د کندهار ولايت

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

Noia 64 apps wp.png دا يوه نابشپړه ليکنه ده. ددې په بشپړولو کې تاسو د ويکيپېډيا سره مرسته وکړی.

د کندهار ولایت
Mountains in Kandahar.jpg
Afghanistan Kandahar Province location.PNG
پایتخت کندهار
مساحت ۵۴،۰۲۲ کیلومتره مربع
وخت ۴:۳۰
د اوسیدونکی شمیر ۹۰۰،۲۰۰
ژبه پښتو
دین اسلام
پیسې افغاني

كندهار د هېواد جنوب لوېديځ ته پروت ولايت دى، او د افغانستان د لويو تاريخي مركزونو څڅه شمېرل كېږي. د منديګك تاريخي كيندنې د كنهار په ۲۰ كيلو مترۍ كې موقعيت لري، چې د لرغونپېژندنې لمخې د برنج او مفرغ په دورو پورې اړه لري. په همدې اساس ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ كلونو په منځ كې له ميلاده مخكې د سند، ايران او بين النهرين ګرځندويانو او سېلانيانو دې تاريخي مركز ته تګ رات ماوه. له هرات، باختر او سيستان خڅه كوچيان هم پدې تاريخي لاره تېرېدل. دا حوزه په اوستا كې د هراوارتي په نامه ياده شوې ده او د ارككوزيا د نوم يادونه هم د همدې ځاى لپاره شوې ده. په لومړيو مرحلو كې دلته كرنيزه زمكې وى. كندهار هغه مهال ډېر شهرت ترلاسه كړ چې په ۱۷۴۷ز كال كې احمد شاه دراني ددې سيمې د واكمن په توګه وپېژندل شو. د ښار په مركز كې د مېوند ودانۍ وجود لري، چې په ۱۸۷۱ز كال جوړه شوې ده. خرقه شريفه له بخارا نه دې ښار ته د احمدشاه بابا په پېر كې راوړل شوېده. د ميروېس خان نيكه او احمدشاه بابا زيارتونه په همدې ښار كې دي او د كنهار چهل زينه ي د غره په لمنه ېتاريخي ارزښت لري او د چهل زينې د پاىۍ په برخه كې د بابر شاه يادښت په تيګه كې كيندل شوې دى. كنهار په ۱۷۰۸ز كال كې ميروېس خان د خپل حكومت د مركز په توګه وټاكه، هغه په كوكران ې موقعيت دلود چې له اوسني ښآر څخه چندانې لرې ندې. بايد ووايو چې لوى سكندر اراكوزيا په كنهار كې اد اسكندري په نوم يا لويه كلكه پوځي او دفاعي كلا جوړه كړه چې د كنهار عطمت او حېثيت يې لا لوړ كړ.

نيوليک

اداري وېش

د كنهار ولايت د ۴۷۶۷۶ كيلو متره مربع زمكې په لرلو سره د اداري وېش لمخې په لاندې ډول وېشل شوې دى.

د كندهار اقليم او اب وهوا

كندهار د استوايي اقليم لرونكې دى، چنوب خواته يې د شوابك او سري شګې د دښتو موجوديت ددې ولايت ځانګړتياوې صحرايي او نيمه صحرايي ته اړولي دي. په كومو ځايونو كې چې شين غر او كافرجر غرونه موقعيت لري او د ارغنداب سيند يې له كوزنيو جنوبي برخو نه تېرېږي، هوا يې معتدله كړې، او د ډنډ، پنجوايي، مېوند، ارغنداب او د شګې ولسوالۍ د ښي او زړه راښكونكي هوا لرونكې دي. پورته يادې شوې ولسوالۍ په پسرلې او اوړي كې ښه مرطوبه هوا لري، ژمې يې نسبتا معتدل او اوړې يې تود وي. د اوړي په تودو مياشتو كې د تودوخې لوړه درجه ۳۰سانتي ګرېډه او منځنۍ درجه يې ۱۹سانتي ګرېډه او د تودوخې تيټه درجه يې ۵ سانټي ګرېډو ته راښكته كېږي او د كالني اورښت انازه يې له ۲۰۰-۳۰۰ ملي مترو پورې ټاكل شوې. مګر په شګلنو سيمو كې له ۸۰ ملي مترو څخه كم وي.

زمكنې جوړښت

نفوس

فرهنګي، علمي او اجتماعي حالت

تاريخي ځايونه

خرقه شريفه

وروسته له هغه چي خرقه شريفه كندهار ته راوړل سوه، د يو څه پر غاړه واخيست، خو كله چي مودې لپاره د هغې چوپړ په خپله اعليحضرت احمدشاه بابا د افغاني امپراتورۍ د لوېديځود كال ۱۱۸۳ په لومړيو كي اعليحضرت احمدشاه بابا ولايتونو د سمبالولو لپاره لښكر برابر كړ او خپله تلى، نو يې د خرقې شريفي د متولي د مقررۍ په هكله فرمان صادر كړ. د نوموړي فرمان پر بنسټ حاجي مولوي عبدالحق د حاجي ملا شكر زوى او د حاجي ملا زلال لمسى په خټه يعقوبزى چي په الكوزي ټبر پوري تړاو لري، د دولت د غړو په رايو او تصويب سره د خرقې شريفي و چوپړ او تولا ته وټاكل سو.

د نوموړي فرمان چي پر 26مه د دهي (محرم الحرام) د كال 1383 س ل صادر سو په يوه برخه كي راغلي دي: "خرقه شريفه په هغه بكس كي چي ده، بايد په هغه ډول وساتل سي او خلك چي يې زيارت كوي نو به د هغه بكس زيارت كوي او بكس به پرته د پاچا له حكم څخه نه خلاصيږي." د نوموړي فرمان څخه په ښكاره توګه څرګنديږي چي اعليحضرت احمدشاه د هيواد د اسلامي او تاريخي ارزښتونو سره په زياته كچه مينه درلوده او هغه بابا به يې په سمه توګه ساتل، د نوموړي فرمان وصول تر اوسه ياني ۱۴۲۵ س ل پوري پر خپل ځاى پاته دى، چي تقريباً ۲۴۲ كلن تاريخ لري. او اوس هم د خرقې شريفي د بكس خلاصول او يا را ايستل د وخت د واكمن په حكم سره شوني دي. (هغه وخت چي را ايستل يې اړين وبلل سي)

د خرقې شريفي د ساتلو آداب :

د خرقې شريفي پخوانيو متوليانو په نورو ښارونو كي داسي عادت درلود چي د جمعې په ورځو، اختر په ورځو او ځينو مصائبو په پېښېدو سره به يې د خرقې شريفي د زيارت دروازه خلاصوله او كله كله خو به يې د بكس سر هم خلاصاوه او يا خو به يې د بكس څخه را ايستل، او ځيني وختونه خو به د يو ښار څخه و بل ته وړل كېده. په وړاندي كله چي دا ستر امانت د اعليحضرت احمدشاه بابا د بلخ په توابعو كي خپل نور وځلاوه، زيارت كوونكو د پخوانيو متوليانو د عادت پر بنسټ خرقه شريفه به يې مسح كول او د ځينو لويانو، مشرانو او چارواكو په غوښتنه خو به د بكس سر هم ورته خلاصېدى.

دا حال وليد او پرې كله چي اعلحضرت احمدشاه بابا خبر سو د خپل دربار د ځينو نيكو او صالحو كسانو په مشوره يې دا حكم صادر كړ چي هيڅوك بېله شاهنشاه څخه دا حق نه لري حتى شاهزاده ګان او وزيران هم چي د بكس سر دي خلاص كړي، د همدې پرېكړي له وجي يې د خرقې شريفي د بكس كلي د يوه كال لپاره په خپله وساتل خو كله چي هرات او مشهد ته تلى نو يې د هغه ستر امانت د بكس كلي د كندهار و يو تن عالم ته چي كورنۍ يي گ نسل پر نسل د علم او تصوف په لاره كي شهرت لاره وسپارل، نوموړى عالم حاجي مولوي عبدالحق اخوندزاده وه، نوموړى نه يوازي دا چي يو جيد ديني عالم و بلكي د تصوف او تقوا په نقشبنديه طريقه كې يې هم لاس درلود.

نوموړي د خرقې شريفي د راوړلو له نېټې څخه و كندهار ته د هغې چوپړ او تولا ته ولاړ و، د خرقې شريفي د ساتلو د آدابو پر ځاى كولو په منظور په فرمان كي پر دې ټينګار سوى دى چي په عادي ورځو كي دي د كوټې دروازه نه خلاصيږي او يوازي د جمعې او اخترونو په ورځو كي دي خلاصه وي. دا هغه اوصول دي چي تر اوسه په درنښت مراعتيږي، ياني ټولو پاچهانو او واكمنو منلي دي. د ملت بابا اعليحضرت محمدظاهر شاه هم د خپلي واكمنۍ په دوره كي د خرقې شريفي زيارت ته راتلى او د زيارت د رغولو او د خرقې شريفي په ښه توګه ساتلو كي يې ځانګړې پاملرنه كول او لازمي لارښووني يې د موضوع په هكله ولايتي چارواكو ته كولې.

د خرقې شريفي د زيارت كولو ورځ لكه څنګه چي مخكي هم اشاره وسوه، اوس هم په همهغه ډول ده، ياني د زيارت كولو ورځ د جمعې ورځ ده په دې ورځ باندي د زيارت دروازه د زيارت كوونكو پر مخ خلاصه وي. پر كندهار سربېره د هيواد د ګوټ ګوټ څخه او همدا راز د يو زيات شمېر اسلامي هيوادونو څخه زموږ نور مسلمانان مباركي خرقې ته راځي او ځان ته يې دrوروڼه هم د خاتم النبيين حضرت محمد مصطفى زيارت كولو وياړ په برخه كوي.

د تېمورشاه عصر :

كله چي اعليحضرت احمدشاه بابا په كال ۱۱۸۳ س ل د افغاني امپراتورۍ د سمون او پراخوالي لپاره د هيواد لوېديځو ولايتونو (هرات، مشهد او نيشابور) ته په سفر تلى، دا تكل يې درلود چي د خرقې شريفي د زيارت لپاره يو ښه او مناسب ځاى د هغه وخت په عصري بنايي باندي جوړ كړي، د سفر څخه د راستنېدو وروسته د سختي ناروغۍ له وجي چي ورپېښه وه په دې ونه توانېدى چي د خرقې شريفي لپاره زيارت ځاى جوړ كړي. همدا ناروغي وه چي د ده د هيلو پايله سوه، او د افغان ولس په تاريخ كي د هغه ځلانده ستوري لوېدنه وه چي موږ او زموږ تاريخ به تل په وياړي. وروسته له هغه چي د۱۱۸۶ س ل كال د خداى تعالى (رجب المرجب) د مياشتي پر شلمه د جمعې په شپه چي د۱۷۷۳ ز كال د جون د مياشتي د پايلو سره سمون درلود له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټي كړې. د هغه ځاى ناستى اعليحضرت تيمورشاه د پلار د هيلو د پوره كولو په خاطر ځيني ګامونه اوچت كړل. چي په دې هكله يې ځيني نظريې هم درلودې په دې ډول :

1. مباركه جامه (خرقه شريفه) بايد وروسته له دې د سلاطينو د لاس آله نه وي. 2. د كندهار له مركز څخه و بل لوري ته ونه لېږدول سي او نه هم نورو ښارونو ته يووړل سي. كه څه هم كابل ته په داخلېدو سره يې دا خيال درلود خو د درنښت له مخي يې په دې كار لاس پوري نه كړ. دا په داسي حال كي چي په تېرو پېړيو كي واكمنو د خرقې شريفي لېږدول د ځان وياړ باله. ده وفرمايل چي د خرقې شريفي د زيارت لپاره دي مناسب ځاى د كندهار په ښار كي همهغه د اعليحضرت احمدشاه بابا د زيارت څنګ ته ټاكل سوى دى دا په دې خاطر چي نوموړې سيمه يو خو د ستر غازي د زيارت څنګ دى د بله اړخه د نوموړي ځاى هوا ډېره ښكلي او خواپاكې ده. په همدې تكل يې د زيارت ځاى د جوړېدو كار پيل او پسله څه مودې پاى ته ورسېد.

د خرقې شريفي وداني :

څرنګه چي مخكي يادونه وسوه خرقه شريفه د لومړۍ خور(ربيع الاول) پر نهمه د ۱۱۸۲ س ل كال كندهار ته راوړل سوه او خپل نور او انوار يې ولوراوه، دا هغه وخت و چي اشرف البلاد د معمارۍ كار پاى ته نه و رسېدلى نو خرقه شريفه يې د اول ځل لپاره د هغه وخت په لومړي جوړ سوي جامع كي چي د مرحوم وزير شاه وليخان كور ته نژدې و كېښودل شوه. او وروسته له هغه چي د خرقې شريفي د زيارت اوسنۍ وداني د اعليحضرت تېمورشاه له خوا د هغه وخت د معمارۍ په عصري بڼه د پخو خښتو، ګچو، ډبرو او اهاكو څخه د خپل درانه پلار د زيارت څنګته په يو شنه او كرنيزه مځكه كي چي د كندهار د شاه ويالې څخه اوبېده جوړه سوه، د يو لړ ديني مراسمو په لړ كي ياني د خيراتونو او صدقو په ويشلو او د صادقrدعايو او تكبيرونو په ويلو د حضرت سيدالاولين و الآخرين محمد مصطفى الوعدالامين و روح ته خرقه شريفه په درنښت او عزت سره د زړې جامع څخه پورته او له درباره څخه په وارو وارو شكر ګذاره يو چي دا اوسني زيارت ته يې راوړل. د الله الهي نعمت اوس هم زموږ سره سته او موږ يې له فيض او بركته څخه برخمن يو، د خرقې شريفي د راوړلو نېټه و اوسنۍ ودانۍ ته 1196 س ل څخه عبارت ده چي تر اوسه (۱۴۵۲ س) پوري ۲۲۹ كاله كيږي. نور بيا ...

د حضرت محمد خرقه شريفه په كندهار كي (درېيمه برخه)

كندهار ته د خرقې شريفي را رسېدنه

ستر امپراطور اعليحضرت احمدشاه بابا خرقه شريفه د څه مودې لپاره د كابل او د هغه د شا او خوا سيمو د خلكو د زيارت كولو په خاطر د كابل د علي اباد په سيمه كي كښېښودل او ځان يې د هغې چوپړ ته په مطلق ډول مسوْل وګاڼه، او د هغې د بكس كلي يې په خپله ساتل. څرنګه چي احمدشاه بابا په دې وخت كي په كابل كي اوسېدى كندهار ته يې فرمان واستاوه او خپل دوهم زوى شهزاده سلېمان يې كابل ته ور وغوښتى، تر څو د حضرت رسول اكرم r مباركه خرقه د افغاني امپراطورۍ وياړلي پلازميني كندهار ته ولېږدوى.

نو هغه وو چي د ۱۱۴۷ لمريز كال په دوبي كي چي د ۱۱۸۲ سپوږميز كال سره سمون لري د كابل څخه مباركه خرقه د خپلو موْظفو كسانو چي يو شمېر علماء، خانان او عسكر پكښې وه په ډېر درنښت او عزت پورته او په اول مزل (منزل) كي يې د ميدان سيمي ته راورسول، او ده افغانان ته نژدې د مسجدي خان په سراى كي يې پر يوه صندلي كښېښودل. وروسته د خرقې شريفي د پورته كېدو څخه خلكو نوموړى سراى زيارت كړ، او پر صندلي باندي يې دېوال راوګرځاوه، او د شمانو لپاره يې شمدانۍ كښېښودې.

نوموړى زيارت تر اوسه پوري سته، خرقه مباركه يې په همدې آدابو تر كندهار پوري راورسول. د فيض آباد څخه و كابل ته د خرقې شريفي د راوړلو په وخت كي او د كابل څخه و كندهار ته د خرقې مباركي بكس به يې د اوښ پر شا كښېښودى او د درېدو په وخت كي چي به هر مزل ته ورسېدل پر يو پاك او نوي فرش چي مخكي به نه وو كارول سوى، پر يوه لوړه سيمه به ورته اوار كړه سو او پر راكښته به يې كړه، او ډيري پيسې به يې ورته نذر او صدقه كړې، او پر خلكو به يې ووېشلې او پر يو كاغذ به يې وليكل چي : "پر دې اوښ باندي د رسول اكرم r مباركه خرقه لېږدول سوې ده هيڅوك حق نه لري چي بار پر يوسي او يا پر سپور سي، دا اوښ نور د چوپړ څخه آزاد دى، او هر څوك دې ساتنه او پالنه وكړي"

نوموړى كاغذ به يې د اوښ په غاړه ور وځړاوه، خلكو به په هره سيمه كي چي خرقه مباركه به پر راكښته كېدل، ډبري پر راوګرځولې او زيارت به يې كاوه. دا چي د خرقې شريفي د رسېدلو نېټه و كندهار ته د ۱۱۸۲ د لومړۍ خور (ربيع الاول) پر نهمه چي د ۱۱۴۷ لمريز كال د زمري د مياشتي د درېيمي نېټې سره سمون لري ټاكل سوى ده، خو ښايي چي د څېړونكي سهوه وي، او حقيقت داسي برېښي چي د خرقې شريفي د رسېدلو نېټه و كندهار ته د ياد سوي كال د درېيمي خور (جماد الاول) نهمه نېټه چي د تلي د مياشتي د لومړيو ورځو سره سمون لري وي. دا چي د ځينو مهمو اړيو په خاطر د خرقې شريفي په لېږدولو كي د درنښت له مخي د تلوار څخه كار اخيستل سوى دى، د قبول وړ دى، او شهزاده سلېمان دراني د نوموړي كال په دوبي كي د خرقې شريفي سره و كندهار ته حركت كړى دى. دا يوه يادونه وه. دا چي په ماخذ كي ۹ مه د لومړۍ خور د ۱۱۸۲ سپوږميز كال تعين سوې ده منو يې او تردد نه پكښي كوو. كله چي خرقه شريفه كندهار ته راوړل سوه د همهغه وخت په لومړني جوړ سوي مسجد كي (۱) چي د جوړېدو كار يې په۱۱۷۲ سپوږميز كال كي پاى ته رسېدلى وو كښېښودل سوه او تر ۱۱۹۰ سپوږميز كال پوري هلته وه.

لوى احمدشاه بابا ?۳;له چي د كندهار نوى ښار يې په سنه ۱۱۶۹ سپوږميز كي جوړ او په اشرف البلاد يې ونوماوه او د دې الهي نعمت په رسېدو سره و دې ښار ته دا باور كيږي چي د روحانيت او كرامت له مخي لوى احمدشاه بابا ?0;ې نوم مخكښي لا اشرف البلاد ايښى وو. او د مباركي خرقې په رسېدلو سره نوموړى ښار مخكي له مخكي په دې نامه شهرت موندلى وو. يعنى په افغانستان كي دوه وياړه (فيض آباد) او (اشرف البلاد) د واجب التعظيم حضرت رسول كريم r د مباركي خرقې په رسېدو جوړ سوى دى. خو اشرف البلاد د اسلام په لاره كي د مجاهدت، آزادۍ او خپلواكۍ په لاسته راوړلو، د ولاياتو په پيوستون كي د لره تر بره تر يو اسلامي افغاني امپراطوري نظام لاندي په راوستلو كي په ټوله معنى پر افضله دى، او كولاى سو چي اتل او سرلوړى كندهار د افغانستان د يو ستر ټولنيز منځكي (مركز) او د سولي او امنيت په ټاټوبي قبول كړو.

اهل حق را زندګى از قوت اوست

قــــوت هر ملـــت از جمعيت است

د خرقې شريفي د لېږدولو تاريخ په نظم كي :


د خرقې شريفي د لېږدولو او رارسېدني تاريخ د جوزګون (فيض آباد) څخه و اشرف البلاد (كندهار) ته په لاندي نظم كي بيان سوى دى :

زهى خرقه با سعادت كه شد خراسان ز فيض قدومش منور معلى جناب احمد آن شاه والا كه بد رتبه اش بر تر از بام اخضر به باز و چور ستم به هيبت چو دارا به حشمت سليمان به تكمين سكندر مطيعش زمه تابه ماهى جهانى بپابوسش آسمان حلقه بر در از آنجا كه آمد زوپيش داشت مسكن حب حق تعالى و حب پيمبر فرستاد در جوزګون بهر تعظيم ولى خان وزير خود آن نيك اختر كه تا آورد خرقه شاه لولاك حبيب خدا شافع روز محشر بياوردش از جوزګون آن نكو نام بصد عز و تكريم بسيار و صدفر نهم از ربيع الاول و روز دوشنبه كه شد قندهار از نزولش معطر بالف ماته ثمانين و اثنان خرد ګفت بنويس تاريخش اندر (۱۱۸۲ س)

پورتنى نظم د صوفي عبدالحميد خان په خط په ښكلې بڼه د خرقې شريفي د زيارت د دروازې په دالان كي په كال ۱۳۲۷ سپوږميز كي ليكل سوى دى. كندهار او خرقه شريفه د افغان محمود طرزي كلام

خوش اب و خوش هوا و لطافت نثار شد شيرين بود كه نام خوشش قندهار شد فخر رسل محمد مختار كزشرف عالم به نور او شده از جهل بر طرف يك خرقه مقدس از ثوب پاك خويش بهر اويس كرده عطا در زمان پيش آن خرقه مقدس پاك اين زمان كجاست پرسى كجا بګوى كه در قندهار ماست اين است فضل باقى اين شهر بى نظير قدسيتش قياس كن اى ذات خوشضمير در اين ولايتست اراضى پُر شرف انهار بس بزرګ دران جارى هر طرف اقوام پر سلاح اصيل دلاورى در روى شان ستاده چو شيران غاورى


د علامه اقبال كلام كله چي علامه اقبال د ۱۳۱۲ كال د لړم په مياشت كي د كابل څخه كندهار ته راغى او د خرقې شريفي زيارت يې وكړ، نو د دې ښار او زيارت په درناوي كي يې وويل : قندهار آن كشور مينو سواد اهل دل را خاك او خاك مراد كوى آن شهر است ما را كوى دوست ساربان بربند محمل سوى دوست خرقه آن برزخ لايبغيان ديدمش درنكته (لى خرقتان) آمد از پيراهن او بوى او داد مارا نعرهْ الله هو


(۱) دا مسحد اوس هم په كندهار كي موجود دى او د كندهار خلك يې زوړ مسجد بولي. په کندهار کی بیلابیل ځایونه لکه غر زینی

د اوبو سرچينې

د دهلې بند د دهلې بند د کندهار د اوبو لګولو يوه موډرنه پروژه ګڼل کېږي، چې په خپله ياد شوى بند، د ارغنداب انحرافي بند، د سوېلي ارغنداب عمومي سربند او کانال، د بابا ولي عمومي کانال، د شمال او سوېلي ترنک (لويې ويالې) عمومي کانالونه يې شبکې دي. له يادو کانالونو څخه ٥٥ ويالې جلا شوې، دغه راز له ارغنداب سيند څخه هم ښي او کيڼ لوري ته ٥٥ ويالې، چې ټولې ١١٠ ويالې کېږي يوه او بل لورې ته غځېدلې دي.

اړيكتيايي سېسټم

ځنګلونه

جګړې وراړولي زيانونه

اخځليك

    • د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنګزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د ګرځنده كتابتونونو اداره
    • د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار


شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې