د کارن خبرې اترې:Mahsil.ghazi

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ! موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټيم) دلته ستاسو د همکاریو هیله من يو، او هیله لرو چې وکولای شو په ګډه پر دې پروژه کار وکړو. د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لرئ، نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړئ، ډاډه اوسئ له تاسې سره به خامخا مرسته کيږي.

--دوتنه:Animalibrí.gifعثمان 01:09, 22 اپرېل 2015 (UTC)

مولوی صاحب سلامونه[سمول]

مولوی صاحب محصل غازي ستړی مه شې. تر هر څه دمخه درته د الله پاک هدايت غواړم. بيا عرض دا دی چې تاسو زما د بيوروکراټۍ په خلاف خپله رايه کارولې او تاسو دا حق لرئ چې څنگه مو خوښه وي خپله رايه هماغسې وکاروئ. خو د رايې تر څنگ مو په انگرېزي ژبه داسې ليکلي: this user is not well manner to be our admin--Mahsil.ghazi حيران په دې يم چې تاسو يو لوی مولوي او د اسلامي دين د احکامو په خلاف څنگه پرته له دې چې يو څوک وپېژنئ د هغه په اړه ځان ته د قضاوت کولو حق ورکوئ. زما د ښو اخلاقو نه لرلو ثبوت که وړاندې کړئ بده به نه وي. په دې سره به ستاسو د ادعا او ستاسې د خبرې ملاتړ وشي او زه به هم په دې پوه شم چې ما کوم داسې يو کار ستاسې په وړاندې کړی چې هغه خدای مه کړه د اخلاقو د چوکاټ څخه دباندې و. زه په پښتو ويکيپېډيا کې اوس اډمن يا پازوال نه يم او که اوسم او نه اوسم زما ژوند چې څنگه روان دی هماغسې به روان وي. د پازوالئ په لرلو او نه لرلو سره ما ته کوم مادي امتياز هم نه راکول کېږي. او نه هم ما ته کوم معنوي امتياز په لاس راځي. زما چې څومره حافظه کار کوي نو زه د پښتو ويکيپېډيا په تاريخ کې تر ټولو قاطع پازوال وم چې هر کله مې خبره د مطلب پورې يو چا سره څېړلې او په همدې خاطر کېدای شي د ډېرو به بد را څخه راځي. افسوس په دې چې هغه کارنان چې زما په پرېکنده کړنو يې زما څخه بد راځي، دومره پوهاوی نه لري چې دا کار ولې ما کړی. پښتو ويکيپېډيا لکه يو بې سرپوښه کاسه هر څوک پکې هر څه ورگډولی او ترې اخيستلی شي. نو که په دې کې ناولي لاسونه او د غرض څښتنان راشي او د هغوی مخنيوي لپاره کوم قاطع کس موجود نه وي نو فکر کوم چې خبره گډوډي او بې بندوبارئ ته اوړي چې د دې ثبوت هم همدلته شته چې د سيندگي په نامه کارن يې لوی مثال دی.

تاسو چې ځان د اسلام آباد د اسلامي پوهنتون څخه د يو فارغ په توگه راپېژنئ نو نه پوهېږم چې د پټو سترگو قضاوتونو په اړه هم درس درکول کېږي که دا مو خپل شخصي خاصيت دی. زه په دې ډېر افسوس کوم چې ما له تاسو سره هېڅ برخورد نه دی شوی. او نه مې هم کومه خبره درسره ښکته پورته کړې. خپل د ملگرو د اغېز له مخې غواړئ چې په ښو او بدو سترگې پټې کړئ. کوم ځای کې چې ما د رايو د غوښتنه کړې هلته که پېښليک ته لاړ شئ نو هر څه به درته روښانه شي چې چا څه ډول بدلونونه راوستلي. ما په ووټونو کې هېڅ ډول گوتې نه دي وهلي. نه مې ووټونه يا رايې ډېرې کړي او نه مې ليرې کړي. ما يوازې اضافي ليندکي لري کړي. د عثمان منصور انصاري په نامه د کارن تبصره مې يو وخت لرې کړې وه دا ځکه چې هلته د تبصرو غوښتنه ما نه وه کړې. ما د درې انتخابونو لپاره ځای ټاکلی و، يو د ملاتړ رايو لپاره، بله د بډوالي لپاره، درېيم د لاسليک لپاره. کله چې يو څوک د هر چا مخالفت کوي نو ټول په دې پوهېږي چې هماغه کس به ورته دليل لري. دلته ما ته يې يوازې ملاتړ او مخالفت مهم دي. دا مهمه نه ده چې د څه شي پخاطر دا ځکه چې زه نشم کولی چې د ټولو مخالفينو د غوښتنو سره سم ځان عيار کړم. او زه دا هم نه شم کولی چې د ټولو ملاتړ کوونکو د غوښتنو سره ځان عيار وساتم.

دا چې ته مولوي يې او ځان د پوهنتون د فارغ په توگه راپېژنې نو ځکه زه دومره د تفصيل په ورکولو سره تا ته دا متن ليکم چې يا خپلو ليکنو ته متوجه شې او يا هم يو سپيناوی راکړې. خو کله چې پوه شم چې ته هم د عثمان خان شاه په څېر د ۱۶ يا ۱۷ کالونو يو هلک يې چې هر څه يې په خوله راشي وايي نو بيا دې د بې مانا خبرو ځواب هم نه وايم. په دې هيله چې ته د خبرو سپيناوی دې وکړې. --Khangul (خبرې اترې) 21:03, 2 جون 2015 (UTC)

تاسو زما په رايو کې لاسوهنې وکړې خو هغه په پېښليک کې ثبتې دي.[سمول]

محصل گرانه غازي ته خپل د مخالفت رايه ورکولی شې خو د نورو رايو د ړنگولو اجازه نه لرې. په درنښت --ANBI (خبرې اترې) 17:32, 8 نومبر 2015 (UTC)

ما سرہ موندہ که[سمول]

السلام عليكم! مولانا صيب، ما سرہ دلته په FACEBOOK موندہ كه