د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ټولو پښتنو د یوالی او خپواکی ( ازادۍ ) ګوند دی چې د یوی داسی ټولنی د جوړولو هڅه کوی چې هر څوک پکی په ازادانه توګه خپل شخصیت ته وده ورکوی او د انسانانو په خدمت کی د ټولنی په سیاسی، اقتصادی او کلتوری ژوند کی برخه اخلی. پښتونولی ، ټولنولی او ولسولی د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند تاداو او بنسټ جوړوی. پښتونولی او ټولنولی د ولسولۍ په واسطه چې ګډ خوی ئی دی یو د بل پوری تړلی او نه بیلیدونکی دی. پښتونولی په اولسی ټولنولۍ کی او ولسی ټولنولی په پښتونولۍ پیاوړی او بشپړیږی. ازادی عدلت ( انصاف) او ورورولی د پښتنی ټولنیزی و لسولۍ غوښتنی دی. لدی کبله پښتانه ټولنیز ولسولی وال هر ډول امیرولی ( ډیکتاتوری) مطلقه ټولواک او یو ګوندیز حاکمیت نه منی چې د انسانانو ازادۍ او حقوق د مینځه وړی.
نيوليک |
بنسټی ارزښتونه
- د پښتنو او د پښتنو د وطن پښتونخوا ویش سوله په خاطر کی اچولی ده. د سولی د ژوغورلو لپاره د ټولو پښتنو یووالی او د پښتنو د خپل خپلواک هیواد (سټیټ دولت ) پښتونخوا جوړونه د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند تر هر څه مهمه تر ټولو ستره دنده او بنسټی غوښتنه ده.
- د پښتونخوا د هیواد (سټیټ دولت ) واک به د اولس په لاس کی وی. ددی د پاره په کار دی چې د پښتونخوا د پښتنو د اولس ویش،جغرافیائی او اداری اسانتیاووله مخی په سیمو (سوبو / ایالتونو ) وویشل شی او هره سیمه بیا په لویو ولسوالیو ( ضلعو ) او ولسوالیو ( تحصیلونو ) ویشل شوی وی. هره سیمه ( سوبه / ایالت ) به ځانته سیمه ایزه جرګه (سوبائی / ایالتی جرګه ) او سربیره پر دی به د پښتونخوا یوه ملی جرګه (قومی جرګه ) او بله د مشرانو جرګه (سینټ ) وی. د سیمی ( سوبا ئی / ایالتی ) جر ګه به د خلپو غړو څخه د سیمی (سوبا ئی / ایالتی ) حکومتونه او ملی جرګه ( قومی جرګه ) به د خپلو غړو څخه مرکزی حکومت ټاکی.
- د مشرانو جرګه ( سینټ ) به د سیمو ( سوبو / ایالتونو ) د حکومتونو د مشرانو او د هری سیمی ( سوبی / ایالت ) د وګړو په حساب د سیده ټاکل شوو نماینده ګانو څخه جوړه شوی وی. د ملی (قومی ) اوسیمه ایزو ( سوبائی / ایالتی ) جرګو په پریکړو به غور کوی او جمهوریس به نوموی او د تا ئید لپاره به ئی لویه جرګه راغواړی د ملی ( قومی ) او سیمه ایزو ( سوبا ئی / ایالتی ) جرګو غړی په سلو کی اتیا ( ۸۰ ) د ولسوالیو ( تحصیلونو ) په حساب د ولسوالیو (تحصیلونو ) د وګړو له خوا په سیده توګه د ازادی ټاکنی د لاری او په سلو کی شل ( ۲۰ ) د هغه ګوند ونو د لاری چې په سلو کی ئی پنځه ( ۵ ) رائی ګټلی وی په غیری سیده توګه ټاکل کيږی.
- د پښتونخوا هر اوسیدونکی چې عمر ئی د اتلس ( ۱۸ ) کلونو څخه کم نه وی د دوه ووټونو حق لری چې یو به ګوند او بل به کاندید ته ورکوی خو خپله دملی ( قومی ) او سیمه ایزو ( سوبائی / ایالتی ) جرګو لپاره هله خپل ځان کاندید ولی شی چې عمر ئی د دیرش ( ۳۰ ) کلونو څخه کم نه وی.
- د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خپل مقدس دین اسلام د پر مختګ او ټینګښت د پاره هلی ځلی کوی او د نورو دینی عقیدوته په درنه سترګه ګوری.
- ژبه او کلتور د قام او وطن په ابادۍ کی مهم رول لوبوی لدی امله د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خپلی ژبی او کلتور وده او پر مختګ خپله بنسټی دنده ګڼی او غواړی چې د هیواد ( سټیټ / دولت ) دری واړه قوی ( قانون جوړونکی ، اجرائیه او عدلیه ) د پښتونولئ په بنسټ ولاړوی او د پښتنو د جرګو پریکړې رسمی خوی پیدا کړی.
- د تولید په وسایلود خصوصی ملکیت د ژغورلو او تقویه کولو حق لری تر هغو چې د عادلانه ټولنیز نظم مخه ونه نیسی.
- د اقصادی او خصوصی ملکیت داسی تقو یه کول پکار دی چې د یوی خوا د کار ځایونه پیدا شی او دبلی خوا وطن صنعتی وګرځی خو صنعت به په ټول وطن کی خوراو ور وی او مرکزی بڼه به نلری.
- هر تن مجبور دی چې هیواد ( سټيټ / دولت ) ته د خپل عایدات په اندازه محصول ورکړی.
- کار د پښتونخوا د هر اوسیدونکی حق دی او هیواد ( سټیټ / دولت ) د خپل وس سره سم د کار پیدا کولو ذمه واری په غاړه لری. هغه چا ته چې کار نه پیدا کیږی او یا د کار کولو توان نلری د هیواد( سټيټ / دولت ) له خوا دومره مرسته ورسره کیږی چې ګذاره پری وکړی.
- د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند د انسانانو ژوند او انسانی درناوی ته تر هر څه زیات ارزښت ورکوی او غواړی چې ټول انسانان مساوی حق ولری او هیڅوک د مرګ په جزا محکوم نه شی او هم په غیر انسانی توګه جسمانی او ساوال ( نفسی / روحی ) ونه ځورول شی.
- ټولنیز امن او د ژوندانه د هر ډول شرائطو ښه کول او په تیره بیا د انسانانو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول د پښتنو د ټولنیزاولسولنیز ګوند غو ښتنه ده.
- پوهنه دپښتونخوا د هر اوسیدونکی بنیادی حق دی او په معیاری پښتو ژبه به وی. پوهنه با یده ده چې هر چا ته ددی امکان ورکړی چې خپل استعداد ته بی د کوم خنډ څخه وده ورکړی. په پوهنه کی ډیره پاملرنه مسلکی ښوونځیو او زده کړی ته پکار ده ځکه چې د یوی خوا د مسلکی زده کړی پواسطه وطن ابادیدلی شی او د بل خوا هر سړی په خپلو پښو ودریدلی شی.
- دلسم (۱۰) ټولګی پوری زده کړه جبری ده او چاری ئی د مرکزی حکومت په غاړه دی. پوهنیزه څیړنه بایده ده چې د مرکز حکومت له خوا غښتلی شی. او نتیجی ئی د عوامو په خدمت او د ټولنی په وده کی راوستل شی.
- د فکر، نظریو، مظاهرو، جلسو او اتساب ازادی بی د رنګ، نسل، ښځی او نر دا امتیاز څخه د پښتنی ټولنیزی ولسولۍ بنسټی غوښتنه ده.
- خپرونی،مطبوعات، راډیو، تلویزون او فلمونه عامه دنده اجرا کوی. دوی بایده دی چې په ازادانه او ناپیلی توګه د پښتنی دود او دستور سره سم په هر ځای کی معلومات راغونډ او په خپل مسؤلیت ( زمه واری ) خپاره کاندی.
- د ګوندونو او ټولنو د جوړولو او فعالیت ازادی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند غوښتنه او د هیواد ( سټیټ / دولت ) بنسټی دنده ده. خو رسمی ګوندونه هله ګڼل کیدلی شی چې د پښتونخوا د سیمه ایزی ( سوبائی / ایالتی ) یا ملی جرګی ( قومی جرګی ) په ټاکنه کی په سلو کی پنځه ( ۵ ) ووټونه ( رای ) ګټلی وی.
- د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خپلو غړو کسبی اونور وعلایقو ته ډیر ارزښت ورکوی لدی امله د خپل ګوند مختلفو ټولنو لکه د بزګرانو ( دهقانانو ) مزدورانو ، کارګرانو، ترکاڼانو، پښانو ( لوهارانو )، قصابانو،موچیانو، نایانو، دوبیانو ، کولالانو، طبیبانو، حقوق پوهانو، ښوونکو ، لیکوالو، پوهیدونکو، او نورو د جوړولو هڅه کوی او يوه د « ځوان پښتون » په نامه ټولنه ضروری ګڼی. ددی ټولنی غړی د کوند نیالګی دی چې په اتلس ( ۱۸ ) کلنۍ کی د ګوند غړیتوب تر لاسه کولی شی او د دیرش ( ۳۰ ) کلنۍ پوری د ټولنی او ګوند غړی پاتی کیدلی شی او د دیرش (۳۰ ) کلنۍ څخه ورسته بیا یوازی د ګوند غړی دی.
- د خپل وطن پښتونخوا ازادی ، دفاع او ساتنه او د ډیرو ګوندونو د لاری د ولسولۍ ټینګونه د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند غوښتنه او د پښتنو دنده ده . وسله وال پوځ او لښکر به خامخا د ملی جرګی د کنترول او د حکومت د لاس لاندی وی.
- د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د نړۍ د ټولولنیزو ولسولیزو ګوندونو، ډلو، ټولنو، حکومتونو، او خلکو سره د نژدی اړیکو هڅه کوی.
- د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د ملګروملتونو د موسسی ( اقوام متحده ) د منشور او دانسانی حقوقو د اعلامیی او د ټولو اولسونو د خود اردیت او خپلواکۍ د حق دفاع او ملا تړ کوی او استعمار په کلکه سره غندی.
- د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د نورو ورونو قومونو سره د ازاد خود ارادیت دلاری د پښتونخوا اتحادی جمهوریت ( فدرالی جمهوریت ) جوړول غواړی.
ګوندی جوړښت ( تشکیلات / تنظیمی بڼه )
مر کز او فعالیت
د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند لوی مرکز په پښتونخوا کی دی او دټولی پښتونخوا په ګوټ ګوټ کی ډلګۍ،ډلی، ټپلی، او پری کار او فعالیت کوی چې یوه ډله د دوو (۲) بیا زیاتو ډلګیو او یوه ټپله د دوه (۲) یا زیاتو ډلو او یوه پره د دوو (۲) یا زیاتو ټپلو څخه جوړه شویده .سربیره پردی د پښتونخوا په دننه او بهر کی یو شمیر مسلکی او دعلایقو ټولنی لری او په ملګرو بهرنیو هیوادو کی د ګوند اویا د خپلو غړو ټولنو په نامه دفترونه لری.
غړیتوب
هر څوک چې عمر ئی د اتلسو (۱۸) کلونو څخه کم نه وی او په پښتو ژبه خبری کوی او د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند بنسټیزه ( منشور ) ومنی او په یوه وخت ( عین وخت ) کی د بل ګوند او یا مخالفی ټولنی غړی نه وی کولی شی چې د ډلګۍ مشر ته د غړیتوب غوښتنلیک ورکړی او د ګوند د دوه (۲) غړو په سپارښت د ګوند د مرکزی جرګی د مربوطه څانګی له خوا په غړیتوب منل کیدلی شی. دا چې کومی ټولنی د ګوند مخالفی دی د مرکز جرګی د پریکړی پوری اړه لری.
جرګی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند اته (۸) جرګی لری چې پریکړه ئی په هغه وخت کی رسمی بڼه لری چې نیمائی غړی حاضر وی.
ـ د ډلګۍ جرګه دا جرګه ددغه ډلګۍ د غړو مشر او د مرستیالانو څخه جوړه شوی ده.
ـ د ډلی جر ګه دا جرګه ددغه ډلی د مشر او مرستیالانو او ورسره تړلو ډلګیو د مشرانو څخه جوړه شوی ده.
ـ د ټپلی جرکه دا جرګه ددغی ټپلی د مشر مرستیالانو او ورپوری ډلو د مشرانو څځه جوړه شویده.
ـ د پری جرګه دا جرګه ددغه پری د مشر، مرستیالانو د پری د څانګو د مشرانو او غړو او ددغه پری پوری د تړولو ټپلو د مشرانو څخه جوړه شویده.
ـ د پری ستره جرګه دا جرګه د دغه پری د مشر، مرستیالانو د پری د څانګو د مشرانو او غړو او ددغه پری د ډلو، ټپلو ، د جرګو دغړو او د هری ډلګۍ او ټولنی د نیغو ټاکل شوو نماینده ګانو څخه جوړه شویده.
ـ مرکزی جرګه د ګوند د مشر، مرستیالانو او سلاکارانو او دهغه څانګو د مشرانو او غړو څخه جوړه شویده چې شمېر ئی د لوړی جرګی له خوا د مختلفو مرکزی چارو د سرته رسولو د پاره د ضرورت سره سم ټاکل شوی وی. ـ لوړه جرګه
دا جرګه د مرکزی جرګی او پرو د جرګو دغړو څخه جوړه شویده. ـ د ګوند ستره جرګه
دا جرګه د ګوند د ډلو د جرګو د غړو، دټپلو د مشرانو د مرستیالانو او د لوړی جرګی د غړو او دهری ډلګې او ټولنی د سیده ټاکل شوو نماینده ګانو څخه جوره شوی ده. د ډلګیو او د ټولنی د نماینده ګانو شمېر ددغه ډلګیو او ټولنو د غړو د شمېر او څرنګوالی له مخی د مرکزی جرګی له خوا ټاکل کیږی.
ټا کنی
د ډلګۍ مشر د خپلی ډلګۍ د جرګی، د ډلی مشر د خپلی ډلی د جرګی او د ټپلی مشر دخپلی ټپلی د جرګی له خوا د دریوو (۳) کلونو د پاره ټاکل کيږی او د ضرورت سره سم کولای شی چې د مختلفو چارو دسر ته رسوولو د پاره دوه (۲) یا زیات مرستیالان د خپلو جرګو په خوښه ونیسی. د پری مشر د پری د ستری جرګی له خوا د څلورو (۴) کلونو د پاره ټاکل کیږی او بیا د پری مشر خيل مرستیالان او د پری د مختلفو څانګو مشران او غړی د پری ستری جرګی ته ورپیژنی او د پری د ستری جرګی له خوا ټاکل کیږی. د پری د څانګو او غړو شمېر د ضرورت سر سم د مرکزی جرګی له خوا ټاکل کیږی، خو د پری د مشر د مرستیالانو شمېر د ضرورت سره سم د پری د مشر په خوښه سره دی. د ګوند مشر د ګوند د ستری جرګی له خوا د پنځو ( ۵ ) کلونو د پاره ټاکل کیږی او بیا د ګوند مشر خپل مرستیالان، سلا کاران او د ګوند د مرکزی جرګی د اداری ، مالی ، سیاسی او نورو څانګو مشران او غړی د ګوند ستری جرګی ته ورپیژنی او دګوند د ستری جرګی لخوا ټاکل کیږی. د مرکزی جرګی د څانګو او غړو شمېر د ضرورت سره سم د لوړی جرګی لخوا ټاکل کیږی خو د ګوند د مشر د مرستیالانو او سلا کارانو شمېر د ضرورت سره سم خپله د ګوند د مشر په خوښه دی. ټاکنه د رایو په قطعی ډیره کی سره کیږی. که چیرته یوازنی کاندید په سلو کی د پنڅوسو (۵۰) رایو څخه زیاتی ونه ګټی نو بیا ټاکنه تکراریږی او که پدی پیره ئی هم ونه ګټله او په مقابل کی بل کاندید نه وو نو بیا د یوه کال د پاره ټاکل شوی ګڼل کیږی.د ډیرو کاندیدانو په حالت کی که چیرته یو کاندید هم په سلو کی د نیمائی څخه زیاتی رای ونه ګټی نو بیا ټاکنه تکراریږی او که دا پیره هم کوم کاندید په سلو کی د نیمائی څخه زیاتی رائ ونه ګټلی نو بیا نسبتی رائ اعتبار لری. د مساوی رایو په حالت کی خڅړی (پچه) اچول کیږی.
ګوندی محکمه
کله چې یو غړی یا د ګوند دنده لرونکی غړی د ګوند د علایقو په خلاف کار کوی او دګوند کړنلاره او اصول نه مراعات کوی او یا د نورو ګوندونو او مخالفو ټولنو د پاره فعالیت کوی نو د ګوند د مرکزی جرګی د مربوطه څانګی لخوا محکمه کیږی او د ګوندی دندی او یا غړیتوب څخه د څه مودی او یا د تل د پاره لری کیدلی او ویستل کیدلی شی. دی کولی شی چې د ګوند مرکزی جرګی ته شکایت وکړی خو د مرکزی جرګی پریکړه د منلو وړ ده. د پری مشر د خپلی پری د ستری جرګی او مرکزی جرګی غړی د لوړی جرګی او د ګوند د مشر د ګوند د ستری جرګی لخوا محاکمه کیدلی شی.
دندي، حقوق او مسولیتونه
هر غړی دا دنده لری چې د ګوند د پریکړو په عملی کوولو او د ګوند د کړنلاری په پرمختیا او سمسورتیا کی فعاله ونډه واخلی د ګوند راز وساتی او وفا داری ورته وښائی. هر غړی به د خپلی پتی (درک) د بدلیدو خبر مربوطه مقام ته ورکوی. هر غړی مجبور دی چې ګوند ته هره میاشت خپله د غړیتوب ونډه ورکړی. د ونډی اندازه د ګوند د ستری جرګی لخوا ټاکل کیږی. هر غړی د خپلو مربوطه جرګو په چارو کی د رائ او پیشنهادونو ( تجویزونو ) حق لری او په پریکړو کی برخه لرلی شی او کولی شی چې د خپل ګوند په مسلکی او د علایقو په ټولنو کی هم غړی شی. هر غړی د خپلی خوښی سره سم د ګوند څخه د وتلو لیکلی غوښتنه کولی شی. د ګوند څخه په وتلو او یا ویستل کیدلو دده حقوق په ګوند کی د منځه ځی او هم ئی په ګوندی ټولنوکی غړیتوب پای ته رسیږی. وتلی او یا ویستل شوی کسان د ګوند او یا د ګوند د غړو سره د هیڅ ډول دعوی او هم د ګوند د رازونو ښکاره کولو حق نلری او بیرته د مرکزی جرګی د رایو په ډیره کی سره د ګوند غړی کیدلی شی. د ګوند ستره جرګه د ګوند تر ټولو جګ واکمن مقام دی چې د ګوند کړنلاره ټاکی. د ګوند غړی، دنده لرونکی او نوری جرګی به د ګوند د ستری جرګی پریکړی عملی کوی. د ګوند عادی ستره جرګه د ګوند د مرکزی جرګی لخوا په هرو پنځو (۵) کلونو کی یو ځل او د ضرورت په حالت کی د ګوند ناڅاپی ستره جرګه په هر وخت کی د ګوند د مرکزی جرګی د رایو په اتفاق او یا د لوړی جرګی د رایو په ډیره کی سره راغوښتل کیدلی شی. لوړه جرګه په عادی توګه په هرو دوو (۲) کلونو کی د مرکزی جرګی لخوا راغوښتل کیږی او د ضرورت په حالت کی په هر وخت کی د ګوند د مرکزی جرګی د رایو په اتفاق سره راغوښتل کیدلی شی. لوړه جرګه د پښتونخوا د ملی جرګی ( قومی جرګی ) د ټاکنی د مبارزی لپاره تیاری نیسی او د پرو سیاست د ګوند د عمومی سیاست سره سموی او د ګوند د کړنلاری او د ګوند د ستری جرګی د پرکړو په عملی کولو کی د مرکزی جرګې سره مرسته سرته رسوی او سلا ورکوی. د پری ستره جر ګه د پری د جرګی لخوا په کال کی یو ځل او دپری ناڅاپی ستره جرګه د پری جرګی د رایو په اتفاق هر وخت راغوښتل کیدلی شی. مرکز ی جرګه د ګوند د مشر، د پری جرګه د پری د مشر، د ټپلی جرګه د ټپلی د مشر ، د ډلی جرګه د ډلی د مشر اود ډلګی جرګه د ډلګۍ د مشر لخوا د ضرورت سره سم راغوښتل کیږی. د ډلګۍ جرګه د خپلی ډلی ، د ډلی جرګه د خپلی ټپلی ، او د ټپلی جرګه د خپلی پری ، او د پری جرګه د پری د ستری جرګی، او د پری ستره جرګه د ګوند مرکزی جرګی ته او د ګوند مرکزی جرګه او لوړه جرګه بیا د ګوند ستری جرګی ته مسؤلیت ( زمه واری ) پغاړه لری. هره ټیټه جرګه به د خپلی پا سنۍ جرګی پریکړی منی. ټیټی جرګی کولی شی چې خپلی پریکړی او پیشنهادونه ( تجویزونه ) خپلی پاسنئ جرګی ته وړاندی کړی خو د پاسنئ جرګی پریکړه به هرومرو منل کیږی. ټيټی جرګی نه شی کولی چې د خپلو پاسنیو جرګو په چاروو کی ګوتی ووهی خو پا سنئ جرګی کولی شی چې د خپلو ټیټو جرګو په چارور کی لاس ووهی. ګوندی ټولنی کولی شی چې ځانته خپل منشور ولری خو دغه منشور به د ګوند د بنسټیزی سره په تضاد کی نه وی. د ګوند مشر د ګوند په دننه او بهر کی د ګوند نمایندګی کوی او حقوقی واک لری. سیاسی، اقتصادی ، کلتوری او نور تړونونه د ګوند په نامه کولی شی. او هم د ګوند د مختلفو چارو او پروګرامونو د سر ته رسولو د پاره نمایندګان نیولی او جرګه ګۍ جوړولی شی او هغوۍ ته واک ورکولی شی. د ګوند مشر یوازی د ګوند ستری جرګی ته مسولیت پغاړه لری او نه شی کولی چې په یوه وخت کی د ګوند او هم د حکومت او یا هیواد مشر وی.
خپرونی
د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند خپلی خپرونی په پښتو ژبه په «پښتونخوا» کی کوی او هم په نورو ژبو د « پښتونخوا» ځانګړی ګڼی راوکاږی.
بیرغ
د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند بیرغ طلا ئی رنګ لری چې د ګوند نښه چې د پښتون نیکه خوشحال خان بابا قلم او توره ده پکی د ورایه ځلیږی. د باچا خان جایزه: د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند د باچا خان په نامه چې زمونږ ژوندی تاریخ او سیاسی رڼا ده په هرو لسو (۱۰) کلونو کی هغه چا ته چې د قام او وطن د خپلواکۍ او ازادۍ په لاره کی ستر خدمتون کړی وی د باچاخان په نامه جایزه ورکوی. د جایزی د ورکولو جرګه ګۍ د ګوند د مرکز ی جرګی لخوا ټا کل کیږی. کورنی دود : ددی بنسټیزی سره یو کورنی دود مل دی چې دا بنسټیزه بشپړه وی او د ګوند چاری په ښه توګه سنبالوی.
په بنسټیزه کی تغیر او بدلون
پدی بنسټیزه ( منشور ) کی د ګوند د ستری جرګی د رایو په دری پر څلور (۴/۳) برخی ډیره کی سره تغیر او بدلون راتلی شی.