د کارن خبرې اترې:ظریفی س

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مسـت هلمنــده ــ ساقیار

تفصيل

   نېټه: چار شنبه, 02 جولاي 2014 23:36 
   لیکوال: ر – م- ساقیار 
   بـــــرخه: شعرونه	
    لـه غـرور نه دي واري شــم مسـت هلمنــده زما کوره

واشــنــټن درنـه لـوګـی شــه صـدقـه دي شـم له شوره


پــه هـر مـَوج هـــره څــپه کـي دایــاغـي سـرونـه راوړه

پــه تیـزۍ دنــوح طــوفان شه په کافـرو پسي واوړه


تـــه وا نــې یــې ازمــویلی لــه پخــوانه دې بـدرنګــو

تـه وا اوس یــې اړولـــې پــر ســرو پیــا لې دبنـــــــــګو


تـه وا نـه یـې دي ګـالــلي ستـا لــه تـــورې نه زخـمونه

ته وا نـه یــې دي لیـــدلي ستـــا دمســتو تـاړاکـــونـه


دلتــه تــورې فـولادي دي دلــته تـــورې وړي ســرونـه

دخــپل تن په وینـو لــژند صلیـبیان خــوري تنـدکـونه


دا هلــمنـد به هـــم میوند شـــي هره پیغله یې مـلالــــه

دبــَــرَیـو لاپـــــې مــــکـړه دشــــــــــلم قــــــرن دجــــــالـــــه


په ټیټ سر به ورنه تښتې ! دغازي افغان مـورچل ده

له سرزورو دي حــال واخلـــه پر سـرونـو یې اور بل ده

ر م ساقیار