د یوسف څاه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د یوسف څاه د شام (سوریې) هېواد، طبریه سیمې ته نږدی کیندل شوې. دا هماغه څاه ده چې د یعقوب علیه السلام زامنو په کې خپل ورور یوسف علیه السلام له خپل پلار څخه د سیل او گرځندوی په بهانه له کور کلي بهر یوړو او له خپلمنځي سلا مشورې وروسته یې بیا په نوموړې څاه کې واچاوه. د حجازي اسماعیلي عربو یوه سوداگریزه قافله په دې لاره تېرېده، یوې قافلې دا څا ولیده، نو د اوبو راویستلو په نیت یې په کې بوکه ور واچوله، چې یوسف علیه السلام ددوي بوکه او پړی ټینگ ونیوه، او له څاه څخه د باندې راووت. د قافلې وگړي دډې پېښې په کتو هک پک ول، خو د ښکلي هلک په موندو ډېر خوشاله هم. ښکلی یوسف یې له ځان سره مخ په مصر روان کړ او هورې یې د مصر په وزیر عزیز وپلوره.