د چين جمهوريت

د ويکيپېډيا لخوا
(له د چین جمهوریت نه مخ گرځېدلی)
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

د چین جمهوریت یا تایوان ( په چینی: Zhong Hua Min Guo 中華民國 ) دغه ټاپو د آسیا په جنوب ختیځ کی پروت دی. پایتخت یی ټای پی ( Tai Pei ) دی د تایوان مساحت ۳۶۰۰۰ کلومتره مربع دی.تایوان تقریبا ۲۱۱۵۰۰۰۰ نفوس لری.د یی شان غر د تایوان تر ټولو لوی غر دی. لوړوالی یی ۳۹۹۷ متره دی.

تاريخ

په ۳ پېړۍ کی د چين پوڅ تايوان ته ورسېده او په تایوان کی یی یوه اډه جوړه کړه. دغه ټاپو په ۱۳ پیړۍ کی د چین ولایت شو. په ۱۵۹۰ کال کی د پورتگال گرځیدونکی تایوان ته ورسیدل. تایوان په ۱۶۲۴ کال کی د هالندۍ پوځ لخوا ونیول شو. په ۱۶۶۱ کال کی د مینگ جنرال چینگ چخنگ کوانگ د مینگ دکورنۍ پوځ تر ماتو وروسته تایوان ته تیښته وکړه او په دی سببب هالندی پوځ مجبور شو چی د تایوان څخه تیښته وکړی. د چین او جاپان تر جگړې وروسته په ۱۸۹۵ کال کی تایوان د جاپان د حکمرانانو لاس ته ورغلۍ. د نړۍ تر جگړې وروسته په ۱۹۴۵ کال کی تایوان د چین د حکمرانانو لاس ته ورغلی. مگر په دی وخت کی په چین کی داخلی جگړه پېل شوه. په ۱۹۴۹ کال کی د ملی گوند پوځ د کمونست پوځ لخوا ماته وخوړله او د چین ولوسی جمهوریت د ماو څې تونگ ( Mao Ze Dong ) لخوا اعلان شو. د ملی گوند حکمران چی مجبور شول تایوان ته ولاړ سی. د ملی گوند مشر جنرال ( Jiang Jie Shi) په ۱۹۴۹ کال کی د چین جمهوریت تاسیس وکړ.

اقتصاد

د چین چهوریت عصری کرهنه لری. په اوس وخت کی په تایوان کی د گنی بوټی او وریجی کرل کېږی. په تایوان کی ډېر کنونه هم شته. په تایوان کی نکې، کاغز او برقی آلات جوړېږی.

سرچینې