د کارن خبرې اترې:اصولي

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جمال ناصر اصولي لیکوال شاعر ژورنالست او د ګڼو لیکنو او شعرونو خاوند جمال ناصر اصولي د نوروز خان اصولي زوی په کال ۱۳۵۹ د خوست ولایت د د تڼیو د دره ګی په کلي کې په یوه روڼ انده کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولي دي د پیل یا منځنۍ زدکړې تر دریم ټولګي پورې د خوست ولایت په نسوانو کې لوستي دي وروسته تر هغې چې د ښاغلي اصولي پلار په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو د استازیتوب ویاړ تر لاسه کړ د خپلې کورنۍ سره کابل ته راغلل چې پاتې زدکړو ته يې دلته په کابل کې دوام ورکړ او د دولسم ټولګي فراغت يي د خوست د غرغښت له لیسې څخه ترلاسه کړ ......................................................................

ښاغلي جمال ناصر اصولي هم د نورو ځوانانو په څیر مینه درلوده چې لوړې زده کړې ترسره کړي او وکولای شي چې د لوړو زدکړو د ترلاسه کولو د لارې خپل هیواد او هیواد والو ته د خدمت جوګه وګرځي همدا وه چې د لوړو زدکړو په موخه کابل ته راغی او وروسته د کانکور تر آزموینې د خپلې خوښې پوهنځۍ ادبیاتو ته بریالی شو چې په لوړه درجه يي دغه پوهنځۍ پای ته ورسوله او د ماستړۍ د پاره يي هم آزموینه ورکړه چې د ماسټرۍ دوره يي هم په ادبیاتو کې په پوره بریالیتوب سره پای ته رسولې ............................................................... ښاغلی اصولي یوه چاپ شوې شعري ټولګه (د پردیسۍ تروږمي) او دوهمه شعري ټولګه (درد) لري چې په دې ټولګو کې د ښاغلي اصولي هغه شعرونه چاپ شوي چې د هیواد ښکلا ،نا خوالې، درد، ژړا، آرمانونه، انځورشوي دي، همدا راز د (ادبي رنګینې) په نوم ادبي اثر او (سیاسي جګړې) بل سیاسي اثر هم لري چې چاپ شوي او د لاس رسي وړ دي. نږموړي کتابونه دانش کتابپلورنځي خپاره کړي دي. ناچاپه اثارو کې یو ناول هم لري یوه بله د شعرونو ټولګه يې هم د چاپ د پاره چمتو ده، یوه ټولګه د لنډو کیسو او یوه سفرنامه هم د چاپ دپاره چمتو ده چې وروسته تر یو لړ مراحلو به چاپ ته ورسیږي د صحرا پـــــه زمــانو مې لوى کاروان وــ خو پــــــه کنډو کنډوالو مــــې را روان وــ د يتيم لــــه اوښکو بــــــار و نوم يې نه وـــ چا ويل چې لــــه اسيــــا افـــغـــــانستان وـــ سوداګـــــر دوينو غـــــوښو ور روان ديـــ وايي پـــاس په دلکشا کې لوى مـــــکان وـــ ................................................................................. ښاغلي اصولي د نړۍ ۳۳ هیوادونو ته هم سفرونه کړي چې د سفرونو موخه يي هم د خپلو تجارتي کارونو تر څنګ فرهنګي سفرونه وو چې په فرهنګي غونډو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي ښاغلی اصولي د افغان ټولنې فرهنګي مسول هم پاتې شوی نوموړي د ډیر شمیر شاعرانو سره د هغو داثارو په برخه کې د چاپ د پاره مالي مرسته هم کړې ده.


......................................................................... ښاغلی اصولي په خوست کې د اربکي په نوم د یوې مجلې مسول مدیر هم پاتې شوی او د اصولي صیب یو شمیر شعرونه او لیکنې په بیلابیلو مجلو جریدو ورځپاڼو کې هم چاپ شوي او په یو شمیر رسنیو کې په ادبي خپرونو کې خپاره شوي دي. نګیزه مې ورکه شوې د غزل وهـــ اندیښنه د ژوندانه راسره مل وهـــ یو ناڅاپه د خمارو سترګو لید و ـــ د قلم په نیشه یي جذبه تولید و شونډې نه وې، سرې پیالې د واینو ډکې ـــ قدرت جوړې ، په لاسونو کې نازکې ــــ ما وې خدایه ښاپیرۍ له کومه راغله ــــ په خندا شوه چې خندا مې تاله راغله ـــ اوس مهال ښاغلی اصولي د شعرونو او ادبي کارونو تر څنګ په رسنیو کې د سیاسي تحلیلګر په حیث ګډون کوي او د ځوانانو د پرمختګ په برخه کې په خوست ولایت کې ځینې ټولنې هم جوړې کړي

لیکوال، شاعر او د سیاسي چارو شنونکی جمال ناصر اصولي Jamal naser osoli[سمول]

جمال ناصر اصولي لیکوال شاعر ژورنالست او د ګڼو لیکنو او شعرونو خاوند جمال ناصر اصولي د نوروز خان اصولي زوی په کال ۱۳۵۹ د خوست ولایت د د تڼیو د دره ګی په کلي کې په یوه روڼ انده کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولي دي 149.54.26.2 ۰۶:۰۷, ۲ اگسټ ۲۰۲۲ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)