رنجيت سېنگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رنجيت سېنگهـ د پنجاب پخوانی واکمن

د پنجاب مهاراجا او د سيك دولت جوړونكى رنجيت سينگهـ په ۱۷۸۰ ز كال كې زېږېدلى دى . د اتلسمې پېړۍ په پاى كې د مغولو د امپراتورۍ د له منځ تگ نه وروسته پنجاب د افغانانو او سيكانو له خوا اداره كېده . د رنجيت سينگهـ پلار د سيكانو د (( ميساليا)) سوكېرچاكيا قبېلې مشر وو . په ۱۷۹۲ ز كال كې دده له مړينې نه وروسته رنجيت سينگهـ د قبېلې مشر شو . له څو جگړه ييزو كمپاينونو نه وروسته د ميساليا ټولو سيكانو دى د خپل مشر په توگه ومانه ، چې په پايله كې پنجاب د سيكانو د يوه دولت په توگه رامنځته شو . د ۱۸۰۱ ز كال د اپرېل په ۱۲ رنجيت سينگهـ د سيكانو د مهاراجا په توگه تاج پرسر كړ . دى په ۱۸۳۹ ز كال كې په كوجران والا كې مړ شو.

سرچينې

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Ранджит_Сингх