د ماشومانو روزنه

د ويکيپېډيا لخوا
(له د کوچنيانو روزنه نه مخ ګرځېدلی)
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

کينډۍ:صاف راتلونکی نسل بايد د پوهي په ګاڼه سمبال سي : محمد نبي دا چي وايي د هري ټولني راتلونکې د هغې ټولني په کوچنيانو پوري اړه لري بېله شکه چي دا وينا په بشپړه توګه رښتينې او سل په سلو کي د منلو وړ ده، دا چي وايي د هري ټولني راتلونکې د هغې ټولني په کوچنيانو پوري اړه لري بېله شکه چي دا وينا په بشپړه توګه رښتينې او سل په سلو کي د منلو وړ ده، ځکه چي د نن ورځي کوچنيان د ټولني د سبا ورځي لويان دي، نو که چيري موږ غوښتي وي چي د خپل هيواد راتلونکې له هره پلوه ښکلې، هوسا او پرمختللې کړو او خپل هيواد د سيالانو سره سيال کړو،



نو په لومړي قدم کي بايد د خپلو کوچنيانو په سالمه روزنه کي رغنده کوښښ، هڅه او هاند وکړو، نو بيا په دې توګه کولای سو چي د هيواد پر ښې راتلونکي او روښانه سباوون بشپړ باور ولرو او که چيري موږ ونه سو کړای چي ټولني ته له هره پلوه سالم اولادونه وړاندي کړو نو په لازمي توګه بايد د خپل هيواد د ښې راتلونکي په تمه هم ونه اوسو. البته کابو د درېيو لسيزو کوم ناتار چي د پرديو په لمسون زموږ پر ښکلي هيواد تېر سو او په نتيجه کي يې د ګران هيواد هرڅه لوټ تالا او زموږ پتمن هيوادوال يې له سلګونو کړاوونو، رنځونو، بدمرغيو او ناخوالو سره لاس او ګرېوان کړل او زموږ ګران هيواد يې د نوي عصر د تمدن، علم او تخنيک، پرمختګ او د نوښتونو په سالمه سيالي کي بيرته پاته او شاتګ ته اړ کړ. نو په رښتينې توګه دغه اوږد مهالي کړاو د هر هيوادوال زړه په بشپړه توګه مروړلي او داغلي دي، نو ضرور به د خپلو اولادونو د ښې راتلونکي له پاره کار کوي، ترڅو هغوی د جګړې تر بدمرغه سيوري لاندي نه بلکي د سولي تر نېکمرغي او زرينو وړانګو د علم او پوهي په رڼا کي خپل ژوند سمبال او په نه ستړي کېدونکې هڅه او هاند او بشپړ باور سره پرمخ يوسي، البته چي د کوچنيانو لومړی ښوونځی د مور له مهر او عاطفې څخه ډکه توده غېږه او د پلار د زړه سوي او پېرزويني تر سيوري لاندي د کورنۍ څپانده او له ميني ډک چاپيريال دئ، چي د خپلو اولادونو له خوراک او چيښاک څخه نيولې بيا تر خبرو کولو او هم د راتلونکي ژوند له پاره د لومړنيو قدمونو ايښودلو ته هڅوي، لاسنيوی يې کوي او په هر اړخيزه توګه يې روزنه، پالنه او ساتنه کوي او له ناوړه کارونو څخه د هغوی ژغورنه خپله انساني دنده بولي، خو په دويم قدم کي د کوچنيانو د ښې روزني، او زده کړي له پاره د ښوونځي چاپيريال او د با احساسو ښوونکو هلي ځلي چي په خپل ټول کوښښ، هڅه او هاند سره بايد د دې هيواد بچيان په سالمه توګه وروزي او د نوي عصر له علم او تخنيک څخه يې خبر کړي او د نړۍ د پرمختللو هيوادونو د نوښتونو سالمي سيالۍ ته وهڅوي، نو زموږ دا هيله هغه وخت په يو رښتيني واقعيت بدلېدلای سي چي زموږ د هيواد هر ښوونکی له مادي او معنوي پلوه هيڅ راز ستونزه او نيمګړتيا احساس نه کړي، ترڅو په آرام او هوسا خاطر په سپېڅلې مينه او بشپړ زړه سوي د ګران هيواد کوچنيان، تنکي زلميان او ځوانان چي د راتلونکي جوړوونکي دي په ښه توګه وروزي او د علم او پوهي له نعمت څخه يې برخمن کړي چي په دې اړوند د دولتي چارواکو ځانګړې پاملرنه حتمي ده، که څه هم تېر کال په هيواد کي د ډله ييزو خپرندوييو سرچينو په حواله ويل سوي وه چي د پوهني وزارت چارواکي په نظر کي لري چي د هيواد په ولايتونو او ولسواليو کي هر ښوونکي ته يوه نمره مځکه په وړيا توګه ورکوي او په دې برخه کي هر هغه ښوونکي ته چي د جګړه ييز ناورين په ترڅ کي شهيد يا ټپي سوی وي د لومړيتوب حق ورکړ سوی وو، خو دريغاً چي د دغه لړۍ عملي بڼه تر اوسه پوري تر سترګو نه سوه او فقط د يوې نيمګړي وعدې په توګه لا هم پايښت لري خو خدای (ج) دي وکړي چي ورسته له دې هغه وعدې چي عملي جنبه يې کمزورې وي خلکو ته بايد ور نه کړل سي، ځکه چي پر وعدې عمل نه کول په دولتي چارو کي د خلکو د باور تله سپکه کوي، همدا شان د هيواد په ټولو ولايتونو او ولسواليو کي ضرور ده چي د زده کړو چارو ته د کميت تر څنګ د کيفيت له پلوه هم ژور بدلون ورکړل سي او په هر ښوونځي کي مسلکي ښوونکي وګمارل سي ترڅو دم ګړی د هيواد په ګوټ ګوټ کي روانه ټيټه تحصيلي سويه د زړه سواندو مسلکي ښوونکو په شتون لوړه سي، همدا راز د ښوونځيو تر څنګ ديني مدرسو ته هم بايد ځانګړې پاملرنه وسي، ځکه چي وروسته له دې بايد زموږ کوچنيان، تنکي زلميان او ځوانان دې ته مجبور نه سي چي د ديني علومو د زده کړي له پاره پرديو هيوادونو ته سفر وکړي، بلکي په خپل هيواد کي په بشپړه سپېڅلتيا او حب الوطن سره خپلي ديني زده کړي هم وکړای سي او په دې توګه د پرديو د ناوړو او کرغېړنو هدفونو له لومو څخه په امن کي پاته سي، په دې هيله چي د پوهني وزارت چارواکي د هيواد نوی نسل د ښې راتلونکي په موخه خپلي نه ستړي کېدونکي هڅي لا پسي ګړندۍ او پياوړي کړي ترڅو له امله يې ګران افغانستان د تل پاته سولي کوربه او د نړۍ د پرمختللو هيوادونو په کتار کي له سيالانو سره سيال سي. محمد نبي

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس