د کارن خبرې اترې:فېروز اباسين

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خپله رایه وکاروئ:

ګرانه فیروز خانه سلامونه!

ما د ویکي پېډیا د پرمختګ لپاره او ستاسو سره د مرستې لپاره ځان بیوروکراټۍ مقام ته نومولی.

که مو خوښه وه نو دلته: تانبه:تازه پېښې ورشئ او خپله رایه د ملاتړ یا بډ په ډول وکاروئ. په درنښت --عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 20:41, 11 اپرېل 2015 (UTC)

فيروز اباسين صيب سلامونه وروره محترمه ويکيپېډيا ته ښه راغلاست . تاسو څخه هيله کېږي چې لاندې نغوتو ته پام وګرځوۍ . که د لاندینیو ټکو په پام سره لیکنې پر مخ يوسۍ نو ويکيپېډيا ته خدمت کوۍ که نه نو بيا شهرت پالنه او غټبازۍ پرمخ وړۍ چې دلته يې څای ندی ، نورې پاڼې شته چې هلته خپل او خپلوان او ملګري او دوستان مو وستايۍ . هیله ده چې موږ سره په ويکيپېډيا کې پرته د کوم داد يا ستاينې او شهرته خپلې محرومې پښتو ته خدمت وکړې . د ويکيپېډيا د لا پرمختګ په هیله لاندو نغوتو ته مو پام راګرڅوم.


محترمو د ویکيپېډيا لیکوالانو څو نغوتو ته چې د ويکيپېډیا تګلاره پرې ولاړه ده پام مو رااړوم هیله ده چې په پام کې يې ولرۍ

  1. د چا په هکله په لیکنه کې که هغه په تاسو ډېر ګران او د احترام وړ هم وي صاحب، ګران، قدرمن، محترم، او داسې نور صفات مه لیکۍ ځکه چې دلته دا پاڼه د ټولنې د مشهورو ښکاره بدو او ښؤ اشخاصو ، پېښو، څيزونو او توکیو شنلي معلومات ثبتوي .
  2. دلته يواځې او يواځې په حکومتي او غیر حکومتي اشخاصو نه بلکې د هر اړخ مخکښه علمي او ټولنيزو کسانو ژوندلیکونه خپرېږي .
  3. دلته هر څوک چې لیکنې کوي باید چې د مذهبي ، سیاسي، تنظیمي او نورو اړوندو اړخونو تر موخې تبلیغي لیکنې ، مقالې او بې بنسټه ژباړې نشي خپرولای او نه منل کېږي .
  4. دلته يوازې او يوازې باید چې د خپل د بې پرې اړخونو پر بنسټ بې پرې (نا تړليو) افکارو پر قوت لیکنې ، ژباړې د هغوی د حوالو سره سم برابر او ولیکۍ او باید ولیکل شي .
  5. کله چې د کوم تولنیز کس په هکله مالومات ثبتوۍ نو د اړونده کس يوازې د اخباري فعالیت ، مجله يي فعالیت او وېبپاڼیزو شخصي مقالو خپرولو او فعالیتونو له کبله دلته په ويکيپېډيا کې يې ژوندلیک نه خپرېږي بلکې پکار ده چې د نوموړي تولنیزه خدمتي ځانګړنه يوازې د ځانګړي اخبار ، ځانګړي مجلې ، ځانګړي وېبپاڼې لپاره مرستياله سټه نه وي ، خو د هغو سره سره یې باید چې ټولنې ته پوهنیزه پانګه کې ونډه اخیستې وي. د بېلګې په توګه باید چې د مشهورو نړېوالو لیکوالانو اثار يې ژباړلي وي ،که هېڅ نه وي يو مشهوره ناول يې ژباړلی وي يا درسي کتابونه یې لیکلي وي يا نړېوالو سیاستونو کې مطرح او ښکېل شخصيت وي يا په ټولنه کې يې ځانګړی بدلون يا سمون راوستلی وي همدارنګه د شخصي اثارو لیکنو او چاپ سره په څنګ کې په ټولنه کې ټولنيز غټ ګام اخیستی وي ، د يو شعر په وجه د يو هېواد په سطحه ستايل شوی او ستاينيزې يې ترلاسه کړي وي ، که سندرغاړی وي ، سندره يې د هېواد د ملي تلويزيون څخه ستایل شوې او خپره شوې وي ، سدرغاړی ستایل شوی وي ، نړېوال شهرت ولري ، د تولنیزو خدمتونو په لړ کې یې د هېواد په کچه څه ناڅه هنري پنځونې ولري او داسې نور .
  6. دلته د خپل د کره تاریخونو څخه ژباړې ، مقالې لیکنې د پاڼو د ریفرنس (حوالو) سره سم باید راړل شي او هر څوک چې دلته لیکنې کوي نو د شهرت تلبۍ ، ځان ستاینې ، تنګ نظرۍ ، تبعیض او غرض په کیسو کې ندي نه هم د چا نه د داد يا صفاتو تمه لري او د هر چا سره چې د منفي اغېزو پر بنسټ پورته ياد شويؤ صفاتو څخه يو هم وي هغه دې زحمت نه وباسي او دلته دې لیکنې نه کوي .

--Afghanwrites ډيسمبر 2013 (UTC)

د پښتو ويکيپېډيا تگلاره[سمول]

فېروز اباسين السلام عليکم! د پښتو ويکيپېډيا د تگلارې په برابرولو کې خپل نظرونه شريک کړئ --ANBI (خبرې اترې) 20:22, 12 اپرېل 2015 (UTC)