د ۰۵۲ بي جنگي بېړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ۰۵۲ بی جنگی بیړۍ
052B型驱逐舰
اساسی معلومات
استعمالونکي د چین بحري ځواک
وزن ۶،۶۰۰ ټنونه
اوږدوالي ۱۵۲ م.
سور ۱۶،۵ م.
سرعت ۵۷ كيلو متره په ساعت کې
کار کونکي ۲۸۰ عسکران
وسلې

د ۰۵۲ بي جنگي بیړۍ (په چینایی کې:052B型驱逐舰 )د ۶،۵۰۰ ټنونو یوه چینایی جنگي بیړۍ ده چې د هوایی هدفونو، پوځي اوبتلونو او جنگي بيړییو د منځه وړولو لپاره کارېږی. دغه جنگي بیړۍ د چین د بحري ځواک په جگړیزو تجهیزاتو کی شامل دی. د ۰۵۲ جنگي بیړۍ چي د وو خان (武汉-Wuhan) په نوم یادېږي د شانگ های (上海-Shang hai) په ښار کې جوړه شوه. دغه حربي بیړۍ د الوتکو پر ضد ۴۸ راکتونه، د بیړی ماتونکي ۱۶ راکتونه، ۲ تورپید اندازونه او یو هلیکوپتر لري. د حربي بیړۍ د محرک سیستم د ډیزل محرک او دوو توربینونو څخه جوړ شوي دي.