رنجيت سېنګهـ
د ويکيپېډيا لخوا
د پنجاب مهاراجا او د سيك دولت جوړونكى رنجيت سينګهـ په ۱۷۸۰ ز كال كې زېږېدلى دى . د اتلسمې پېړۍ په پاى كې د مغولو د امپراتورۍ د له منځ تګ نه وروسته پنجاب د افغانانو او سيكانو له خوا اداره كېده . د رنجيت سينګهـ پلار د سيكانو د (( ميساليا)) سوكېرچاكيا قبېلې مشر وو . په ۱۷۹۲ ز كال كې دده له مړينې نه وروسته رنجيت سينګهـ د قبېلې مشر شو . له څو جګړه ييزو كمپاينونو نه وروسته د ميساليا ټولو سيكانو دى د خپل مشر په توګه ومانه ، چې په پايله كې پنجاب د سيكانو د يوه دولت په توګه رامنځته شو . د ۱۸۰۱ ز كال د اپرېل په ۱۲ رنجيت سينګهـ د سيكانو د مهاراجا په توګه تاج پرسر كړ . دى په ۱۸۳۹ ز كال كې په كوجران والا كې مړ شو.