د چك وردګو د برېښنا فابريكه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

دابرېښناکوټ په ١٣١٩ل.ل کال دالماني کارپوهانوپه واسطه دزمنس کمپنۍ لخواجوړشوی.دغوائي ترکودتا يې وړاندې درې عشاريه درې ميګاواټه(درې زره اودرې سوه کيلوواټه) برېښناتوليدوله،چې هان ٤٠ کيلوواټه برېښنايې دکابل ځينودولتي اداروته هم ورکوله.له بده بخته ددې برېښناکوټ کاسې اوس له خټونه ډکې دي اوتوربينونه يې له کاره لوېدلي دي.چک برېښناکوټ ددى ولايت يوه ستره اقتصادي شتمني ده چې اوس دبيارغونې انتظارباسي.څوځله دوالي عبدالجبارنعيمي لخواداوبواوبرېښنا وزيرمحمد اسماعيل خان ته يې دجوړولو وړانديزوشو، چې دا دى ايله، ايله يې اوس (١٣٨٧جوزا) کې لومړني کارونه پيل شويدي. دچک دبندپرغاړه يوهوټل هم شته،چې يومهال به سيلانيان پکې دېره کېدل خوبدبختانه هغه هوټل هم دجوړېدولارې څاري.( دپښتونځار له يادښتونو څخه)

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس