رحيم شاه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رحيم شاه

شاليد
زېږون نوم رحيم شاه
زېږېدنه اپرېل 3, 1974(1974-04-03)
سوات, خيبر پښتونخوا
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات تبله، پيانو
د فعاليت کالونه 1999–تر ننه

رحيم شاه (انگرېزي: Rahim Shah) يو پښتون سندرغاړی دی، خو هغه يواځې په پښتو ژبه نه بلکه په اردو، پنجابي او سندهي ژبو هم سندرې وييلي[۱].. نوموړي د سندرو وييلو پيل له پېښور ښار نه کړی خو دم مهال په کراچۍ کې مېشت دی او په همدغه ښار کې خپل هنري فعاليت ترسره کوي. په دې وروستيو کې رحيم شاه په يوې مرکه کې دا خبره په ډاگه کړه چې رحيم شاه د هغه اصلي نوم نه دی، او په اصل کې دا د هغه د مشر ورور نوم دی. د Qtv سره په يوه مرکه کې هغه دا هم ووييل چې د هغه اصلي نوم محمد خان دی. نوموړی دم مهال په پاکستان، افغانستان او په غربي نړۍ کې د پښتنو تر مېنځ يو ډېر مشهوره سندرغاړی دی.

مخينه[سمول]

د رحيم شاه اصلي نوم محمد رحيم دی. هغه په ۳ د اپرېل، ۱۹۷۴ ز. کال کې په کراچۍ ښار کې زېږېدلی ، خو پلارنی ټاټوبی يې سوات دی، رحيم شاه په خټه پښتون دی .

په هند کې مينه وال[سمول]

کله چې ر

حيم شاه د هارون پاچا پښتو سندره په اردو ژبه د "پهلې تو کبي کبي غم تا" په نامه ووييله نو دا سندره دومره مشهوره شوه چې گڼ شمېر مينه وال يې په هند کې پيدا کړل، چې بيا وروسته همدا سندره د هندي سندرغاړي الطاف راجا له خوا کاپي ووييل شوه. د رحيم شاه همدغه سندره د ده د شهرت او نوم وېستلو سبب شوه چې اوس هم په هند کې گڼ شمېر مينه وال لري.

رحیم شاه په افغانستان کې[سمول]

رحیم شاه په بي بي شیرینی او ماما دۍ سندرو سره ډیر د افغانستان خلکو زرو کې ځاي ونېوو.رحیم شاه ډیر خلک په افغانستان کې پیژني او هغي سره مينه لري.

رحيم شاه او د لاهورپنجابوزمه فلمونه[سمول]

نن سبا رحيم شاه پنجابي وزمه بازاري فلمونو ته سندرې جوړوي چې يو شمېر پښتانه ېې د هنر بدنامي بولي . رحيم شاه داسې خلکو ته سندرې په خپل غږ کې وايي چې د پښتنو د هنر ناوړه استازيتوب کوي . دغه وگړي په لاهور کې د پاکستاني حکومت په مالي مرسته د پښتنو د پنجابيانو سره ورته والي په موخه همډوله فلمونه جوړوي چېرې چې د پښتنو کولتور او دود سره په ټکر برسېره، اسلامي پولو ته هم پکې درناوی نشته. دغه ډول ناوړه د عياشي پر بنسټ جوړ شوي فلمونه د لاهور د اوسېدونکي آسف خان په نامه يو پخواني د پېښوري فلمونو لوبگر لخوا جوړېږي . آسف خان او زوی ېې ارباز خان دېته د آزادۍ او پرمختگ نوم ورکوي. د همدې له کبله په ډېرو پښتنو کې د رحيم شاه د پخواني هنر ارزښت ندی پاتې . د يوټيوب په پانه کې د يادو شويو فلمونو هرې ويډيو يي سندرې ته خلکو په ډېره کچه گيلې ، ماڼې او غندن لیکونه لیکلي . د همدې يوه بېلگه ېې په دغه تړنه د رحيم شاه سندره او د لاهور پنجاب وزمه فلم په کېکاږلو لیدلی شۍ .

مشهورې سندرې[سمول]

  • بې وفا
  • ډنگا ډتا
  • غم
  • چم چم
  • چنا
  • جهولا (هغه همدا ټوټه په ځانگړې ډول خپلې مور لپاره وييلې)
  • پايل
  • غنم رنگې
  • ماما دی

ډېسکوگرافي[سمول]

البمونه[سمول]

تر دې دمه د رحيم شاه ثبت شوي البمونه په لاندې ډول دي:

  • غم - لومړنی البم (1999)
  • سبا رو (2001)
  • ليلا
  • پيرا
  • چنا (2003)
  • پيار نهي ملتا (2004)
  • يارانه (2005)
  • چېرچا (2007)
  • ماما دی (جولای 2009)

باندنۍ تړنې[سمول]

سرچينې[سمول]


کينډۍ:Musician-stub