د ۲ کا ۱۲ کوب راکټی سیستم
| د ۲ کا ۱۲ کوب راکټی سیستم Куб зенитный ракетный комплекс SA-6 Gainful |
|
|---|---|
| وسله | د مځکې نه هوا ته توغندی سستم |
| تولیدونکی | |
| جوړونکی | Vympel NPO |
| د تور ډولونه | 2K12 Kub 2K12M3 2K12M4 |
د ۲ کا ۱۲ کوب راکټی سیستم (په روسی کې:Куб зенитный ракетный комплекс) د منځی توغولو د مځکې نه هوا ته یو ډول د راکټ سیستم دی چې د الوتکو، هلیکوپترونو او توغندیو د منځه وړولو لپاره ور څخه کار اخیستل کېږی. دغه راکتی سیستم کولای سی په شپه کی او د باران په وخت کی جګړه وکړی او د ۲ کا ۱۲ کوب راکټی سیستم په ځانګری ډول د پوځي قطعاتو د ساتنی لپاره کارېږی.
[سمول] تاریخ
د ۲ کا ۱۲ کوب راکټی سیستم په ۱۹۵۹ کال کی طرح شو او د ۱۹۶۵ کال څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې جوړېده. شوروی پوځ د هغی راکټی سیستم څخه په رسمی ډول د ۱۹۶۵ کال څخه کار واخیست.
[سمول] توصیف
د ۲ کا ۱۲ کوب د توغندی سیستم یوه ډله د پنځو قلیه وسیلو څخه تشکیل کېږی چی په هغه کې څلور جنګی او د توغندی وړونکی موټرونه او یو د رادر وړونکی موتر دی. هر د توغندی وړونکی موټر دری رهبری شوی راکټونه لری . هر راکټ د ۵۶ کیلوګرامو سروکی لری. هره توغندۍ د جامدو سون موادو په واسله حرکت کوی. د ۲ کا ۱۲ کوب رادر کولای سی شپږ هدفونه وڅاری او پر دوو هدفونو د توغندو په مرسته برید وکړي. د ۲ کا ۱۲ کوب ۲۴ کیلومتره واټن وهلی سی.