رابعه بصري
|رابعة العدوية القيسية يا په ساده ډول رابعه بصري (717–801 ) يوه صوفي مسلمانه او ولي وه.
ژوند
رابعه بصري د ۹۵ او ۹۹ هجري سپوږميز کالونو تر مېنځ د عراق په بصره ښار کې زېږېدلې وه. د هغې د ژوند ډېرې پېښې د فريد الدين عطار لخوا بيان شوي. د فريد الدين عطار له قوله هغه يوه ولي ښځه وه چې شعرونه يې هم وييلي خو له هغې نه کوم کتاب نه دی پاتې. رابعه بصري د خپل د مور او پلار څلورمه لور وه نو ځکه يې رابعه چې د څلورمې مانا لري، نوم پرې ايښی وه. هغه په يوې ډېرې غريبې کورنۍ کې زېږېدلې وه چې ګردچاپېره خلکو کې منلې او درنه کورنۍ ګڼل کېدله. د فريد الدين عطار له قوله د رابعې کورنۍ ډېره غريبه کورنۍ وه چې په کور کې يې د څراغ بلولو لپاره تېل او د ځان پټولو لپاره کالی نه پيدا کېدل. يوه ورځ يې مور د رابعې له پلار نه وغوښتل چې د ګاونډي له کور نه تېل پور کړي، خو دا چې هغه د ځان سره دا ژمنه کړې وه چې پرته د الله تعالی نه به بل چا ته لاس نه غځوی او د څه شي غوښتنه به نه ترې کوي نو همداسې په پټه خوله له کوره ووت او د ګاونډ کور تر ور پورې لاړه او بېرته په تش لاس راغی. کله چې شپه شوه نو ده په خوب کې حضرت محمد وليده چې هغه ته يې وييل، ستا په کور کې به يوه لور خدای درپيدا کړي چې هغه به دېر مسلمانان په سمه لار هدايت کړي. ته بايد سبا ته د بصرې امير ته ځان ور حاضر کړې او هغه ته به په يوه ليک کې وليکې چې ته هره شپه يو سل واره په پيغمبر د خدای درود وايې او د هرې جمعې په شپه ۴۰۰ واره درود وايې، خو دا چې تا پرون شپه دا درود نه دي وييلي نو د جريمې په توګه بايد ته د همدې ليک ليکونکي ته ۴۰۰ ديناره ورکړې. د رابعې پلار چې له خوبه پاڅېده نو سمدلاسه يې د بصرې تر اميره ځان ورساوه او همدا پيغام يې ورکړ، کله چې امير پيغام ترلاسه کړ نو هغه هم ډېر خوښ شو چې د اسلام د پيغمبر پر هغه پام دی. هغه ۱۰۰۰ ديناره غريبانو ته په ډېره خوښي ورکړل او د رابعې پلار ته يې ۴۰۰ ديناره ورکړل. امير بيا د رابعې له پلاره وغوښتل چې هر کله يې د څه شي ضرورت احساس کړ نو ورته ورشي او د بصرې امير د داسې يوهه نېک انسان او د ښه روح چې خدای ته نژدې دی له کتنې نه خوښي څرګنده کړه. کله چې د رابعې پلار مړ شو نو د بصرې په ښار کاختي راغله او رابعه له خپلو خويندو بېله شوله. کيسه داسې ده چې هغه په کاروان کې د نورو لارويانو سره روانه وه چې کاروان په لاره غلو لوټ کړ. د غلو مشر رابعه اسيره ونيوله او په ښار کې يې په بل چا د کنيزې په توګه وپلورله. د رابعې نوی مالک د رابعې له چوپړ او زيار نه ډېر خوښ و. او هغې به په ټوله ورځ کې په دېر صداقت سره خدمت کاوه کله به چې شپه شوه او ټول به ويده شول نو دا به راپاڅېده او ټوله شپه به يې د خدای تعالی په عبادت تېروله او ورځ به يې په روژې تېروله. يوه شپه چې دا په عبادت بوخته وه نو مالک يې په نيمه شپه کې راويښ شو او د رابعې د عبادت او رياضت غږ يې تر غوږو شوچې په خپلو دعاګانو کې يې خدای ته وييل چې خدايه ته خو ښه ما وينې چې زما ستا په عبادت او رياضت کې څومره مينه ده او چې زه تل غواړم چې ستا په خدمت او اوامرو کې اوسم. خدايه زما زړه او زما سترګې د خپل له نور نه ډکې کړه. خدايه که زه آزاده وای نو ما به ټوله ورځ او شپه ستا په عبادت تېرولی خو زه څه وکړم دا ستا رضا وه چې زه دې د بنده غلامه کړې يم. کله چې دا ټوله نظاره د رابعې مالک په سترګو وليدله نو پوه شو چې هغه يوه ولي ښځه ده او دا يې لويه تېروتنه وبلله چې داسې يوه ستره ښځه د هغه په چوپړ کې وي. په سبا د همدغې شپې د رابعې مالک پرېکړه وکړه چې هغه به د هغې خدمتګار او رابعه به د هغه مالکه وي. کله چې يې رابعې ته دا برېکړه واوروله چې هغه به د هغې چوپړ او خدمت کوي او رابعه به د هغه مالکه وي او که غواړي چې له دې کوره لاړه شي نو هغه به يې مخنيوی و نه کړي او د غلامۍ نه به يې آزاده کړي. په دې سره رابعې ووييل چې هغه غواړي چې آزاده شي او له دې کوره لاړه شي او ګوښه چېرته ټول وخت د خدای په عبادت تېر کړي. د دې تر خبرو وروسته هغه آزاده شوه او صحرا ته لاړه هلته له خلکو ګوښه شوه او ټول وخت يې په زاهدۍ کې تېر کړ او ګڼ شمېر مرشدان يې پيدا کړل. حسن بصري د هغې يو مرشد و.