ښارگوټي څخه لرې پرته ده. دا كلا په يوه غريزه سيمه كې جوړه شوې، چې ددې كلا ټول منځ د غزه ډبرې پوښلې. دا كلا د سمندر له كچې څخه ۸۱۸ متره پورته پرته ده، او د ۱۲.۶۳ اېكړه ځمكه يې رانيولې ده.

د جوړښت لرليد

Overview

د روهتاس كلا د يوه لښكركوټ په څېر جوړ كړاى شوې ؤ، چې نږدې ۳۰،۰۰۰ پورې پوځيان پكې ځاي پرځاى كېدل. دا كلا له خپل سوق الجېشي موقېعيت، سترو دېوالونو، ډبرينو ورونو او درې دړې لرونكې ورونو د هغو كلابنديو په مقابل كې په ټينگه مقاومت كاوه، چې د بهرنيو ښكېلاكي ځواكونو لخوا به ددى ځاى نيول په نيت راتلل.

ددې كلا زياتره برخې د (اشلر) له ډبرو څخه چې په شاوخوا كلو كې وى، راټولې او جوړه شوې ده. او ځينې برخې يې له پخو خښتو څخه جوړه ده.

د هغه غريزه سيمې له وجې چې دا كلا پرې ودانه شوې، ددې كلا ټاكلې بڼۀ يې خرابه كړې، يانې د غرونو له لوړو ژورو څخه د كلا جوړښت هم اغيزمن شوې او د غره له تاوېدو سره كلا هم راتاوه شوې، او د هغې په اوږدېدو سره كلا هم اوږده كړاى شوې.

دا كلا شاوخوا څلور (۴) كيلو متره مربع سيمه په دربر كې نيسي. ۵۳۳ متره اوږد دېوال دا نېامي كلا له ددې كلا له نورو برخو څخه بېلوي.

ددې كلا څوكۍ په ناسم ډول بېنږدې ۶۸ برجونه لري. له درې باوليو څخه يوه يې په نظامي كلا كې ده، او پاتې نورې يې د كلا په نورو برخو كې دي.

ددې كلا يو ور (لنگر خاني ور) د نظامي كلا پر لور ورپرانيستل كېږي، ځكه چې دا ور په مستقيم ډول د جنگ ډگر ته مخامخ دى.

د کلا جوړونې ټولټال خرڅ

د روهتاس کلا جوړېدنه د شیر شاه سوري د وزیر ټوډر مېل کاتري تر نظر لاندې په ۱۵۴۱ز کال پیل شوه. د گکړ ولس (د روهتاس اوسېدونکي) ددې لپاره د کلا په جوړونه کې له گډون څخه سر وغړاوه او کاریگرو یې پرېکون وکړ، ځکه چې دا کلا د هغوي په زمکه جوړېده. ټودر مېل سمدلاسه شېرشاه سوري له دې ستونزې څخه خبر کړ، هغه ورته په لیک کې داسې ځواب ورکړ: زه تا د یو سوداگر سړي په توگه پېژنم، ځکه چې تا پېسې خپلې ملگرې گرځولي. کله چې ما درته امر وکړ، چې یو کار وکړه، ته باید د بیې په جوړولو کې د پیسو پروا ونکړې. هرڅومره خرڅ چې راځي، زما دولت به یې په غاړه اخلي. ددې ځواب د ترلاسه کولو سره سم، ټوډرمېل په لومړۍ ورځ د یوې ډبرې په راوړلو یوه اشرفۍ ( د وخت پیسه) وټاکله. د وخت په تېرېدو سره دا بیه یوې پاولۍ یا بهلولي ته راوغورځېد. د گکړو د کاربندیز له وجې د ودانۍ خرڅ دېر لوړ شو. په لاندې توگه یو څو ضد و نقیض اټکلونه شوي دی: واقعاتې جهانگیري وایی، چې ددې کلا ودانولو باندې ۳۴۲۵۰۰۰ اشرفۍ خرڅ راغلې و. دا اټکل د هغې کیندل شوې ډبرې له مخې شوې، کومه چې د شیشي ور په لگېدلې. د گکړو د کاربندیز له وجې د ودانۍ خرڅ دېر لوړ شو. په لاندې توگه یو څو ضد و نقیض اټکلونه شوي دی: واقعاتې جهانگیري وایی، چې ددې کلا ودانولو باندې ۳۴۲۵۰۰۰ اشرفۍ خرڅ راغلې و. دا اټکل د هغې کیندل شوې ډبرې له مخې شوې، کومه چې د شیشي ور په لگېدلې. ټوله بیه ۱۶۱۰۰۰۰۰۰ یا داسې څه، چې له ۳۴۲۵۰۰۰ هندوستاني روپۍ، ۱۲۰۰۰۰ پارسي تومنو سره برابر، یا ۱۱۲۷۵۰۰۰ توریاني خانېسې. د داوودي تاریخ له مخې ددې کلا ټولټال خرڅ ۸۰۵۰۵۰۰۲ بهلولۍ شوې و.

د څوكۍ دېوال

Bastions,Battlements,Terraces and Terrains

د بهرني ديوال لوړوالې نږدې ۱۰ څخه تر ۱۸ مترو پورې دى. ددې دېوال ډبلوالې له ۱۰ څخه تر ۱۳ مترو پورې دى. دا ديوالونه ځاى پر ځاى ۲ يا ۳ تاخچه ډوله لارې لري. د موري ور ترڅنگ ددې تاخچو ډبلوالې تر ۱۳ مترو پورې رسي. دا تاخچې د پوړيو په وسله له يو بل سره نښتې دي.






سرچینې


کينډۍ:د پاکستان نړیوال کلتوري میراثونه