د پغمان ولسوالۍ
د ويکيپېډيا لخوا
د پغمان ولسوالۍ د کابل ولايت لوېديځې برخه کې پرته ولسوالۍ ده. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۱۲۰۰۰۰ وګړو ته رسېږي او نژدې ۲۰۰۰۰ نور وګړي را ستانه شوي کډوال دي. د پغمان د ولسوالۍ ۷۰٪ وګړي پښتانه، او پاتې ۳۰٪ برخه دېګان جوړوي.[1]
د پغمان ولسوالۍ په لوېديځ کې د وردک او پروان ولايتونو سره پولې لري، همداراز دغه ولسوالۍ په سهېل کې د شکردرې د ولسوالۍ سره، ختيځې خوا کې د کابل سره او سوېل ختيځ لورې ته د چار آسياب ولسوالۍ سره خپلې پولې شريکوي. د پغمان ولسوالۍ پلازمېنه د پغمان ښارګوټي په نامه يادېږي او همدا ښارګوټی د پغمان د ولسوالۍ په سهېل ختيځه برخه کې پروت دی.
په افغانستان کې د جګړو پر مهال د پغمان ولسوالۍ يوه د هغو ولسواليو نه ده چې ډېر زيان ورپېښ شوی، د دغې ولسوالۍ ۵۰٪ ودانۍ په بېلابېلو جګړو کې له مېنځ تللي. په افغانستان کې د بېلابېلو وختونو جګړو ګڼ شمېر خلک د پغمان ولسوالۍ نه بېځايه کړل. د دغې ولسوالۍ تر ټولو اهم عايدات د کرهڼې، مالدارۍ او مزدورۍ له لارې لاس ته راځي.
سرچينې
|
|||||